په سويل كې دملي پوځ قوال اوردو وايې چې هغه موټرچلونكى دتېښتي په حال كې ددوى په ډزو وژل سوي ،چې غوښتل يې له اروزگان څخه كندهارته لس گونه كيلوگرامه ترياك ولېږدوي .
پدې اړه د۲۰۵ اتل قول اوردو قومنداني په يوه خبرپاڼه كې وايې چې نن سهاردكندهار- ترينكوټ پرلويه لاردنيش په والسوالۍ كې دملي اودو سرتيرو دتلاشى پرمهال يوټونيس موټرتلاشي كاوه چې ،موټرچلونكي يې ناڅاپه له سيمي څخه دتيښتي هڅه وكړل .
دمنبع په نقل قول چې موټرچلونكې دتېښتي په حال كې ددوى ددرېدوامرته غاړه كښېنښودل ،دوى ورباندي ډزي كړي اوهغه يې وژلى دى .
خبرپاڼه زياته وي چې په ټونيس كې سپاره ۲ تنه يې هم نيولي اوترياكواندازه يې يوازي ۶ خلتې ښودلې خوه دقيق ډول يې دهغوى وزن ندى څرگندكړى .