د ناټو له لوري لراوبر ته يوه خبرپاڼه ليږل سوې چي پکښي د يوه بهرني عسکر د وژل کېدو پخلى سوى . خبرپاڼه ليکي چي ياد بهرنى عسکر تېره ورځ د افغانستان په ختيځ کي د ماين ښکار سو .
ناټو د دې خبرپاڼي تر مخه لراوبر ته يوه بله خبرپاڼه لېږلې وه چي پکښي يې د خپلو پنځو عسکرو د وژل کېدو خبره کړه وه .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي سرتېري د وژل کېدو کره ځاى او د هغه هويت نه دئ په ډاګه کړى .
د يادوني وړ ده چي په دې سره د اګست د مياشتي په تېرو سوو ١١ ورځو کي د بهرنيو وژل سوو عسکرو شمېر ٥٤ تنو ته ورسېد.