کور / تازه خبرونه / حامد کرزى : نه غواړم چي په راتلونکو ټاکنو کي ځان کانديد کړم

حامد کرزى : نه غواړم چي په راتلونکو ټاکنو کي ځان کانديد کړم

د ولسمسر د ماڼۍ څخه يوه خپره سوې اعلاميه ليکي چي افغان ولسمشر به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کي ځان کانديد نه کړي .
د اعلاميې په حواله افغان ولسمشر وايي چي پر ځاى د دې چي رنګارنک او بې ځايه تبليغات وسي بايد پر دې کار وکړو چي وړ کس د افغانستان ولسمشر وټاکو.
افغان ولسمشر حامد کرزى دا څرګندوي په داسي وخت کي کوي چي څه موده وړاندي ځنو سياسي ډلو داسي اوازې خپرې کړې چي ګواکي افغان ولسمشر په راتلونکو ټاکنو کي بيا ځان کانديده وي .