په کندهار ولايت کي تېره ماښام د يخ کارېز په سيمه کي د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته بريد سوى چي په اړه يې تر اوسه امنيتي مسئولينو څه نه دي ويلي .
بريد د يخ کارېز په سيمه کي پر سيمه يزه پوسته سوى چي لومړى ورباندي يو راکټ ويشتل سوى او وروسته نښته رامنځ ته سوې .
د کندهار د امنيت آمر پېښه تاييدوي او د مرګ ژوبلي په اړه ناخبري ښيي .
طالبان وايي چي بريد دوى کړى خو د حکومت لوري ته د ور اوښتي زيان په اړه تر اوسه معلومات نه لري .