زابل ولايت ته نوى امنيه قوماندان د يولړ مراسمو په ترڅ کي د ٤٠٤ نمبر ميوند زون د قوماندان سالم احساس له لوري په رسمي توګه ور وپېژندل سو .
په دې اړه په جوړو سوو مراسمو کي د زابل والي نوموړي ته ډاډ ورکړ چي د امنيت او همدا ډول په اړونده کارو کي به ورسره مرسته کوي .
نوي قوماندان فضل احمد شېرزاد هم ولسي وګړو ته په خپلو خبرو کي ډاډ ورکړ چي امنيت به دې ولايت ته راولي او د هغوى لپاره به کار کوي .
د يادوني وړ ده چي فضل احمد شېرزاد تر دې مخکي د روزګان امنيه قوماندان او تر هغه مخکي د کندهار د امنيت آمر ؤ چي اوس د کورنيو چارو د وزارت او د ولسمشر په امر د دې دندي لپاره وټاکل سو .
د يادوني وړ ده چي نوموړى وروسته تر هغه د دې ولايت د امنيه قوماندان په حيث ټاکل کېږي چي مخکنى قوماندان محمد نبي الهام له دې امله چي د وژل سوو دوو طالبانو قبرونه يې لوڅ کړي او هغوى يې د قبرو څخه راکښلي ليري کړل سو.