د کندهار ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي د ځايي پوليسو او بهرنيو ځواکونو تر منځ نښته سوې او پکښي يو پر بل ډزي سوي .
د کندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق پېښه تاييدوي او وايي چي په دې پېښه کي څلور پوليس وژل سوي او دوه نور ژوبل سوي دي خو د پېښي د رامنځ ته کېدو د لامل څخه ناخبري ښيي .
کندهار ولايت مقام هم د يوې مطبوعاتي خبرپاڼي په وسيله پېښه تاييد کړې او وايي چي سيمي ته يې پلاوى لېږلى تر څو د پېښي په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړي .