کور / تازه خبرونه / د جوزجان والي : پر پښتنو جګړه تپل سوې

د جوزجان والي : پر پښتنو جګړه تپل سوې

د جوزجان والي محمدعالم ساعي وايي، چې د روژې په لومړۍ ورځ په ليلې دښته كې د ملااختر، ملاكريم او ملا ميرويس په مشرۍ ۳۰ وسله وال له خپلو وسلو سره د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.
نوموړي له خدمتګار سره په مرکه كې د سيمې له مخورو مننه وكړه، چې په هڅو يې وسله وال له سولې بهير سره يو ځاى شول:( دغو وسله والو د پيكا او راكټ لنچر په ګډون ۳۲ ميله وسلې او ۱۵ موټرسایکلونه هم دولت ته سپارلي دي.)
نوموړي وويل، چې ياد وسله وال غواړي د ليلې دښتې امنيت په خپله غاړه واخلي او دی د هغوى له رښتونولى هڅېدلی چې د دې سيمې امنيت ور وسپاري، خو په ورته وخت كې والي ساعي زياتوي، قانوني اصولو او مقرراتو ته په پام سره به له سولې بهير سره يو ځاى شوې دا ۳۰ كسيزه ډله څه مهال څارل كيږي او وروسته به ان وكولاى شي چې د ملي پوليسو په ليكو كې شامله شي.
والي دا هم وويل، چې دا و سله وال پخپله سيمه كې د روغتيايي او ښوونيزو پروژو او په تېره بيا د اوبو غوښتنه كوي، چې سيمه يې له وچكالۍ سره مخ ده.
د محمدعالم ساعي په خبره، پښتانه جنګ نه خوښوي، خو جګړه پرې تپل شوې ده او د ۳۰ وسله والو خوى او عاداتو وښودله، چې پښتانه سوله غوښتونکی قوم دى، خو كه خلك يې خپل عادي ژوند ته پرېږدي.
د نوموړي په خبره، دا ۳۰ كسيزه ډله هم ټوپك اخستلو ته اړه شوې او جګړه پرې تپل شوې وه، خو له دې وروسته به د خپلې سيمې امنيت ساتي او مرسته به په كې كوي.
والي دا هم وويل، چې د سيمې د مخورو په مرسته به په نږدې راتلونكي كې د وسله والو يو ۵۰ كسيزه ډله هم د سولې له بهير سره يو ځاى شي.
د هغه په وينا، ليلې دښته چې د مزار- فارياب لويه لار ترې تېريږي، د وسله والو فعاليتونو ناامنه كړې وه او له دې وروسته به پر ياده لار امنيتي پېښې كمې شي.
ليلې دښته د ناوړه پېښو ډېرې خاطرې پخپله غېږ كې لري، د وسله والو طالبانو او جنرال مالك د يوه تړون له مخې په زرګونو طالبان په كې د مالك له خوا په ډله ييز ډول ووژل شول او بيا د ليلې په دښته كې تر خاورو لاندې شول. د ۲۰۰۱ كال په وروستيو كې چې وسله والو طالبانو ماتې خوړله بيا هم د جنرال دوستم د دوه مخي تړون له مخې د تاشقرغان، كندز او مزار طالبان په ډله ييز ډول ووژل شول او وروسته يې كانټينرونو ته واچول او ليلې دښته كې يې وغورځول.
د دوستم له خوا د ډېر مهال لپاره د طالبانو مړو ته څېرمه سيمه كې وسله وال درول شوي وو او خلك يې نه پرېښودل، چې هغې سيمې ته ورشي، خو وروسته معلومه شوه، چې غوښتل يې په دې ډول د ډله ييزې وژنې جنايت پټ كړي