کور / تازه خبرونه / کندهار: دلېمې سهر دوژل کېدوخبري ……

کندهار: دلېمې سهر دوژل کېدوخبري ……

دننګر هار اوسېدونکې لېمه سهر چې اوس په کندهار کې استوګنه ده يوه شخصي تلويزوني شرکت دسندرو ويلو په سيالي کې درېم مقام ته ورسېده نن دورځي په اوږدو کې په کندهار ښار کې دهغې دوژل کېدو توده آوازه خپره شوه . ليمه سهر چې دختيځي پښتونخوا په لهجه خبري کوي په کندهار کې ځان دننګر هار ولايت اوسېدونکې معريفي کوي او اوس يې په کابل کې خپل ټاټوبى بدل کړى او وايي چې دا دکندهار اوسېدونکې ده . دغه سندرغاړې په لږ وخت کې ډېر شهرت موندلى او دکليوالو سندرو له کبله داورېدونکو خوښه ده . آوازه دځينو خبريالانو په مټ سړه شوه او اوس دهغې دژوند پخلى شوى . ځيني څېړونکي وايي چې لېمه سهر په دې ډول ځان مشهوره کوي او غواړي چې خپل نوم تر ډېرو کسانو پوري ورسوي . ويل کېږي چې نوموړې سندرغاړې له دې کبله دسندرو دسيالۍ درېيم قطار ته پورته شوې چې بله سياله ښځينه سندرغاړې په دې سيالي کې ورسره نه وه .