کور / هراړخیز / وچکالي

وچکالي

سریزه
وچکالي چې په انګریزي کې ورته Drought ویل کیږي د زمانې د داسې یوه واټن څخه عبارت دی چې په یوه سیمه کې خپل موجودیت ثابتوي کله کله یې مده میاشتو رسیږي خو کله کله د وچکالۍ زماني واټن تر کلونو پورې دوام کوي او هغه مهال واقع کیږي چې کله د اورښت د نه اوریدو له کبله د ځمکې په یوه سیمه کې اوبه کمې شي. وچکالي په عمومي توګه هغه وخت رامنځته کیږي چې د ځمکې پر مخ باندې د اورښت اندازه خپلې ټیټې کچې ته را ورسیږي چې دغه پدیده بیا په اړونده سیمه کې د اوبو لګولو، شنو بوټو او اهلي څارویو په ژوند باندې ژوره ناوړه اغیزه کوي. همدارنګه وچکالي د کلونو کلونو لپاره په یوه سیمه کې هم دوام کولای شي خو وچکالي که اوږدمهاله وي یا لنډمهاله د سیمې په کرنه، محلي اقتصاد، ټولنیز ژوند، چاپیریال، توریزم، زرغونوالي او اهلي څارویو او انسانانو باندې سختې ناوړه اغیزې پریږدي.
 
د زماني واټن له مخې د وچکالۍ ډولونه
وچکالي د زماني واټن له مخې په ډوه ډوله ده چې اوږد مهاله او لنډمهاله وچکالي ورته ویلی شو، لنډمهاله وچکالي د سیمې  په کرنه باندې سخت تاثیر اچوي او د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې چې هر کال د نړۍ ځینې برخې د لنډمهالې وچکالۍ له کبله زیانمنې کیږي چې په ځینو ځایونو کې ټولنیز ژوند له ګډوډیو، په ځنګلونو کې د اورلګیدنې او د اقلیم د استحکام د نشتوالي سره مخ کوي لکه د یوکراین ځینې سیمې چې تقریبا هر کال د دغه ډول وچکالۍ له موجودیت سره مخ وي.


اوږدمهاله وچکالي بیا د ځمکې په سر له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د هستوګنو وګړو مهاجرتونه له ځان سره لري او له خپلو سیمو څخه د وګړو د کوچ په لاره کې لوی لاس لري چې په نتیجه کې یې یوه لویه انساني فاجعه رامنځته کیږي لکه د افریقا ځینې سیمې چې د وچکالۍ له کبله د دغه ډول مهاجرتونو او له هغه وروسته د ستونزو او فاجعو شاهدې دي.
 
د وچکالۍ اغیزې
په دې کې شک نشته چې وچکالي له ځان سره ژورې ورانوونکې اقتصادي، کرنیزې، محیطي او روغتیايي ستونزې راوړي چې د اړوندې ټولنې وګړي د بیوزلۍ، خوارۍ، فقر، دربدرۍ او مهاجرتونو سره مخ کوي. همدارنګه سیمه ځپي، ښکلا او زرغونوالی یې له منځه وړي، اهلي څاروي یې له لوږې او قحطۍ سره مخامخ کوي او په هراړخیز ژوند یې سختې ناوړه اغیزې شیندي. په دې ځای کې ضروري ده چې د وچکالۍ د ځینو اغیزو په اړوند لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کړو:
• د اهلي حیواناتو لپاره د وښو او خوراکي توکو کموالی رامنځته کوي، همدارنګه په دښتو او غرونو کې وحشي حیوانات له منځه وړي،
• فصلون، باغونه او ونې وچوي او خوراکي توکي او میوې له منځه وړي،
• ګرد او غبار زیاتوي، اقلیم ته بدلون ورکوي او هر څه په ګرد او غبار لړلي وي،
• د ګرد او غبار توپانونه په سیمه کې را پیدا کیږي چې په نتیجه کې د هر څه ښکلا له منځه وړي او په وچکالۍ ځپلې سیمه کې وګړي له ګڼو روغتیايي او ټولنیزو  ستونزو سره مخ کیږي،
• د اوبو لګولو او څښاک لپاره اوبه کمیږي، د ځمکې په تل کې د اوبو اندازه ښکته ځي او بزګران د غذايي بدیل د نه موجودیت له امله د خوراکي توکو د نشتوالي سره مخ کیږي،
• په سیمه باندې د توریزم او هستوګنې برخو ته سخت زیان رسوي،
• په سیمه کې د کوچیانو ژوند ته په ځانګړې توګه صدمه رسوي، رمې یې له منځه ځي او د هغو وښو او څړځایونو اندازه کمیږي چې د دوی رمې او اوښان پکې څري،
• په سیمه کې مختلفو رواني، روغیتايي او محیطي ستونزو ته لاره پرانیزي،
• په سیمه کې له یوه ځای څخه بل ځای ته د هستوګنو وګړو د مهاجرتونو او انساني فاجعو د پیښیدو زمینه برابروي،
• د وګړو مرګ او مړینه په ټولنه کې زیاتیږي او ډول ډول ناتارونه انسانان د یوه غمجن حالت سره مخ کوي،
• د اوبو د کموالي له کبله په بندونو کې اوبه کمیږي او د بریښنا په فابریکو د بریښنا د تولید را کموي چې دغه کار بیا د سیمې صنعت او صعنتي پیداوارو ته سخت زیان رسوي،
• په سیمه کې د مار چیچلو پیښې زیاتیږي چې شاید تاثیر یې د سیمې په توده هوا کې د مارانو سخته تنده او د هغوی د حوصلې له منځه وړل وي،
• ټولنیزه ګډوډي رامنځته کیږي او د ټولنې د وګړو د ژوند د پرمختګ طبیعي بهیر له منځه وړي او د ځمکې پر مخ ډول ډول چټلۍ سر را پورته کوي،
• د اوبو او طبیعي سرچینو په سر باندې د سیمې د هستوګنو وګړو او هیوادونو تر منځ لانجې او جګړې زیاتیږي،
• په اور غورځونکو سیمو کې د آتش فشان پیښې زیاتیږي،
• په ځنګلي سیمو لکه د آسترالیا کې په ځنګلونو باندې د اور لګیدنې پيښې ډیریږي،
• په بحري سیمو کې  د اوبو کچه کمیږي چې دغه کار په بحري ترانسپورت او کب نیونې باندې ناوړه اغیزه کوي، د طبیعي ناورین سبب کیږي، د اوبو حیوانات له منځه وړي، د چاپیریال چټلتیا رامنځته کوي او داسې نور.


افغانستان او وچکالي
افغانستان هم د زمانې په مختلفو پړاونو کې د وچکالۍ څپو ځپلی خو تر ټولو سخته او ویرونکې وچکالي  د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د بدمرغې کورنۍ جګړې او سلګونو غمیزو سربیره زموږ د ټولنې د وګړو ژوند ګواښوي چې ځینې وخت یې اندازه زیاته وي خو ځینې وخت څه نا څه باران او واوره اوریږي. سږ یا ۱۳۹۰ کال بیا هم د دې اوږدمهالې وچکالۍ یوه خواشینوونکې څپه زموږ په هیواد راغلې ده چې د هیواد زیاتره برخې یې ځپلې، کرنه یې له منځه وړې، مالدارۍ ته یې سخت زیان رسولی، څړځایونه یې وچ کړي، د کوچیانو ژوند یې له رکود سره مخ کړی او د هیواد زیاته برخه آبي او للمي ځمکه د سپیرې وچکالۍ تر غبار او ګرد لاندې شپې او ورځې تیروي. همدارنګه د دې ویره شته چې د هیواد په زیاترو سیمو کې خدای مه کړه د لوږې، قحطۍ او بیوزلۍ له کبله انساني ناورین رامنځته شي.
په افغانستان کې د وچکالۍ یو لوی علت شاید بدمرغه اوږده داخلي جګړه، د بیګناه خلکو د وینو تویول، د مخدره موادو کرنه او استعمال، د طیبعي ځنګلونو پرې کول، له الهي احکامو څخه سرغړونه او د ښکیلو جنګي ډلو تر منځ د داسې ورانونکو وسلو او مهماتو استعمالول وي چې ډول ډول کیمیاوي باروت پکې کار شوي، زموږ له خلکو څخه یې د خپل طبیعي ژوند بهیر اخیستی او د نورو غمونو تر څنګ یې په دې هیواد کې د وچکالۍ، فقر، غربت، دربدرۍ او بیوزلۍ ناوړه پدیدو ته پخپله زمینه برابره کړې ده.


له وچکالۍ سره د مبارزې او مخنیوي لارې چارې
په دې کې شک نشته چې وچکالي د طبیعي ناورین تر څنګ یو الهي آفت هم دی چې د الله پاک له احکامو څخه د طغیان او سرغړونې په صورت کې انساني ټولنه ورسره مخ کیږي. نو له ګناهونو څخه ریښتنې او ټینګه توبه او په اخلاص د استسقا لمونځونه ادا کول، په هیواد کې د بې هدفه داخلي جګړو څخه لاس اخیستل، د سولې روښانه پلوشو ته زمینه برابرول، د مخدره موادو د کرنې، قاچاق او استمعال څخه ډه ډه کول، د بې ګناه انسانانو له آزار، وژنې او ټپي کولو څخه لاسنیوی، د طبیعي ځنګلونو له قطع کولو څخه مخنیوی او د علم او پوهې خواته د خلکو رابلل هغه لارې چارې دي چې موږ کولای شو د وچکالۍ د مخنیوي په لاره کې یې د لومړي ګام په توګه د یوه نیک پال په حیث و منو.
د لنډ مهال لپاره د وچکالۍ ځپلو، بیوزلو او مظلومو پرګنو ته لاس ورکول او له هغوی سره د عملي همکاریو له لارې غمشریکي او د الله دربار ته ریښتنې ژړا او زارۍ هغه څه دي چې موږ د هیلو یوې داسې څوکې ته رسوي چې د مهربانه خدای په بې شانه کرم له دغه لوی آفت څخه زموږ وګړي او ټولنه و ژغورل شي. د دومره پرمختګ څخه موږ پخپله ځانونه محروم کړي چې مصنوعي وریځې او باران په هغو سیمو راولو چې د وچکالۍ تر توندو یرغلونو لاندې شپې او ورځې تیروي، دا کار د اوس مهال لپاره د بختورو، علمي او پرمختللو ټولنو په برخه دی او موږ ته ښايي چې له دې خوب لیدنې څخه د فعلا لپاره تیر شو او راتلونکي علم پالې ټولنې ته یې پریږدو که نه دا کار هم د لنډ مهال لپاره یو موقتي حل کیدای شي.
خو د اوږد مهال لپاره ضروري ده چې د هیواد په غرونو او رغونو کې د ونو او بوټو کرلو، د اوبو د بندونو جوړولو او د کرنې په ځمکه باندې د عمراني چارو د مخنیوي په وسیله د خپل چاپيریال د ښیرازه ساتلو په بهیر کې هر هیوادوال په ملي او محلي کچه برخه واخلي او د خپل هیواد آبادولو ته مټې را بډ وهي چې دا کار تر ډیره حده د وچکالۍ مخنیوی کولای شي.


د پای خبرې
په لنډه  توګه باید وویل شي چې هر هیوادوال دنده لري چې له خپل هیواد څخه د نشه توکو د کرکیلې، استعمال او قاچاق بدنامي له منځه یوسي. د هیواد لنډ ماضي به د هر چا په یاد وي هغه دا چې کله په هیواد کې بدمرغې داخلي جګړې پيل شوې، د بې شمیره بې ګناه انسانانو وینې تویې شوې، د پوهې دروازې و تړل شوې او د هغه په څنګ کې د نشه توکو کرنې او استعمال دلته رواج و موند نو په افغانستان باندې د وچکالۍ توندو او بې رحمه څپو هم خوله لګولې او تر نن پورې په ډیر شدت او بد شکل سره  دوام لري چې بې شمیره غمونه، کړکیچونه، لانجې او ویرونه یې زموږ د ټولنې وګړو ته په میراث پرې ایښي دي.


اخځلیکونه:
ویکپیډیا
او لاندې بهرني مراجع            
1. ^ Living With Drought
2. ^ Australian Drought and Climate Change, retrieved on June 7th 2007.
3. ^ 2008: The year of global food crisis
4. ^ C.Michael Hogan. 2010. Abiotic factor. Ed. Emily Monosson. Encyclopedia of Earth. National Council for Science and the Environment, Washignton DC
5. ^ Drought affecting US hydroelectric production | Daily Estimate