د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه لراوبر ته په يوه رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي نن سهار وسله والواوافغان حکومت تر منځ د دې ولايت د شاه ولي کوټ پر ولسوالي د زرتالې په سيمه کي جګړه وسوه او تر ماځيګره پوري يې دوام وکړ .
خبرپاڼه ليکي چي په دې نښته کي شپږ وسله وال ووژل سول او يوشمېر وسلې او مهمات ونيول سول .
خو وسله وال طالبان د حکومت د دې ادعا يو مخ پر ضد خبري کوي او وايي چي په دې بريد کي د دوى لور ته کوم زيان نه دئ اوښتى او د بهرنيانو يو ټانګ يې ويجاړ کړى دئ .