په غزني ولايت کي ولسي وګړو د دوو تنو جسدونه د احتجاج په توګه د خوګياڼيو ولسوالۍ څخه راوړي او ويل يې چي يادکسان تېره شپه بهرنيانو د يوې چاپې پر مهال وژلي او پنځه نور يې د ځان سره بېولي .
د غزني ولايت امنيتي چارواکي هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چي وژل سوي کسان ولسي وګړي دي او بهرنيانو دا کار د دوى له اجازې پرته کړى .