ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی
سلطان محمد خان
سلطان مرادخان ثاني د۸۵۵ هجري کال د محرم الحرام دمیاشتې په پنځمه ،یا د ۱۴۵۱ عیسوي کال د فروری د میاشتې په نهمه په « اورنه » کې وفات شو . دهغه تجهیز او تکفین په پخوانی پایتخت «بروصا» کې ترسره شو ، دسلطان مرادخان د مړیني وروسته دهغه زوې شهزاده محمد دکوچنۍ اسیا د «ایدین » په ریاست کې و ، په دې وخت کې د شهزاده محمد عمر یوشت کاله او څو میاشتې و . ددې نه مخته هغه دخپل پلار په ژوندون دوه ځله په تخت ناست و ،کله چې ورته دخپل پلار مراد خان د مړیني خبر ور ورسید نو سمدلاسه په آس سپور شو او دهر څه د مخه یی داخبر ه وکړه :
«هغوې چې له ماسره مینه لري له ما سره دې را روان شي ( عثماني دولت )»
هغه د دانیال ددریاب څخه راتیر شو او اورنه ته راورسید. همدلته یی دتخت ناستې مراسم هم ترسره شول ، اوس نوهغه شهزاده محمد نه و بلکه سلطان محمدخان ګرزیدلي و. کله چې هغه د اورنه شاهي محل ته را ننوت نو ګڼ شمیر مینه وال یی و کتل . ملکه سروین چې د سربیا د پادشاه لارډ سټیفن لور وه او دسلطان مرادخان ثاني ښځه او د سلطان محمد میرنۍ مور وه… دخپل میرني زوې شهزاده محمد په تخت کیناستو باندې ډیره خوشحاله بریښیده . دملکې سروین د ګیډی نه د شهزاده محمد یو میرنی ورور هم پیدا شوې و خو په دې وخت کې دهغه یواځې اته میاشتې و . دملکې سروین نه علاوه دلته اغا حسن ، قاسم بن هشام ، طاهربن هشام هم دسلطان محمد د استقبال له پاره موجود وو . دوې د سلطنت د مشرانو او امراو په سلا د تاج پوشۍ ورځ و ټاکله . اودهغې ورځې له پاره یی هر ډول تیاري پیل کړه .
هغه وخت چې سلطان محمد خان دخپلې ځوانۍ په وخت کې دوه ځله په تخت کیناست خو دواړه ځله یی د نابرابرو شرائطو له مخې د سلطنت واګې بیرته پریښودې . لمړۍ ځل یی د لارډسلاس او هونیاډی د تړون ماتولو په اساس او دویم ځل په ښار کې د یني چري د بغاوت له امله . دواړه ځلې یی پلار مرادخان ثاني د سلطنت دخوندي ساتلو په خاطر مداخله کړې اوبیرته راستون شوې . په دې خاطر په عامو خلکو کې د ا اندیښنه راپیدا شوې وه چې سلطان محمد خان د سلطنت کولو د امورو وړتیا نه لري . اوس نو سلطان محمد خان دا ثابتول غوښتل چې په پنځلس کلنۍ کې چې ورته کوم سلطنت تر لاسه شوې و هغه وخت خبره بیله وه او اوس چې ددویشت کالو په عمر کې ورته یوځل بیا سلطنت تر لاسه شوې ، خبره بیله ده .اوس نو محمد کوچنی ماشوم نه و . هغه د تاج اغوستلو د جشن نه دوه ورځې مخته قاسم بن هشام خپل ځانته راوباله او د شاهانه دبدبې سره یی هغه ته ښه راغلاست ووایه . تاریخ لیکي چې :
سلطان محمد قاسم بن هشام ته وویل : «راځه …..قاسم بن هشامه راځه …. ګوره ! چې دوه ورځې وروسته زما د تاج اغوستلو چشن دې . اوس خو زه د عثماني سلطنت تاجداره اوسلطان ګرزیدلې یم . ته خو پوهیږې چې زما په اوږو څومره ستر بار اچول شوې دې ، مخکې له دې نه چې ما سلطان وګرزوی ما ته ستا مشورو ډیر ځواک او توانایی راکوله . په دې خاطر مې نن تاته زحمت درکړ تر څو دا ځل هم له ما سره قدم په قدم ملګرتیا وکړې ….»
قاسم د سلطان د لهجې څخه سخت حیران شوې و،ځکه هغه اوس هغه نوې ځوان شهزاده نه و چې د نن څخه شپږ کاله دمخه په تخت کینول شوې و . قاسم ته داسې محسوسیدله چې دکوم ستر شهنشاه اواز اوري ، دسلطان د لهجې څخه علاوه د سلطان په نور شخصیت کې هم ډیر بدلون راغلې و . دهغه په مخ باندې دځوانۍ تازه وینه او په سترګو کې شاهي دبدبه او جلال په کتلوسره قاسم داسې احساسوله چې دا ځل سلطان محمد خان د کوم ستر عزم اوهوډ سره یوځاې په سلطاني تخت باندې دکیناستو اراده لري . په دې خاطر یی پخوانۍ دوسته له یاده وویستله او په ډیر ادب سره یی وویل :
« درونده سلطانه !… عثماني سلطنت به ستاسې په څیر تاجدار باندې ویاړي ، زه داسې احساسوم چې قدرت به ستاسې په لاسو ډیره ستره کارنامه تر سره کوي ……تر هغو چې زما دخدماتو پورې اړه لري نوزه اوزما ټوله کورنۍ داسلام او عثماني سلطنت له پاره هر غږ ته لبیک وایی . »
قاسم د سلطان محمد خان سره دخبرو په وخت کې خپله پخوانۍ بې تکلفي له یاده ویستلې وه ،بلکه دشاهي ادابو د ټولو غوښتنو سره یوځاې یی دسلطان سره خبرې کړې وې ، څرنګه چې دوه ورځې وروسته د تاج دپه سر کولو جشن و نوپه دې خاطر سلطان ورته وویل :
قاسم بن هشامه !…. مونږ هر څه له یاده ویستلې شو خو د یني چري د یوشمیر ډلو بغاوت له یاده نه شو ویستلې . دهمغه بغاوت په پایلو کې ستا پلار او ورندار هم شهیدان شول او زه اوس هم دهمغو خلکو څخه چې هغه وخت یی په یني چري کې د بغاوت اور بل کړي و اندیښنه لرم . هسې نه چې دا خلک یو ځل بیا د سلطنت د انتظام دخرابولو له پاره هڅې وکړي ، دا ځل ما ته په دې خاطر مخکې تر مخکې را وغوښتې تر څو د راټوکیدلو اندیښونوپه اړه فکر وکړې ، زه غواړم چې ته د یني چری په هغو وګړو باندې څارنه وکړي چې مشکوک معلومیږي »
قاسم د سلطان محمد په ارادو باندې پوره پوره پوه شوې و .ځکه سلطان یوځل بیا قاسم ته د جاسوسۍ کار ورسپاره . اوپه خپله دقاسم په سترګو کې هم دا اړینه بریښیده . ځکه دسلطان مرادخان د مړیني سره سم همدا ډول خبرونه خپریدل چې په یني چري کې یو ځل بیا د بغاوت د اور بلیدو ته کار کیږي ، همدا علت و چې قاسم دا مسؤلیت ومانه اوسلطان ته یی وویل :
درونده سلطانه !…. ستا بصیرت ته احترام لرم . د تاج د په سرولو په ورځ د مخربو عناصرو څارنه ډیره اړینه ده . په حقیقت کې یو شمیر وګړي ستا دشخصیت او عزائمو څخه په ویره کې دي . هغوې نه غواړی ته دمسلمانانو قیادت سنبال کړې . خوداسې خلک هر څوک چې دې ، یوه خبره ډاګیزه ده اوهغه دا چې داډول وګړي د قسطنطنیی د پادشاه روزل شوي اولاسپوڅي عناصر او ځانګړی خلک دی »
قاسم تر ډیره پورې دسلطان سره په پټه توګه په ډیرو امورو باندې خبرې کولې اوبیا یی دهغه څخه اجازه واخسته اوبیرته راستون شو .
اوبیا د سلطان محمد خان د تاج دپه سرولو ورځ هم دعثماني تاریخ په پاڼو کې یوه نه هیریدونکې ورځ ده …..داسې ورځ چې دسلطان او قاسم بن هشام ټوله خواري یی په اوبو یوړه ،او دښمن دهماغه تاج پسرولو په وخت کې خپل کار انجام کړ.
دسلطان محمد خان دربار په جوش وخروش کې و . دسلطنت مشران ، وزیران ، امران ، دښار مشران اوسپین ږیرې ….. دسلطاني قصر په عام دیوان کې سره راټول شوي و . دا یوه پراخه اوغځیدلې برنډه وه . ددې ځاې څلورو خواو کې د غونډی ګډون کونکو ته ناست ځایونه جوړکړل شوي و . په دې وخت کې په دې عام دیوان کې د زرو څخه زیات وګړي ناست و . دسلطان په سر د عثماني سلطنت تاج کیښول شوې و . تر ټولو د مخه د شاهي کورنۍ غړو سلطان ته دمبارکۍ له پاره را روان و . د څو مشرانو ، ښځو اونرو وروسته د ملکې سروین د مبارکۍ ورکولو وخت راغې . دا دسلطان مراد خان ښځه او دسربیا دپادشاه لارد سټیفن لور او اروپاې نژاده وه ، ډیره ښایسته او حسینه ښځه وه ، ملکې سروین ته سلطان محمد خان ډیر ګران و . هغې دهمغې لمړۍ ورځې را هیسې دسلطان محمد خان سره مینه اومحبت کاوه ، ملکه سروین رامخته شوه او دګلونو یوه ګیډۍ یی د سلطان محمد خان په لاسو کې ورکوله چې یو ناڅاپه تم شوه . هغې لا د څه ویلو له پاره خپلې شونډی نه وې پرانستې چې دعام دیوان څخه بیرون یو ناڅاپی شور اوغوغا جوړه شوه،ملکه سروین په خپل ځاې ودریده ، دسلطان په تندي باندې هم لیکي راپیداشوې . لږ څه په قهر اوغصې سره یی حکم وکړ :
« دا کوم ګستاخه انسان دې ؟ …. چې زمونږد تاج د پسرولو په جشن کې په خپل کرغیړن اواز سره بدشګوني خپروي …..هغه و نیسۍ او زمونږ مخې ته یی راوړئ …»
ګڼ شمیر سپاهیان د برق په څیر د عام دیوان مخې ته ور و ځغلیدل ، د سلطان سترګې هم د بیرون په لور نښتې وې . دسلطان په مخ باندې د حیرانتیا تر څنګ قهر او غصه هم خپره شوې وه . ددربار ټول کسان په خپلو خپلو ځایو کې سره خوزیدل. دلږ څه ځنډ نه وروسته دسلطان عسکرو یو زوړ «خواجه سرا» دلاسونو څخه نیولې و او دسلطان مخې ته یی راوړ. خواجه سرا په خپلو دواړو لاسونوکې کوم څیز نیولې و چې په کالیو کې یی را تاو کړې و . داسې بریښیده لکه خواجه سرا چې کوم تیخور ماشور را خستې وې. زوړ خواجه سرا په ژړا ژړا سره دربار ته را ننوت ، هغه د شاهي عتاب هم څه پرواه و نه کړه ، دربارته د را ننوتلو سمدستي وروسته یی په واویلاو پیل وکړ او ملکې سروین مخې ته ورغې او په مخ وهلو یی لاس پورې کړ ، ملکې هغه دپخوا څخه پیژانده اودهغه په دې کار باندې ډیره حیرانه ولاړه وه . ځکه هغه ددې خاص خواجه سرا و …..« ځانګړې خادم » ، ملکې چې دهغه په لاسو کې تیخور ماشوم وکوت نو ولړزیده ، هغه هر څه له یاده وویستل اوپه ژړا یی منډه کړه او دخواجه سرا لورې ته ورغله . دهغې زړه په زوره زوره دربیده . یقیننا چې د خواجه سرا په لاسو کې نوې پیدا شوې شهزاده و . دا دسلطان محمدخان میرنې ورور و چې تر اوسه یی شیده خوړل . او ملکې سروین د ګیډي څخه راپیدا شوې و . ملکه زیړ مخ د خواجه سرا په لور ورغله او خپل کوچنې یی دهغه دلاسو څخه راواخست .
دې پیښې په دربار باندې عجیبه اغیز کړې و ،خلکو د خواجه سرا په لاسو کې دماشوم د راوستو د انداز څخه داسې انګیرلې وه چې د خواجه سرا په لاسو کې د ملکې سروین د تیخور کوچني لاش پروت دې . په دې وخت کې دسلطان محمد عمر په سختۍ سره تر دوویشت کالو پورې رسیده . هغه ددې حالاتو څخه سخت اندیښمن شوې و . هغه په دې نه پوهیده چې دا ټول هر څه دومره په ناڅاپه توګه څنګه پیښ شول . ملکې چې کله خپل مړ ماشوم په لاسو کې واخست نویوه زړه شکونکی چغه یی ووهله او ټول وجود یی په لړزان شو . ملکې وکتل چې دهغې تیخور ماشوم چې عمریی اته میاشتې و وژل شوې دې . داڅه ډول داسې په ناڅاپي توګه مړ کړل شو ؟ ما خو لږه شیبه مخکې خپل دغه نوې شهزاده په خندانه خوله اوخوشحالۍ سره پری ایښې و اودلته راغلی وم . لږه شیبه مخکې دغه نوي شهزاده دخپلې مور سره لوبې کولې ، بیا دا هر څه څنګه په ناڅاپي ډول مخته راغلل چې خواجه سرا د هغه معصوم لاش په لاسو کې ونیوه او ډک دربار ته راغې . ملکې د دربار د حاضرینو څخه د پروا کولو پرته ژړل . هغه یوه مور وه او کوچنې شهزاده دهغې دزړه ټوټه وه . سلطان په ډیر بد حالت کې واقع شوی و . دا دهغه د تخت دکیناستو لمړۍ ورځ وه . ناڅاپه یی په زړه کې را وګرزیدل چې د خواجه سرا څخه حقیت معلوم کړي ، په دې اساس یی لږ څه په نرمه لهجه د خواجه سرا څخه و پوښتل :
«خواجه سرا …… دا هرڅه ،څه ډول مخته راغلل ؟ ….. مونږ ته حقیقت ووایه …. ترڅو مونږ ددې معصوم قاتل همدا اوس او په همدې وخت کې جهنم ته ولیږو او دخپل دغه کوچنی ورور بدل واخلو .»
دسلطان دخبرو په اخري الفاظوکې غورس و . خو دخواجه سرا دخبرو په اوریدو سره دسلطان دپښولاندې زمکه و تښتیده ، سمدلاسه را کوز شو اوپه زمکه و درید اوبیا لږه شیبه وروسته ټول دربار دهغې څپیړې اواز واورید چې سلطان پرې هغه زوړ خواجه سرا وهلي و….ځکه چې خواجه سرا سلطان ته ویلي و.« واه ! سبحان الله ، قاتل هم پوښتنه کوی چې کوچنې شهزاده چا وژلې دې ؟…. اې د دربار ناستو خلکو !….زه ګواهي ورکوم چې ….دغه معصوم او نوې کوچني شهزاده ستاسې دغه نوي سلطان وژلې دې ….زه ګواهي ورکوم …..زه ګواهي ورکوم ……»
خواجه سرا چیغې اوسوری وهلې او د دربار ټول میلمانه هک پک حیران ولاړ و، خواجه سرا د ډیرې بې ادبۍ او بداخلاقۍ څرګندونه کړې وه ، هغه شاهي عتاب او قهر ته په ډاګیزه توګه بلنه ورکړې وه ، هغه په دربار کې او د تخت دکیناستو په همغه لمړۍ ورځ اولمړي ساعتو کې پر سلطان محمد باندې دخپل کوچني ورور د قتل الزام لګولې و . ملکه سروین ددې خبرې داوریدو سره خاموشه شوه او په برندو سترګو یی د سلطان په لور کتل . دلږ وخت له پاره دسلطان په ګډون ټول دربار داسې و لکه مار چې خوړلې وې . هر څوک په خپل خپل ځآې کې په فکر کې ډوب وو…..اوس به څه کیږي ، ملکه خود بې هوشۍ په حال کې وه او دخپل کوچني معصوم ماشوم لاش یی دسینی سره کلک نیولی و او په ډیرو حسرتناکو سترګو یی دسلطان په لور کتل . ځکه هغه د سلطان د تاج دپسرولو په خاطر دهغه دمبارکۍ له پاره دربار ته راغلې وه. زوړ خواجه سرا لا تر اوسه په دربار کې لوڅې پښې ولاړ و . او ددربار میلمانه پټه او چپه خوله دسلطان دحکم منتظر ولاړ و .
په همدې وخت کې یو زوړ سردارد دخپله ځایه پاڅید او سلطان ته یی وویل : « درونده سلطانه ! …. ددربار میلمانه د سلطان د حکم انتظار کوی ….او ټول خلک غواړی په دې و پوهیږې چې سلطان دخپلې تاج پوشۍ په لمړۍ ورځ ولې ددې کوچنی شهزاده د وژلو حکم صادر کړې و …..»
اوس نو دسلطان محمد له پاره ددې نه زیات خاموشه پاته کیدل د زغم وړ نه و . یو ناڅاپه یی خپله شاهي چپنه را تاوه کړه او بیرته د تخت په لور ورغې . اوپه ډیره جارحانه توګه په تخت ور وخوت . خو په تخت د کیناستو په ځاې و درید او په ټولو درباریانو یی یو نظر و ځغلاوه . بیا د یوه زخمي زمری په څیر و غورید او ویی ویل :
« زه حکم کوم چې ….. همدا اوس اوهمدا شیبه د معصوم شهزاده قاتل په زنځیرونو تړلې زمونږ مخې ته راحاضر کړئ ،….. مونږ پوهیږو چې هغه دکوم شیطان په حکم سره داډول کرغیړن کار تر سره کړې دې . زه به د معصوم شهزاده دقاتل سره په خپله توره باندې قلم کړ م .»
سپاهیانو دمحل دننۍ برخې ته ورمنډې کړې ، خو سلطان بیرته را وڅرخید او د خواجه سرا څخه یی وپوښتل « مونږ د معظمې ملکې خواجه سرا ته دهغه دګستاخۍ په اړه بښنه کوو ….. اودخواجه سرا څخه غواړو چې ووایی چې هغه ته څه ډول دمعصوم شهزاده د قاتل په اړه معلومات تر لاسه شوی دي ….؟»
اوس نو خواجه سرا هم دخپل جذباتي کیفیت څخه لږ څه راوتلې و. ترڅنګ یی دسلطان لهجې هم هغه ډاډمن کړې و چې هغه د تحقیق پرته په نوي سلطان باندې دخپل کوچني ورور د وژلو تهمت تړلې و اوپه دې توګه یی خپل مرګ ته بلنه ورکړې وه . خوکله چې سلطان هغه ته بښنه وکړه نو هغه بیرته را ژوندې شو او په لړزیدلې اواز یی وویل :
«درونده سلطانه !… زما د ګواهۍ سبب داو چې ماته د نوي شهزاده قاتل دهغه د وژلو وروسته وویل چې هغه شهزاده د سلطان په حکم وژلې دې ..»
دخواجه سرا د خبرو په اوریدو سره سلطان ولړزید ، هغه په سخت اواز سره په بې اختیاره توګه وویل:
« هغه بدبخت څوک دې چې پر مونږ یی داسې ناروا الزام لګولې دې ؟ او ددې معصوم په پاکه وینه یی لاسونه سره کړي دي ؟ ،،،»
دسلطان په مخ د ځوانۍ جوش د شاهي جلال په بڼه را ښکاره شوی و . او په دربار کې هر کس په خپل ځاې باندې ګم سم ولاړ و . د خواجه سرا حالت هم دمخکې څخه بدل شوې و ، اوس نو هغه په خپل مخکیني کړچار باندې پیښمانه معلومیده ، هغه په نښتې ژبه باندی یو ځل بیا وویل :
« درونده سلطانه ! … دغه معصوم شهزاده د یني چري سپه سالار د شاهي کنیزانو څخه ستا په حکم تر لاسه کړ اوبیا هغه سفاکه او ظالم انسان هغه له ځانه سره حمام ته یوړ او هلته یی د اوبو په ډنډ کې غرق کړ ….»
په دې وخت کې د ټول دربار مخه د معظمې ملکې په لور شوه ، ځکه چې ملکه په ولاړه ولاړه يو دم په زمکه راپریوته او بې هوشه شوه . سلطان سمدلاسه ورمخته شو او پخپله یی ملکې سروین ته اوږه ورکړه ، دلږ ځنډ وروسته ملکه په خپلې خانګړې خونه کې د شاهی طبیبانو تر علاج لاندې وه . لا تر اوسه دربار نه و رخصت شوې . سلطان د خواجه سرا څخه د پیښې په اړه ټول معلومات تر لاسه کړي و او د یني چري سپه سالار په اړه یی حکم وکړ چې زنځیر تړلې یی د سلطان مخې ته راوړي . خو پخوا تر دې چې د سلطان ددې حکم دتعمیل له پاره سپاهیان ولاړ شی ، بهرام خان په خپله د یني چري دغه قاتل سپه سالار زنځیر تړلې د سلطان مخې ته راوست . سپه سالار پرته له کومې ویرې د سلطان دربار کې و درید…. دسلطان مخ تک سور شوې و . او سترګي یی د اور په څیر انګار ګرزیدلې وې . هغه د یني چري ددې سپه سالار په دې جرءت باندې حیرانتیا هم وښوده او ډیره بې حده غصه هم ور ته راغله . ځکه هغه دخپله اړخه داسې ښووله چې هیڅ ډول ظلم او تیرې یی نه دې کړې . بلکه هغه څه یی چې یی کړي دي بلکل درست اوسهي یی کړي دي ، دسلطان له پاره د سپه سالار انداز د پریښونکي په څیر و په دې خاطر ورته سلطان په ډیر سختو الفاظو کې وویل :
« سپه سالاره ! …. مونږ ته یواځې په دوو ټکو کې ځواب راکړه . ایا تا زما د کوچني ورور د وژلو سفاکانه او ظالمانه جرم تر سره کړې دې ؟ ….یا نه ؟»
« هو! ما دا کوچنې شهزاده وژلې دې ….. خو ددې کار په تر سره کولو کې ما کوم جرم نه دې کړې ، هغه څه چې ما کړي دي د سلطنت د بهبود له پاره مې ترسره کړي دي ځکه چې په عثماني سلطنت کې تل دا ستونزه راپیدا کیږي چې دسلطنت شهزادګان د تخت او تاج د تر لاسه کولو له پاره دټول قوم اوولس په مقدراتو باندي لوبي کوي ….
« خاموش ! …ته د ادابو دحد څخه تیریږي …. تا نه یواځې کوچنی شهزاده وژلې بلکه پر مونږ دې د درواغو الزام هم لګولې دې ، چې دهغې په اساس دملکې خواجه سرا او د دربار یوشمیر نور وګړي مونږ له تاسره په دې کار کې شریک ګڼی …… حال داچې مونږ په دغه ډک دربار کې خپل خداې حاضر اوناظر ګڼو او دا سوګند یادوو چې مونږ ددې سفاک ددې وحشت څخه بلکل بې خبره وو …….. اوستا دا جسارت هم دبښلو وړ نه دې چې تا په ال عثمان باندې دتخت و تاج له پاره په خپل منځې جنګړو کولو ولګاوه ….مونږ تاته د مرګ د سزا د اورولو نه مخته دا پوهیدل غواړو چې ته د چا له پاره کار کوې د دقسطنطنیی د قیصر له پاره او که د هنګری د پادشاه هونیاډی له پاره ؟ »
سلطان ، سپه سالارته په یوه ډول دمرګ سزا واوروله ، خوپه حقیقت کې هغه لږ څه په ویره کې و . هغه په دې پوهیده چې دیني چري دفوځ په څیر دغسې یو ستر سپه سالار ته دسلطان د تخت ناستې په لمړۍ ورځ د مرګ سزا ورکړل شي نو په دې فوځ کې به یو ځل بیا بغاوت را ولاړ شی . نن دسلطان له پاره دخپل زوند سخترینه لمحه تر مخه وه . داسې لمحه چې په اړه یی ویل کیږي ( نه جاې رفتن…. نه پاې ماندن ..) ، اوس که چیرې هغه د نوي شهزاده د سفاکانه وژلو بدله دسپه سالار څخه نه اخلي نو په درباریانو او نورو خلکو کې به ډیره سخته غصه اوقهر را وپاریږي ، اوبیاپه ځانګړې توګه دهغه میریزه مور ملکه سروین دخپل تیخور کوچنې ماشوم څخه د بې برخې کیدو نه وروسته بې هوشه پرته وه اوپه خپله سلطان ته هم خپل کوچنې ورور ډیر ګران اومحبوب و ، په دې خاطر یی هغه سپه سالار ته ډیره غصه راتله خو خپل ځان یی بې وسه احساسوه . هغه د سپه سالار څخه په دې خاطر دا پوښتنه کړې وه تر څو د عسیویانو سره د سپه سالار اړیکي را ډاګیزه شي اوبیا ددې سفاک څټ په اسانۍ سره پرې کړل شي … خو سپه سالار یوځل بیا همغسې ځواب ورکړ :
« درونده سلطانه ! …. سلطان بایزید یلدرم چې څنګه په تخت کیناست نو تر ټولو لمړۍ یی خپل کشر ورور شهزاده یعقوب دهمدې مقصد له پاره وواژه دکوم له پاره چې ما دا کار ترسره کړې دې . ځکه دهغې ددربار علماو فتوې ورکړې وه چې …… الفتنة الشد من القتل …. قتنه د قتل څخه ډیره بده ده. په دې خاطر یی شهزاده یعقوب پرته له کوم دلیله ووازه . ترڅو په راتلونکې کې کومه فتنه را ولاړه نه شی . ما هم دهمدې مقصد له پاره د کوچني شهزاده ژوند پاې ته ورساوه تر څو سلطنت د راتلونکې پیدا کیدونکې فتنې څخه خوندي پاتې شي .»
دسپه سالار ځواب ډیر عجیب و غریب و ، سلطان ورته په ډیره بده خوا وویل :« ته بلکل درواغ وایی ، داسلام په مفتیانو باندې ناروا الزام لګوي . دا د مسلمانو سلاطینو کار نه دې بلکه د مصر د فرعونانوکار دې چې کوچني ماشومان دخپل تخت او تاج دخوندي ساتلو په خاطر وژنې . مونږ تا په هیڅ صورت نه شو بښلې ،که څه هم زمونږ دا ټول سلطنت پرې له منځه ولاړ شي .
سلطان ډیر کلک عزم او هوډ کړې و او دتیږې په څیر یی په سخته لهجه جلاد ته حکم وکړ چې هغه دې د سپه سالار سر قلم کړي او دمعظمې ملکې په پښو کې دی یی کیږدي . دسلطان دحکم د اوریدو سره سم سپه سالار د لمړي ځل له پاره په ویره کې شو اوپه ډیره مضطربه توګه یی سلطان ته مخ کړ اوورته یی وویل :
« درونده سلطانه ! …ته د یو تیخور کوچني په بدل کې دعثماني سلطنت د ستر فوځ یني چري راتلونکې په داو ږدی .او دا کار به دقوم اوولس له پاره ډیر زیانمن ثابت شي . په دې توګه به لکه دپخوا په شان په فوځ کې یو ځل بیا بغاوت را ولاړشي ، ماته د خپل ځان په اړه غم نه شته . زه د معظم سلطان دحکم سره سم دخپل څټ پرې کولو ته تیار یم ،خو په دې توګه به سلطنت ته ډیر زیات زیان اونقصان ور رسیږي .»
په حقیقت کې د سپه سالار خبرې پټ ګواښونه وو چې سلطان پرې ډیر ښه پوهیده . خو اوس هغه پریکړه کړې وه اوویلي یی چې په هیڅ صورت به دا ظالم اوسفاک نه بښي . دسلطان د حکم سره سم جلاد هملته د سپه سالار دکار دپاې ته درسولو له پاره را حاضر شو ….خو پخوا تر دې چې هغوې دې په زنځیرونو کې تړلې سپه سالار دژوند څخه بیغمه کړي …. د یوه اړخه قاسم بن هشام مخته راغې اوسلطان ته یی عرض وکړ چې :
« درونده سلطانه ! د یوه سرکاري سراغ رسان په توګه زه د سلطان څخه اجازه اخستل غواړم چې هغه دې دغه مجرم د لا زیات تحقیق له پاره ماته حواله کړي . تر څو دهغه څخه معلومات تر لاسه کړل شی چې دا مذموم او کرغیړن عمل یی دچا په اشاره سره تر سره کړې دی .؟ »
په حقیقت کې قاسم د سلطان ستونزه حل کړې وه . که په د ې توګه په ریښتیا هم د سپه سالار اړیکي د کومې مسیحې ډلې سره ثابتي شي نو بیا به دیني چري د سالار د وژلو کار په ډیره اسانۍ سره تر سره شي . دبله اړخه سلطان ته د قاسم په دې وړاندیز حوصله تر لاسه شوه اوداسې ورته څرګنده شوه لکه د رحمت ملائکه چې یی بسپنې ته را رسیدلې وي . سلطان سمدلاسه حکم وکړ چې د کوچني تیخور شهزاده قاتل د قاسم بن هشام سره یوسئ . ددې وروسته سلطان خپل دربار رخصت کړ . نن د تاج د په سرکولو ورځ وه اوهمغه څه په کې وشول چې سلطان او قاسم بن هشام ترې ویریدل . سازشي او غدارو عناصرو خپل کار تر سره کړې و او دسلطان له پاره یی په همغه لمړۍ ورځ ډیره ستره ستونزه راپیدا کړې وه ، دا مسئله بلاخره د قاسم بن هشام په واسطه حل شوه او هغه د کوچني شهزاده سفاک قاتل د خپله ځانه سره د پټې محکمې تاخانې ته یوړ .
دلته په راتلو سره قاسم بن هشام ټول سپاهیان رخصت کړل . اوکله چې تا خانه خالي شوه نو قاسم بن هشام سپه سالار ته وویل : « سپه سالاره ! تا د پادشاه ورور وژلې دې ، اوپه خپلو لاسو دې وژلې دې،ته خو پوهیږې چې ته د مرګ څخه خوندي کیدې نه شې . خو ستا دخوندي پاته کیدو له پاره یواځې یوه لاره شته اوهغه داچې زه تاته ددې ځایه د تیښتې لاره پرانزم . زه له تاسره کومک کولو له پاره تیار یم ، خو په دې شرط چې ته به ماته یوه خبره کوې ..»
« قاسم بن هشامه ! زه پوهیږم چې ته له ما څخه څه غواړې . ته به له ما څخه دا خبره راباسې چې زه ووایم چې زه د عیسویانو جاسوس یم . خو دا به ستا ډیره غلطه انګیرنه وي ، زه اوس هم په همغه خبره ولاړ یم چې دسلطان ورور مې دسلطنت د خیر ښیګڼې له پاره وژلې دې .»
سپه سالار د قاسم د هیلو نه زیات چالاکه و خوت . خو قاسم خپل همت له لاسه ورنکړ او یو ځل بیا یی ورته وویل :
« ماته له تا څخه دکومې خبرې د راویستلو اړتیا نه شته . زه ډیر ښه پوهیږم چې ته د چا له پاره کار کوې . زه په دې هم خبر یم چې ستا اصلیت د کومه ځایه دې . او په یني چري کې څه ډول ور ننوتې یی. شاید تاته به ډاګیزه شوي نه وي چې هغه څوک چې د لمړي ځل له پاره یی د ابوجعفر او سلیم پاشا دمخونو نه پرده لرې کړه هغه زه وم . ما ته په دې اړه هم معلومات شته چې د سلطان مشر ورور علاوالدین په خپل طبیعې مرګ نه دې مړ شوې بلکه هغه وژل شوې دې . ته په کومه غلطه انګیرنه کې ځانه مه غورزوه . زه غواړم له تاسره یوه سودا وکړم . ماته دخپل یو ذاتي دښمن په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو اړتیا ده . ددې په بدل کې زه تا ته د «اورنه » څخه د وتلو لاره پرانستې شم .
اوس دقاسم دخبرو په اوریدو سره د سپه سالار زړه درزار پیل کړ . هغه ته د قاسم په خبرو کې ریښتیاوالې احساسیده . هغه په دې هم پوهیده چې د قاسم دښمن څوک و . هغه به څنګه اوڅه ډول ابوجعفر له یاده ویستلې وې چې د پریښودو او ازادولو له پاره یی څو کاله مخته ، په یوې تیارې شپې اورنه په شمالي کلا باندې حمله کړې وه …. هو!….دا سپه سالار همغه شخص و چې نقاب پوښه ډله یی د شپې په تیاره کې دابوجعفر پسې ولاړل اوهغه یی د قاسم د بندي خانې څخه خلاص کړ ، دسپه سالار قصه ډیره لنډه وه . هغه په قسطنطنیه کې پیدا شوې و . هملته روزل شوې و ، کورنۍ یی د قیصر نژدې دوستان و . په دې خاطر قیصر هغه د یوه ستر کار له پاره مؤظف کړې و . اوهغه ستر کار داو چې هغه دې په کوم جنګ کې په مصنوعې توګه ځان بندي کړی او دسلطان په یني چري کې دې ځان ور ننباسي . اوبیا هغه همداسې وکړل . ددې یو علت دا و چې دسلطان یني چري په اصل کې د عیسوی بندیانو څخه جوړ کړل شوی و ، همغه بندیان چې په جنګ کې به نیول کیدل اوبیا به د روزنې او مسلمانیدو له پاره په یني چري کې ورداخلیدل . کله چې سپه سالار د قاسم دخولې څخه داواوریدل چې قاسم دهغه په اړه په هر څه پوهیږي نو روح یی په لړزه شو . هغه ته داسې څرګنده شوه لکه سلطاني توره یی چې په سر سپره وی . سمدلاسه یی پریکړه وکړه چې د قاسم سره به مرسته کوي اوبیا به داورنه څخه د تیښتې هڅه کوي ، په همدې فکرونوکې ډوب شو اوبیا یی وویل :
« ددې خبرې له پاره به څه ډول ثبوت موجود وي چې تاته ددښمن د پتې د ښوولو وروسته به ته ما پریږدې ؟ »
د قاسم غشې سهي په نښه لګیدلې و . ګویا سپه سالار اعتراف کړې و چې هغه د قیصر جاسوس دې ، دهغه ددې پوښتنې په ځواب کې ورته قاسم وویل : « زما په سودا باندې یقین کول ستا مجبوري ده ،که چیرې ته پرې یقین نه کوې نو مه یی کوه . زه به له تاڅخه د خپل دښمن پته اودرک تا ته د اذیت د درکولو په اساس هم واخلم . اوس چې ستا څنګه خوښه وي …»
د قاسم په خبرو کې وزن و .او سپه سالار دا وزن ډیر ښه محسوساوه . هغه په ډیره بې وسۍ سره دقاسم په لور وکتل او ورته یی وویل : « ته سهي خبره کوې . پر تا باور کول زما مجبوري ده . ته زما د لاس اوپښو زنځیرونه پرانیزه . زه له تاسره د تعاون کولو له پاره تیار یم .»
قاسم دهغه ټول زنځیرونه پرانستل . یواځې په لاسو کې یی ورته هتکړۍ پریښودې تر څو حمله ونه کړاې شي . د هغه تر څنګ په فرش باندې کیناست ، په دې وخت کې سپه سالار وویل :
« ابوجعفر ما د جمعې په شپه ستا له بنده ازاد کړ ، ما اوزما ملګرو د نیمي شپې نه وروسته په شمالي کلا حمله وکړه ، هلته شته ساتونکې مو ووژل او د کلا د تاخانې څخه مو ابوجعفر ازاد کړ ،بیا د کلا د دیوال په لور دښاره بیرون کوز شو ، د ښاره بیرون د البانوي کنیزې دلور « مارسي » دسپرلۍ ګاډۍ د څو ساتونکو سره یو ځاې زمونږ منتظر وه . …..»
سپه سالار همدومره خبره وکړه چې د قاسم ماغزه لرې لرې ولاړل . ایا ابوجعفر مارسي دخپله ځانه سره وړې ده ؟ ایا تر هغه وخته پورې مارسي ژوندۍ وه ؟ ….. د قاسم په مغزو کې دا پوښتنې یوپه بل پسې راولاړیدې. په دې اساس یی ترې په بې صبرۍ سره وپوښتل :
« دا څه …..دا ته څه وایی ؟ ایا د البانوي کنیزې لور مارسي تر دې وخته پورې ژوندۍ وه .»
هو ! هغه زخمې وه ، خوبیا پوره روغه رمټه شوې وه . مونږ هغه په یو غواي ګاډی کې واچوله او دالبانیه په لور مو ولیږله . مونږ نیغ په نیغه د البانیه لاره وانه خستله . بلکه لمړۍ مو د کوچنۍ اسیا په لور پنځه سوه واټنه لاره ووهله اوبیا د یوه اوږد موړ نه د راګرزیدو وروسته د بالقان دغرونو په لور ولاړو ، هلته دبالقان غرونو ته د ورسیدو وروسته ما ابوجعفر ته خداې پاماني وویله . او بیرته اورنه ته راستون شوم. په هغه وخت کې زه سپه سالار نه وم ، بلکه خواجه خیري سپه سالار و ،په دې خاطر زما په غیر حاضرۍ باندې دچا سترګې و نه لګیدې .»
په قاسم د حیرانتیاو غرونه را پریوتې و ، هغه په خپل ځاې ناست ناست مضطرب ګرزیدلې و . مارسي دهغه لمړنۍ محبت ، هغه تر اوسه ژوندۍ وه ، خوشپږکاله مخته هغه مارسي په مړو کې شمیرلې وه . اوبیا کله چې دهغه خاص سړی د البانیا څخه د بیرته راستنیدو په وخت کې هغه ته ویلي و چې سکندر بیګ د مراد خان ثاني قاصدان شهیدان کړي او دا چې مارسی هلته په البانوي قصر کې نه شته . نوهغه متیقین شوي و چې مارسی مړه شوې ده ، خو نن د سپه سالار دخبرو د اوریدو وروسته دهغه اوسان ورخطا شوي وو. ځکه چې اوس نژدې شپږ کاله وروسته هغه ته دمارسی د ژوند په اړه خبر رسیدلې و. هغه ډیر زیات نا ارامه و . اوغوښتل یی چې په څه ډول ددې ځایه والوزې او مارسي ته ځآن ورسوي . خو دا ورته ډاګیزه نه وه چې مارسی چیرې ده . هغه په ډیره جذباتي توګه وویل :
« ایا تاته ددې البانوي کنیزې د لور په اړه څه معلومات شته چې هغه اوس چیرې ده ؟او ابوجعفر هغه چیرې وړې ده ؟ »
« هو ! ماته معلومه ده چې ابوجعفر هغه البانیی کې سکندربیګ ته ور رسوله .»
« خو اوس هغه په البانیه کې نه شته ، ما یی پخپله پوښتنه کړې ده ….» قاسم ترې په پوره ناقرارۍ سره وپوښتل ، اوس نو سپه سالار دقاسم حالات په کلکه څارل . هغه کتل چې قاسم دمارسی د نوم په اخستول سره جذباتی کیږي خو هغه ته د مارسی په اړه ددې نه زیات معلومات نه و . همدومره پوهیده چې ابوحعفر له ځانه سره البانیا ته یوړه . بیا هغه لږ څه په ناهیلۍ سره وویل :
« ماته د مارسي په اړه ددې نه زیات معلومات نه شته . خوما ته د ابوجعفر په اړه معلومات شته چې هغه اوس کوم ځاې کې دې .»
د قاسم له پاره دا خبره هم ډیره په زړه پورې وه . دهغه دبدن ویښتان راپورته شول او په پوره توګه یی دهغه خبرو ته غوږ کیښود سپه سالار ورته وویل :
« اوس ابوجعفر دقسطنطنیی په ستر کلیسا کې « ایا صوفیا » کې میشت دې . دهغه اصلي نوم « ډیمونان » دې ، هغه اوس په ایا صوفیا کې ډیر ستر « بطریق » دې . ډیمونان دخپلو پخوانیو کارنامو په اساس د بطریق اعظم او شهنشاه سره ډیر ې نژدې اړیکي لري . خو اوس هم دهمغه جاسوسۍ د نظام سره تړاو لري .
دقاسم له پاره دا معلومات ډیر دحیرانۍ وړ و . د ابوجعفر داصلیت په پوهیدو سره هغه د اور سره سکروټه وګرزیده . هغه ته داسې ډاګیزه شوه چې که هغه تر ابوجعفره پورې ځان ورسوی نو ګویا تر مارسی یی ځان ور رسولې دې. قاسم دسپه سالار څخه ددې نه اخوا نور څه پوښتنه کول نه غوښتل . خوبیا یی هم تر ډیره وخته پورې د سپه سالار سره په مختلفو موضوعاتو خبرې اترې کولې . هغه دسپه سالار څخه دا هم را برسیره کړل چې په اورنه کې اوس د قیصر څومره جاسوسان په خپلو دندو کې مصروف دې . د سپه سالار څخه د ټولو رازونو د څرګندولو وروسته قاسم دهغه ځایه راپورته شو او روان شو ،سپه سالار هم په ډیره بیړه راپورته شو اوویی ویل :
« دا څه دي ؟ …..ته ځې …. او هغه ستا سودا …..؟ زما به څه کیږي ؟»
« ته مه ویریږه …. زه به دشپې ناوخته تا له دې ځایه باسم ..»
خو هغه شپه هیڅکله هم رانغله . قاسم دهغه ځایه نیغ په نیغه د سلطان دربار ته راغې اوهغه ته یی ټول تفصیلات ټکې په ټکې وویل . چې په پایلو کې یی سبا سهار د سفاک قاتل لاش د ښار په ستر چوک کې را ځړیده . سلطان په ښار کې منادی وکړه او خلکو ته یی وویل چې دیني چرني سپه سالار یی دکوچنی شهزاده د وژلو په بدل کې قصا ص کړ ، په داسې حال کې چې د لاسته را غلو معلوماتو په اساس ، قاسم بن هشام په یني چري کې ټول مشکوک سالاران دشپې دشپې ونیول ، او په دې توګه د بغاوت هغه ګواښ چې د یني چري د سالار د مړیني وروسته را پیدا کیدونکې و له منځه ولاړ. سلطان دیني چري سپه سالار ته د مرګ د سزا د ورکولو وروسته دفوځ له پاره نوی سپه سالار و ټاکه اوهغه دقاسم بن هشام دوست اغا حسن و .
کله چې اغاحسن سپه سالار شو نو دفوځ لارې ا وګودرونه هم بدل شول . ځکه چې اغا حسن یو مخلص ، پاک اومسلمان شخصت و . تر څنګ یی یو بهادر اومیړنې جنګجو او مجا هد هم و . د اغا حسن په را تلو سره په ټول فوځ کې دغیرت ،حمیت ، میړانې اوبهادرۍ څپې خپرې شوې .
قاسم هم د اغاحسن په ټاکنی ډیر خوښ و . خو دهغه په ذهن کې به هره ګړۍ او هر ساعت د قسطنطنیی په لور د تللو تلوسه را ډاګیزه کیده . هغه غوښتل ابوجعفر ته ځان ور ورسوي ترڅو دهغه څخه دخپلې مارسی په اړه و پوښتي ، حقیقت دادې چې د هغه زړه دشپږو کالو راهیسی دا نه منله چې د هغه مارسی دې مړه شوي وي ، دهغه په ذهن کې به هروخت مارسی ژوندۍ وه . خو دهغه وخته چې ورته د مارسی د ژوند په اړه معلومات ډاګیزه شوې دې نو خوب یی دسترګو تښتیدلې دې ، هغه هره لحظه د قسطنطنیی په لور د تللو په فکر کې و ، یوه ورځ کور کې حمیرا هغه ډیر اندیښمن وکوت او ترې ویی پوښتل : « نن سبا ډیر اندیښمن معلومیږې ،…. داسې بریښې چې دکوم جدا شوې محبت غم دې ځوروی ؟»
قاسم حمیراته د مارسی په اړه هر څه ویلي و . په همدې خاطر یی ورته په خندا نه خوله وویل : « هو!….په حقیقت کې ماته یو ډیر په زړه پورې خبر تر لاسه شوې دې، په دې فکر کې یم چې تاته یی ووایم او کنه …»
« دا به څه ډول خبر وي چې ته یی ماته د ویلو څخه ویره محسوسوي …..ته اندیښنه مه کوه او خپله خبره راته وکړه . که تا له مارسی سره مینه کړې ده نو ما له تاسره مینه کړې ده ، زه ددې پروا هم نه کوم چې که چیرې ته مارسی بیرته را ژوندۍ کړې او دې کور ته یی هم راوړې .»
قاسم د حمیرا په خبرو په اوریدو ډیر حیران شو، هغه په خپلې محبوبې ښځې نوره هم مینه راغله . حمیرا یی په خپله غیږ کې و نیوله او دخپل ځان سره یی په داسې حال کې روانه کړه چې لاس یی دهغې په سر باندې واهه او ورته یی ویل :
«حمیرا! ته زما ژوند یی . زما دلور مور یی ، اوریښتیا خو دادي چې ته زما مینه اومحبت یی ….. حمیراجانې ! زه له تا څخه هیڅ نه پټوم ، ماته خبر راغلې چې مارسي شهیده شوې نه ده . بلکه تر اوسه پورې ژوندۍ ده . خو دا راته ډاګیزه نه ده چې هغه اوس چیرې ده . دهغې دمور قاتل اوددې ځایه دهغه تښتونکې وګړې په قسطنطنیه کې دې . ماته دهغه په اړه معلومات تر لاسه شوې دې . زه غواړم چې د سلطان څخه په یوه بهانه اجازه واخلم او قسطنطنیی ته ولاړ شم او دمارسی په اړه معلومات تر لاسه کړم .»
قاسم احساس کړې وه چې د مارسی د ژوندۍ پاته کیدو خبر دحمیرا زړه ته ټکان ورکړې و اودهغه په مخ د حیرانتیا نښې راپیدا شوې وې ، هغې خپل مخ را پورته کړ او د اوښکو ډکې ستر ګې یی و مخلې او بیا یی په ژړغوني اواز سره وویل :
« واه ، واه ، دا خو د ډیرې زیاتې خوشحالۍ خبره ده . که چیرې مارسي ژوندۍ وې نو زه به هغه پخپلو لاسو ناوې کړم اودلته به یی راوړم. هغه نه یواځې ستا محبت دې بلکه زما خور هم ده . هغه ډیره ستره ده . ما خو هیڅ هم نه دي کړي خو هغې د ایمان او اسلام په خاطر ډیر څه قربان کړي دي ، دداسې پیغلې خو زیارت ته ورتګ په کار دې .
دحمیرا په زړه کې له یوه اړخه د مارسی له پاره د عقیدې او خیرښیګڼې جذبات را پاریدلي وو . خو دبله اړخه یی دخپلې مینې د ویش په اړه اندیښنه درلوده ،خو هغې دخپل آند له مخې هیڅ داسې اندیښنه را څرګنده نه کړه . او د قاسم په غیږ کې یی نور هم ځان ور سلیښت کړ .
نور بيا