کور / هراړخیز / دسلطان محمد فاتح….په زړه پوری تاریخی داستان ۱۸مه برخه

دسلطان محمد فاتح….په زړه پوری تاریخی داستان ۱۸مه برخه

سلطان محمد فاتح  : دویمه برخه  « تیرې شوې پاڼې »


داځل کله  چې سلطان  محمد خان په  تخت  کیناست  نو عمر یی  تر دوویشت کلنۍ پورې  رسیده .  دده  نه مخته هغه دوه ځلې ، په داسې حال کې  چې  عمر یی  یواځې  څوارلس او پنځلس کاله  و  ، دخپل پلار په ژوند کې په تخت  ناسته کړې  وه . د سلطان مرادخان ثاني د  مړیني  سمدستي وروسته د سلطنت  اراکینو هغه ته د سلطان دمړیني په اړه خبر ورکړ او هغه هم سمدلاسه  او پرته له ځنډه  د کوچنۍ  اسیا څخه   د اورنه په لور  را ستون شو . ځکه همدلته دهغه د تخت د کیناستو مراسم  هم تر سره کیدونکي و .
سلطان محمد خان د عثماني  کورنۍ   اوم  ځوان  سلطان و ، د عثماني سلطنت  بنسټ   ایښودونکې پخپله ( عثمان خان ) و  چې  د « غیاث الدین کیخسرو سلجوقي » زوم  و . سلطان محمد خان د عثمان خان د شا څخه  اووم  نسل  جوړیږي ، د عثماني  سلطنت  بنسټ د نن څخه  نژدې  یوسلودیرش کاله پخوا هغه وخت کیښول  شو  چې  په ۱۳۰۰  عیسوی کال   تاتاریانو په کوچنۍ اسیا    یرغل وکړ او هلته  یی   سلجوقي واکمن  ( سلطان علاؤ الدین ) اوبیا دهغه  وروسته د هغه زوې  غیاث الدین  کیخسرو  وواژه .  غیاث الدین کوم  زوې  نه درلود ، یوازې  یوه لور  یی درلوده چې  دعثمان خان په نکاح  کې وه .  په دې  اساس د سلطنت اراکینو  په  یوه خوله  او یوې   راې سره  عثمان خان د قونیا په تخت    کیناوه  او دخپل پادشاه په څیر یی و منود.  په دې  توګه د « اسرائیل بن  سلجوق » د زوزاکه څخه  ، چې په ۱۰۷۷ کې  یی  خپل نظام  جوړ کړې و ، په ۱۳۰۰ عیسوي کال کې  نظام ولاړ  او اوپه  ځاې  یی  د عثماني سلطنت  جوړ کړل شو.   او دې سلطنت تر  ۱۹۱۵ عیسوي کاله پورې  دوام وکړ ….
دعثماني  سلطنت څخه مخته د سلجوقیانو پادشاهي وه ، دهغوې نیکه  اسرئیل بن  سلجوق نومیده .  دا هغه څوک  و چې د سلطان  محمود غزنوي په حکم  د هندوستان  کالنجر په عسکري  کلا  کې  اوه کاله بندي شوي و .
دعثماني سلطنت   بنسټ ایښوونکې  عثمان خان د سلجوقي    حکمران په وخت کې  د  انګورې په سیمه  کې  د « ارطغرال »  په کورنۍ  کې پیدا شوي و . دا دسلطان علاؤالدین سلجوقي   د حکمرانۍ وخت و . هغه د ارطغرال  دمیړانې  اوهمت   د کتلو وروسته  ،  هغه  ته د بازنطینی د سرحداتو  جاګیر  ور و سپاره . سلجوقي  سلطان علاؤالدین د  ارطغرال  خان  د احساناتو ممنون  او مشکور هم و .
په حقیقت  کې د سلطان محمد خان  قبیله  هم په لمړیو کې  دهغو مهاجرو  قبیلو څخه وه  چې د چنګیز خان دحملو څخه یی  خپل کلی کور او وطن  پریښې  و  او په  دشتو او غرونو کې  یی سره تیندکونه وهل . دا قبیله د « ترکانو  اوغوز» د  قبایلو یوه  یرخه وه . چې د عثمان خان  نیکه  دارطغرال خان  پلار «  سلیمان شاه»  په مشرۍ کې خپل  هیواد خراسان ( افغانستان )  پریښې و  او په مختلفو هیوادونو کې د ګرزیدو را ګرزیدو وروسته  د شام  « سوریی »  په لور  ور واږده شوي وو . دوې   چې کله د فرات  ددریاب  څخه  تیرشول نو سلطان محمد خان   خراساني نیکه  ( سلیمان شاه ) په هغه دریاب کې ډوب  شو  او و مړ . دهغه د مړیني نه وروسته د دې قبیلي ډیره  برخه  خپره  وره  شوه ، خو کوم کسان چې پاته شول هغوې د ارطغران خان او دهغه د ورور  « دوندارخان »  سره یو ځآې   د کوچنۍ  اسیا په لور  روان شول  او هلته د سلطان علاؤالدین  سلجوقي  دسلطنت  پولو ته ور ننوتل .
 « لارډ ایوسلي د ترکي  ایمپایر » تر لیکني  لاندي  لیکي  چې :  چنګیزخان  خوارزم شاه  له منځه وړې  و . اودهغه  ټول سلطنت یی  دخپلو زامنو تر منځه  وویشه . کله چې د خراسان دا ماتې  خوړلې  در په در  شوې  قبیله  د سلیمان شاه د ډوبیدو  او مړیني وروسته  د ارطغرال خان په مشرۍ  د سلطان علاؤالدین  سلجوقي  سلطنت  ته ور ننوته  نو شمیره یی  څلورسوه  او شل کورنو ته رسیده .  ددغو څلوره سوه اوشلو کورنیو دغه  ډله   دسلطان علاؤالدین  تر سیوري لاندې دپنا  اخستلو   له پاره دقونیا د پایتخت په لور  ور روان و  چې په لاره کې ارطغرال  ته دوه  فوځي  ډلې په جنګ  کې  را ګیر  څرګندي شوې  . هغه  یوه خوا  هم نه پیژندله  خو کله  یی چې وکتل چې دهغوې  یوه ډله  د شمیرې له اړخه  کمه او بله  ځواکمنه ده  نو سمدلاسه د خپلو  ۴۴۴ ملګرو سره یو ځاې  دهغه کمزورې  ډلې خوا  یی ونیوله  او داسې  زبردسته  حمله یی وکړ چې  دښمن  یی  تیښتې ته و هڅاوه . دښمن  میدان پريښود  او خپلې پښې یی  سپکې کړې .  دفتحې نه وروسته هغه ته ډاګیزه شوه  چې دهغې ډلې مرسته  یی  چې کړې ده هغوې  د سلطان علاؤالدین سلجوقي د فوځ  کسان و، او مقابل لوری  یی تاتاریان  وو .
د ارطغرال ددې  میړانې  په بدل کې  سلطان  علاوالدین سلجوقي  هغه ته د  دسفوت  زرخیزه  سیمه  چې د سقاریه  ددریاب  په ښې لورې  د بازنطیني  ( قسطنطنوي )  پولو  سره نښتې وه  ، ورکړه ، تر څنګ یی ورته سفوت  ښار  هم  ور باښه . ارطغرال  اودهغه  ملګري  چې د خراسان او ارمینیا څخه راغلي  و  ټول  همدلته  میشت  شول .
سلطان علاوالدین  سلجوقي  ارطغرال خان ته  په دې سیمه کې دخپلو فوځونو د ساتلو  اجازه  هم ورکړه . او ترڅنګ  یی ورته  د بازنیطیني  عسکری کلاو  عسکرو ته  د درس ورکولو  حکم  هم وکړ. دبازنطیني سلطنت  مرکز  قسطنطنیه وه. علاوالدین سلجوقي  چې کوم خراساني  ځوان  ارطغرال ته په بازنطیني باندي  دحملو کولو وینا کړی وه  نو نژدې  یونیم سل کاله  وروسته  دهمغه  شخص   د زوزاکه  څخه  سلطان محمد فاتح  پیدا شو چې بلاخره یی  بازنطیني سلطنت  ( قسطنطنیه ) فتحه کړه  او د عیسویت د نړۍ دیوالونه یی  سره ولړزول .
ارطغرال  خان  په  ۱۲۸۸  کال  کې د ۹۰ کالو په عمر  له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې  .  هغه  په  خپل  ټول  ژوند کې د سلطان علاوالدین  د ځآنګړې  پاملرنې  لاندې و . ان تر دې  چې داسې وخت هم  راغې  چې ارطغران د سلطان علاوالدین   د نائب  په څیر د تاتاریانو او بازنطینانو  ګډ  فوځ ته ماتې ورکړه . ددې په بدل کې ورته سلطان  علاوالدین  سلجوقي د « بني شهر   او بروصه شهر » سیمي هم    ورحواله کړی . او د ارطغرال د جاګیر  د نوم یی  « سلطانوي »  کیښود  او هغه یی دخپلو فوځونو  سپه سالار  و ټاکه .
هلال ،  دسلطان علاوالدین سلجوقي د بیرغ  نښه وه …… د ارطغرال  خان د  مړیني  وروسته  دهغه  ستر  زوې   عثمان خان  دهغه ځاې ناستې  و ټاکل شو .  همدا د عثماني سلطنت  بنسټ ایښوونکې  او ددې  سلطنت  لمړۍ  تاجدارهم  و . دهغه پلار   په خپل  ټول ژوند کې  د سلجوقي سلطنت سره   تلپاتې  وفاداري  درلوده . سلطان هم  د خپل پلار په قدم  قدم  کیښود  او همغسې  تګلاره یی خپله کړه . خو دا  داسې وخت و چې  سلجوقي  سلطنت  خپله اخري ساه اخسته  اوپه کوچنۍ اسیا کې ملوک الطوایفې  حاکمه شوي وه. عثمانیان  یواځې دبازنطیني دښمنانو په مقابل کې  جنګیدل  اویا په  بله  ژبه ، عثمانیان  یواځې د عیسویانو پر خلاف  په جنګ  رانښتي و . په دې وختو کې د قسطنطنیي پادشاه  د خپلو  درو  ساتنه و نه شوه کړاې  او عثماني فوځونه  دهغه  ( دتهینیا) میدانو ته ور ننوتل  . بازنطیني سلطنت  چې درسول الله صلی الله  علیه وسلم په وختو کې د ځواکمنو  سلطنتونو څخه و  د عثمان په  وخت کې د زوال  سره مخ شوی و . هلته دخپل منځي  جګړو   او حکومتي  بدنظمیو  عثماني فوځونو ته  موقع  اوفرصت برابر کړې و  چې هغوې دې د بازنطیني سلطنت په ډیرو برخو باندي  ولکه وکړي . ددې نه مخته داسې  یو وخت و چې  بازنطیني سلطنت  ان د کوچنۍ اسیا تر پولو پورې  را غوځیدلې و . خو اوس په کوچنۍ اسیا کې د بازنطین سره یواځې « نائیسیا او نائیکومیډیا»  سیمي اودهغې  شاوخوا  کلي  پاته شوي و . د بازنطیني سیمو  په لور د عثمان  د توجه  علت  دهغه   داسلام د تبلیغ  کول و .
په هر صورت  عثمان د اسلامي  فوځونو  له پاره داروپا دروازې  پرانستې  او د دانیال  دروازې پرانستل د عثماني  نسل  له  پاره  یوه لوبه  وګرزیده . عثمان  د سلجوقي سلطان  د فرمانبردارۍ   په اساس  سترې سترې  معرکې  سر کړي  دي  چې ددې  ډلې  څخه د « قراجه حصار »  معرکه  تر ټولو  مشهوره  ده .  ددې کلا  د فتحه کولو په واسطه مسلمانانو اروپایانو ته خبر ورکړ چې نور نو دهغوې د حکومت دوران مخ په  ختمیدو دې . سلطان علاوالدین سلجوقي خپل  میړنې   سپه سالار  عثمان   ته د« نیزبیګ» خطاب ورکړ او هغه ته یی په خپل نوم دسکي  د جاری کولو  او په خپل نوم د خطبې د ویلو  اجازه هم ورکړه .   په دې توګه عثمان ته  د شاهي لقب  تر څنګ  دپادشاهۍ نور  ټول امتیازات  هم ور په برخه شول . اوبیا لږ څه پاته کمښت  هم په راتلونکو کلونوکې له  منځه ولاړ . او دا   هغه وخت  و چې عثمان دسلطان علاوالدین سلجوقي او دهغه د زوې  دپرلپسې مړیني وروسته  او ازاد او خپلواکه تاجدار  په توګه  را څرګند شو .
د سلجوقي کورنۍ د حکومت  د پاې ته  درسیدو سره سم  د ال عثمان حکومت  پیل شو . خو یو شمیر سلجوقي  امیرانو لکه ( دکرمانیا امیر)  عثمان ته په ډیره کرکه او حسادت  سره کتل ،  او هغه یی خپل رقیب  ګاڼه . همدا  علت و چې  لږه  موده وروسته د عثمان او د کرمانیا دامیر تر منځه  د جنګونو یوه  نه  پاې ته رسیدونکې   لړۍ  و نښته . اودا لړۍد هغوې  د پرلپسې ناستځایو تر منځه  هم   همغسې  جریان پیدا کړ . عثمان  داسلامی  حکومت  بنسټ کیښود  او په ۱۳۰۱ کال یی د « ټایئکومیډیا» سره  رانښتې د «قیون حصار»  کلا کې په لمړني ځل د قسطنطنیا دشاهنشاهي فوځ سره  مقابله وکړه  او په  دې مقابله کې ورته ډیره ستره بریا تر لاسه  شوه . او تر شپږو کالو پوري  یی د فتوحاتو  لړۍ  تر « بحراسود» پورې  و غځیده .  هغه په خپل  ژوند کې په درې  محاذونو کې  په  یوه وخت   فتوحات  تر لاسه کول ، ..لمړۍ …. دباغي  سلجوقي  امرانو پر خلاف …. بل …د تاتاریانو پر خلاف . .. دریم …. دبازنطیني فوځونو یعنې د قسطنطنیی  د پادشاه پر خلاف…. په ۱۳۰۷ عیسوي کال کې  عثمانیانو دبروصې ښار کلابند کړ، دا ښار په قسطنطنیه کې د کوچنۍ اسیا په  نامه  یادیده .  دا د نړۍ تر ټولو اوږده  کلابندي وه چې تر لسو کالو یی دوام وکړ. بلاخره په ۱۳۲۶ عیسوي کال کې کلابندو  فوځونو خپلې وسلې  کیښودې  او دعثمان خان زوې  اولخان  د فاتح په څیر دې  کلاته  ورننوت ، په دې وختو کې  عثمان  خان  په «سفوف»  کې د مرګ په بستره باندې  پروت و ، خو دهغه د مړینی  څخه مخته د هغه زوې  اولخان  هغه  ته د  دې   سوبې  خبر  ور ورساوه . همغه و چې  عثمان خان  هغه خپل ځاې ناستې  و ټاکه او  حکم یی وکړ چې  دمړیني وروسته یی په بروصه کې  خاورو ته وسپاري. تر څنګ یی حکم  وکړ چې  بروصه د عثماني  سلطنت  له پاره پایتخت  وګرځوي .  هغه دهغه د وصیت په مطابق  هملته  په بروصه کې خاورو ته وسپارل شو .
 د«عثماني  دولت » تر نامه  لاندی  تاریخ  لیکي  چې :عثمان خان د عثمانیه دولت  لمړۍ تاجدار و . هغه هیڅکله  هم دخپل ځان له پاره دسلطان  کلیمه  نه استعمالوله . دهغه  زوې  اولخان او لمسي  ( مراد اول )  هم  دخپلو ځانو له پاره د امیر  کلیمه استعمالوله .د عثمانیه سلطنت د بنسټ ایښودونکي عثمان  واده  هم په ډیره   په  زړه پورې  توګه تر سره شوي و . هلته د ښار  سره نژدې  د «ابتروني » په سیمه کې  یو خداې پالي عالم او درویش  صفته انسان « اوبالي » نومي اوسیده ، عثمان به  دخپلې  ځوانۍ په وخت کې هلته ډیر ورته ، هغه یوه ډیره  ښایسته اوحسینه لور درلوده  چې  ( مال خاتون ) نومیده . یوه  ورځ په ناڅاپی توګه د عثمان  سترګي  په دغه  پیغله و نښتې ، او دکتلو سره سم پرې  عاشق  شو. هغه  سمدلاسه  د نکاح  پیغام ور  ولیږه  خو  « اوه بالي »  د یوه درویش او د سلطنت د امیر تر منځ  د  توپير  په  پوهیدو باندې  دا پیغام   ونه مانه . ان تر دوو کالو پورې  د عشق او محبت  دا لړۍ  روانه وه ، عثمان  هم د اوه بالي کور ته تګ  راتګ  ته  دوام  ورکړ . په دې وخت  کې  څو نورو  ترک  سردارانو هم   چې په ځواک او شهرت کې د عثمان څخه کم نه و  د مال خاتون سره  د واده کولو  هیله  څرګنده کړه . خو اوه بالي هغوې ته هم  ځواب  ورکړ . بلاخره داسې یوه ورځ  را غله چې  عثمان  هملته د «  اوه  بالي » په کور کې  پاته شوې  و یو عجیب او غریب  خوب  یی وکوت . « ویی کتل چې  یوه سپوږمۍ  د اوه بالي دسیني څخه را ووزي  او کرار کرار  ترې د څوارلسمي  سپوږمۍ  جوړه شي او بیا د عثمان په سیني کې  ور ننوځي ، بیا دهغه اړخه  یوه  ځواکمنه ونه راشنه شي  چې همداسې  پسې  ستریږي ، ان تردې  چې ددې وني شاخونه د وچې او لمدې  ټول ځایونه  را و نغاړي ،   د ونی  د جرړو  څخه   د نړۍ  څلور  ستر دریابونه   دجله ، فرات ، نیل  او ډینوب  را بهیږي  او څلور ستر  غرونه   ، کوه  قاف ،  د بلقان غر ، دتور غر ،  او د اتلس  غر  ددې  شاخونه  سنبالوي .  په دې وخت کې  یوه تیزه  هوا راپیدا شی  اودهغې ونی  د پاڼو مخ  چې په شکل کې  تورې  ته ورتوالې  لري  د یوه ستر ښار  لورې ته وګرځوي ، دا  ښار ددوو سمندرونو  او ددوو  لویو وچو د رایوځاې کیدو په  نقطه کې پروت دې ، او د یوې ګوتې   په څیر  را څرګندیږي . پدې  ګوته کې دوه زمرد او دوه نیلم  ځاې په ځاې شوي دي، عثمان  غوښتل دا ګوته  په ګوته کړي  چې  یو ناڅاپه  ګوته سره را خلاصه شوه»…… د بیداریدو  وروسته یی  خپل خوب  اوه بالي ته بیان کړ ، اوبالي  په دې خوب کې  د عثمان له پاره  ښه راتلونکې  وکوت  اوهغه یی یوه غیبي اشاره و ګڼله  او دخپلې لور  « مال خاتون  » نکاح  یی  ورسره وکړه .
د عثمان همدغه  خوب  چې  هغه  نژدې  یونیم سل کاله مخته  لیدلي و د هغه  د کړوسي  سلطان محمد له اړخه  پوره کیدونکې و . ددوسمندرونو او ددوو لویو وچو  د رایوځاې  کیدو نقطه د قسطنطنیی  ښار و ، د سلطان محمدخان  پلرونو او نیکونو کې د عثمان خان یو زوې  « اورخان » هم د یوه  فاتح  او بهادر پادشاه په نوم یادیږي، دا  عثماني سلطنت  دویم  تاجدار   او د عثمان خان  تر ټولو کوچنې زوې و . دهغه مشر ورور  علاوالدین داسلامي علومو  شوقی  و  تر څنګ یی د تصوف اوفلسفې سره  هم ډیره مینه درلوده  ، هغه ډیره پوه   او مدبر انسان و ، د زمکې  پرمخ  تر ټولو  لمړۍ   منظم  ، په دریشۍ سنبال ، تنخوا لرونکې  او په فوځي ځایو کې اوسیدونکې  فوځ  « یني چري »  دهمغې  په  سلا او مشورې  سره  جوړ کړل شو . دهغه سره په دې  مشوره کې  « قراخلیل » هم  شریک و . ددې نه مخته په نړۍ کې  فوځونه  منظمیدل  او په  ځانګړیو کالیو هم سنبالیدل، خو دا کار به یواځې  او یواځې د جنګ په ورځو  کې تر سره کیده . د رومیانو او یونانیانو په سلطنتونو کې هم همدا ډول  رواج و .  دسیدنا عمر رضی الله عنه  په وخت کې  د عسکرو له پاره تنخوا ګانې  ټاکلې شوې  وې او د رخصتیو رواج هم دهمغه  له وخته  پیل شوې و، خو په هغو وختو کې  د  فوځي  بارکونو او یاد تلپاتې عسکري  تمځایونو آند  له  چا سره  نه و . په دې اساس دا کار تر ټولو لمړۍ اورخان  د خپل  مشر ورور علاوالدین او  خپل  دوست  قرا خلیل  په سلا سره تر سره کړ . هغه  ټول هغه  ځوان  عیسوي بندیان  چې په مختلفو جنګونو کې یی  نیولی  و  د روزنې  له پاره  همدې  ډول  روزنځایو کې  واچول  او یو باقاعده  فوځ یی ترې  د « یني چري »  په نامه  جوړ کړ .
اورخان د خپل حکومت  په همغه لمړي کال  یعنې  په ۱۳۲۶ عیسوي  کې د « ټایئکومیډیا»  په سیمه  ولکه وکړه ،  بروصه یی خپل درالسلطنت  و ټاکه ، د قسطنطین  په اسیایی  مقبوضاتو کې  دهغه د ولکې  څخه یوازې  د « نائیسیا» ښار پاته  شوې و . خو دې ښار د قسطنطنیی نه وروسته  دویمه درجه  ستر اهمیت او ارزښت درلود . د قسطنطنیی پادشاه  « قسطنطین » ددې  ښار د خوندي  ساتلو له پاره ډیرې هلې  ځلې وکړې ، اورخان  هغه  ډیر  کلک  کلابند کړې و . او په ۱۳۳۰ عیسوي کال یی  هغه فتحه کړ  او دخپل سلطنت  یوه برخه یی وګرځوله . ددې ښار ډیر خلک  د اسلام  دین ته  را وګرزیدل .  په  ۱۳۳۳ کال  هغه د یو باغی ترک امیر په ښار « قراسي » باندی هم ولکه وکړه ، لږه  موده وروسته د اورخان حکومت د «اناطولیا»  شمال غربي پولو ته  وغځید.
بیا اورخان د خپل  سلطنت د غځولو په ځاې  خپله ټوله توجه  د   دخلکو د فلاح او بهبود  له پاره  را  وګرځوله ، هغه غوښتل د  اصولو په مطابق  د مملکت ټول قوانین  په اسلامي  قالب  کې  را و نغاړی ، د ۱۳۳۶ کال وروسته   اورخان  هیڅ  جنګ و نه کړ  بلکه دخپلو عوامو د روزلو په فکر کې و . خو  دسلطنت د کورنیو انتظاماتو څخه د فارغیدو وروسته   ، د اروپا په لور متوجه شو ، اود ژوند اخري څو کلونه  یی د قسطنطنیی د شهنشاه  د اروپایی ولکو د تر لاسه کولو او هلته د خپل قدم د ټینګولو په لاره کې  مصرف کړل . د قسطنطنیی سلطنت  چې  یو وخت  د  ډینوب  ددریاب  او په اسیا کې  تر اناطولیا او شام پورې  غځیدلي و  اوس  یواځې د «تریس » ، د« مقدونیا» یوې  برخې  او  « سالونیکا»  اوپه  یونان کې  د « موریا» تریوې  ډیرې برخې پورې  را محدود شوی وو . د هغه اسیایی ولکې  نژدې  ټولې د  عثمانیانو په لاسو کې راغلی وې . په همدې وختو کې د قسطنطنیی د تخت  جګړه راپیدا شوه ، اورخان ددې فرصت  څخه ګټه پورته کړه  او د کوزین اړخ ته یی  خپل  شپږ زره   عسکر  ور  واستول ….. په دې توګه  اورخان یوځل بیا  کنټاکوزین  اودهغه مخالفه ډله « جان پلپولوګس » یعنې  ددواړو  په غوښتنه د سربیا دپادشاه  په خلاف  خپل  فوځ  و لیږه . په  دې وخت کې   دسربیا پادشاه  « اسټیفن ډوشن » په « سالونیکا» باندی حمله کړی و ه …لږه موده وروسته د قسطنطنیي د تخت  جګړې یو ځل بیا زور  واخست  نو اورخان دخپل  زوې سلیمان  پاشا  تر مشرۍ  لاندې  شل زره عسکر د کوزین دکومک  له پاره ور ولیږل.  جان پلپولوګس  ماتې وخوړه  او کنټا کوزین په  تخت  کیناست . او اورخان ته یی د ژمنی سره سم د «زنپ » کلا  ورکړه . په دې کلا کې  سلیمان پاشا  عثماني  عسکر  ځاې په ځاې کړل .  خو په اتفاقي توګه  څو ورځې وروسته هلته په  «تریس » کې زلزله راغله  چې له مخې یی د  ډیرو کلاګانو دیوالونه را پریوتل . په دې ډله کې  د « ګیلي پولي »  کلا هم وه ، دا کلا  د دانیال په غربی  ساحل کې تر ټولو ستر او مستحکمه  جنګي کلا ګڼل کیده .  سلیمان پاشا ددې کلا سره ډیر نژدې واټن کې پروت و . هغه دغه  زلزله یو غیبي تائید و ګاڼه  او مخته ورغې او په ګیلي پولې باندې یی ولکه وکړه . ددې کلا د سوبي وروسته د ترکانو به تاریخ  کې یونوې باب  پیل شو . هغوې په ۱۳۵۴ عیسوي کال    په لمړي ځل  په اروپاکې  د فاتحینو په څیر قدم کیښود . او په مسیحې اروپا کې  یی د یوه ستر اسلامي سلطنت  بنسټ  کیښود  چې  په دوو پیړیو کې یی  دګیلي پولې څخه تر ویانا پورې و غځید، د لمړۍ پیړۍ  مجاهدینو  د غربي اروپا د سسلي ، روما، او سپین پورې  د اسلام  اواز  ور رسولي و  خو ترکي مجاهدینو  شرقي اروپا هم د اسلامي بلنې په لور  راماته کړه  .
 داورخان زوې « سلیمان پاشا»  په داسې حال کې  چې د ښکار دکولو له پاره وتلې و ، د آسه راپریوت او به ۱۳۵۸ عیسوي کال کې  له دې نړۍ سترګې  پټی کړې .  نوموړي شهزاده  د جنګ او عسکری فنونو  له اړه د ډیرې  پوهې  او تدبر خاوند و . اورخان  دخپل زوې  په مړینې  سخت  غمژن شو  او دهمدې غمه یی  په بل کال  پخپله   هم د نړۍ څخه کوچ وکړ . خو ډیر نیک خویه ، درویش صفته او متدین  حکمران و . هغه  به دغریبانو تر منځ  ډوډۍ او شورا په خپله پخپلو  لاسو ویشله .سترو سترو علماو او مشایخوسره یی ډیره نزدې  ناسته پاسته درلوده   چې د هغوې د ډلې څخه  «  ملاداودقیصري » او « تاج الدین »  به یی تل  دخپله ځانه سره  یو ځاې  ساتل .
د اورخان د مړیني وروسته دهغه کشر زوې ( مرادخان اول )  دڅلویښت کلنۍ په عمر کې  په تخت کیناست . دحکومت د واګو د سنبالولو سمدلاسه وروسته  مردا خان د اروپا په لور د مخکې تللو هوډ وکړ . خو د کرمینیاامیر د پخوانیو دښمنیو په اساس  په کوچنۍ اسیا کې بغاوت  وکړ  په دې اساس  هغه تر هر څه  لمړۍ  ددې  بغاوت د ځپلوله  پاره  قدم واخست . ددې ځایه د فارغیدو  وروسته هغه د اروپا په لور قدم پورته کړ ، په  ۱۳۶۰ عیسوي کال   د دانیال  دریاب  څخه  تیر شو او د خپلو فتوحاتو حیرانونکي  لړۍ یی پیل کړه .  خو په  ۱۳۸۹ کال کي د هغه د شهادت  وروسته د فتوحاتو دا  لړۍ  د « کسوده په جنګ»  پاې ته ورسیده .
کله چې  مرادخان اول  په ۱۳۶۳ کال ددانیال ددریاب  څخه  تیر شو او دیوه ستر فوځ  سره یی  د تریس  سیمي کې  قدم کیښود  نو هغه تر ټولو لمړۍ  د « شورلو » په کلا  ولکه وکړه ، دې کلا د قسطنطنیی څخه  یواځې پنځه میله واټن درلود. ددې  وروسته یی بله کلا  د « کرک کلیسې »  ترنامه لاندې  هم  ولکه کړه ،  په همدې کال یی  د «بابا»  په سیمه کې دبازنطینانوسره  یو اوږود  جنګ  وکړ  چې وروسته یی هغوې ته ډیره بده ماتې ورکړه .
پایلې یی داشوې  چې « ایډریانوپل »  یعنې « اورنه » سمدستې  خپله وسله  په زمکه کې کیښوده  اوپه دې توګه ټول تریس  د مرادخان  په ولکه کې راغې . ددې وروسته بیا عثماني جنرال « لاله شاهین » بلغاریه ته ورننوت  اوهلته یی  په « فلپوپولس  » باندې ولکه وکړه ، داسیمه د بلقان د غرونوپه  جنوب  کې د بازنطنیی  سلطنت  اړونده وه  . قسطنطین مجبور شو چې د مرادخان  سره سوله وکړي، په دې وختو کې  مرادخان په اروپا کې د بازنطینیانوسره  په مقابله کې  ښکر په ښکر و  خونورو  مسیحې  حکمرانانو  دبازنطنیانو سره د مراد په مقابل کې هیڅ   ډول  مرسته  ورنه کړه . لیکن  په ۱۳۶۳ کال  « پنځم پوپ اربن» د هنګري ، سربیا ، بوسنیا  او ولاچیه حکمرانان دې ته تیار کړل  چې  د ترکانو دمخکې تلو د مخنیوي  له پاره خپل فوځونه را ولیږي . دهمدې حکم له مخې دې متحدینو شل زره  کسه  عسکر  د تریس په لور را ولیږل . خو جنرال  لاله شاهین هغوې ته ډیره  بدې  ماتې ورکړه  ، ددې پایلې دا  شوې  چې د بلقان غرونه  هم د  عثماني سلطنت یوه برخه وګرزیده . دهمدې جنګ نه وروسته  د«ډیمونیکا» سیمه   چې په تریس کې  پرته وه  ، د مراد له خوا پایتخت  اعلان کړل شوه . اوبیا یی درې کاله وروسته « اورنه»  خپل  پایتخت  و ټاکه .د « مارټیزا » د جنګ  وروسته  شاهنشاه د سلطان  باجګزاه و ګرزید خو د قسطنطین دشاهنشاه  له پاره دا ډول  سپکاوې  د زغم وړ نه و ،  هماغه و چې   په ۱۳۶۹  کال یی   روما ته سفر وکړ او دروم د پاپا څخه یی د سلطان پر خلاف د مرستې  غوښتنه وکړه .  په دغه ورځو کې  د«رومن کلیسا » او  «یوناني کلیسا»  چې د شهنشاه  مذهب و …. ترمنځ ډیره  دښمني روانه وه . شهنشاه  په ډیر ذلت او سپکاوي سره  دروم د کلیسا علویت  و مانه . خوبیا یی هم دخپلو موخو په تر لاسه کولو کې کومه بریا تر لاسه نه کړه . اوبیا چې کله بیرته د  « وینس » څخه تیریده  د یو شمیر  قرض غوښتونکو له  خوا و نیول شو. خو دلته په قسطنطنیه کې یی  زوې « اډرونکس »  بادشاه  و ګرزید.
مرادخان په خپلو اصولو کې ډیر سخت و . دهغه تر ټولو کوچنې زوې  شهزداه  « صادوجي » یوځل د عیسویانو سره یو ځاې شوې و ، خوکله چې مراد هغه ونیوه  نو دخپل دغه  زوې په سترګو کې یی ګرمه سیکه ویلی  او ور واچوله  او ړوند یی کړ . اوبیا  یی  ورپسې وواژه ، په ۱۳۷۱  کال  دمراد خان  سپه سالار  لاله شاهین  د صوفیا سره نژدې   سماکوف په میدان کې  دبلغاریا او سربیا د ګډو فوځونوسره مقابله وکړه  اوهغوې ته یی سخته ماتې ورکړه ،ددې جنګ  نه وروسته د  بلقان  دغرونو  څخه  نیولې  دبلغاریه ټوله  سیمه د عثماني سلطنت  برخه وګرزیده . بل کال  لاله شاهین   او د عثماني فوځونو یو بل جنرال « افرینوس »  په مقدونیا باندې  یرغل وکړ ، مقدونیا دسربیا یو ولایت و . دهغه  ځایه  « کوالاډروما »  او « سریز» ښارونو د فتحه کولو وروسته ، « دردار ددریاب » څخه  تیر شول ، مراد سربیا ، البانیه ، اوبوسنیا په همغه وخت کې دخپل سلطنت  باجګذاران وګرځول . د بلغاریا پادشاه سلیمان  خپله لور  سلطان حرم ته وړاندې کړه اوپه دې توګه یی خپل ځان  خوندي  وساته . اوبیا یو په بل پسې  « مونا ستر »  او « صوفیا» هم فتحه شوې . په دې توګه  مرادخان  د خپل سلطنت  دپولو په پراخولو کې  ډیر ګړندي ګامونه  واخستل .
په  ۱۳۷۶ کال  مراد خپل  شهزاده  « بایزید یلدرم » ته د کرمیا د امیر  لور  په نکاح کړه ، دکرمانیا  او  عثماني سلطنت  تر منځ  شخړې   د ډیر پخوا څخه  را روانې وې . ددې شخړو د له منځه وړلو  له پاره مرادخان  خپله  لور « نفیسه  » دکرمانیا امیر ته  په  نکاح  ورکړه  اوپه دې ترتیب  ددوې  تر منځه  تر لسو کالو پورې  سوله او امن  قایم شو ، خو په ۱۳۷۷ کال  یو ځل بیا  ددوې  تر منځه  نښتې  پیل شوې ، په دې جنګ کې د کرمانیا امیر ماتې وخوړه  او شهزاده  یزید ته د «یلدرم » لقب  ورکړل شو .
د مراد خان په خلاف  مسیحې اتحاد  د سربیا  څخه پیل شو . په دې اتحاد کې سربیا ، بوسنیا ، بلغاریه  ، البانیه ، ولاچیه  او هنګری  ټول په پوره  قوت سره  ورګډ شول . پولینډ هم خپل  فوځونه ور  ولیږل . اوپه دې توګه یو صلیبي جنګ پیل شو . په ښکاره  توګه هغوې دا  اتحاد  داروپا  څخه دترکانو د ویستلو په خاطر کړی و .  مردا خان د اویا  کالو په عمر د خپلو فوځونو سره یو ځاې ددې اتحاد په خلاف د جنګ  له پاره ووت .خو دمراد خان د ورسیدو دمخه اتحادیونو  په  بوسنیا کې په  عثماني فوځونو باندی  حمله وکړه  او بنځلس زره ترکان یی د تیغه  تیر کړل .  ددې جنګ  مشري سربیانو په غاړه درلوده . چې پادشاه یی  لازار  نومیده ، د ډیرو  معرکو وروسته  بلاخره  په ۱۳۸۹کال د «  کسوده »  په میدان کې  هغه اخري مقابله مخته راغله  چې د اتحادیونو شیرازه یی   له منځه یوړه  اودسربیا د قسمت پریکړه یی  وکړه .
جنګ  پاې ته رسیدونکې و چې په دې وخت کې  یوسر بیایی امیر  « میلوش کوبیلووچ » دعثماني لښکر په لور آس  ور ځغلاوه ، او د خپل پادشاه لاله زار په خلاف یی د بغاوت اعلان وکړ . او ویی ویل چې  غواړي دسلطان سره  څه ډیرې مهمې  خبرې وکړي . همغه و چې  هغه یی دمرادخان دربار ته راوست . خو دهغه د لاس  د ښکلولو په وخت کې یی  یو ناڅاپه خپل خنجر را وویست  او به مرادخان یی حمله وکړه  اوپه  خپل  هدف کې د بریالیتوب  وروسته یی د تیښتې هڅه وکړه خو عسکرو د سترګو په رپ کې هغه ټوټې ټوټې کړ، اوس نومرادخان د لږ وخت  میلمه  و . هغه په همدې حالت کې داخري حملې حکم وکړ، ډیر ژر اتحادي فوځونو ماتې وخوړه  او دسربیا پادشاه « لازار» ونیول شو او دمراد خان  دربارته یی راوست.  مراد د «لازار »  د وژلو  حکم ورکړ او لږه شیبه وروسته یی پخپله هم ساه ورکړه . دمرادخان د شهادت  نه وروسته د ( کسوده ) جنګ پاې ته ورسید . شهزاده بایزید یلدرم په  تخت کیناست ، هغه په همغه لمړۍ ورځ  خپل ورور شهزاده یعقوب  چې  د کسوده په جنګ  کې یی پوره میړانه  ښوولي وه سمدلاسه وواژه . دا د سلطنت د تخت د ولکي  له پاره  په عثماني کورنۍ کې  لمړني  قتل و .
کله چې  دسربیا پادشاه  لازار  هلاک شو نودهغه وروسته  لارډ سټیفن  دسربیا حکمران  وګرزید، هغه خپله خور شهزادګۍ  ډیسپینا  د بایزید  په نکاح کې ورکړه، او سوله یی وکړه او ترڅنګ یی دا ژمنه هم وکړه  چې په راتلونکې کې به په ټولو جنګونوکې د خپل  فوځ سره یو ځآې ګډون کوي . اوبیا هغه دخپل عمر تر اخري سلګۍ پورې په خپله ژمنه کلک ودرید. بایزید د قسطنطنیی دپادشاه سره هم سوله وکړه ،ان تر دې  چې ددې سولې وروسته  بایزید شهنشاه  مجبور کړترڅو دخپل  فوځ  په  واسطه   فلادلفیا  له منځه یوسي . همغه و  چې  دا ډول  عبرتناکه پیښه منځته  راغله  چې پخپله عیسویانو په عیسوي  فلاډلفیا باندي یرغل وکړ اوهغه یی  فتحه کړه اوبایزید ته یی حواله کړه، د بایزید په وخت کې  د ایدین ، امثشا ، او ساروخان  ښارونه  هم  فتحه  شول. په ۱۳۹۰ کال  بایزید د قیوس  په جزیره حمله وکړه  په دې  توګه سمرنا او کرمانیا هم د بایزید د تورې څخه  خلاصې نه شوې، بایزید په خپل  ژوند کې دوه ځله قسطنطنیه  کلابند کړې ،لمړۍ کلابندي یی اوه میاشتې دوام وکړ خو بیا چې کله بایزید ته د هنګري دپادشاه  سجسمنډ  چې د هونیاډې  پلارو  ، پخلاف  فوځونو ته اړتیا پیدا شوه  نوپه  دې خاطر یی د لسوکالو له پاره سوله وکړه او کلابندي یی پاې ته ورسوله . دسولي شرایط  یی هم ډیر سخت و . دکلني خراج له پاره  دیرش زره  طلایی کراون  و ټاکل شول . دمسلمانانو له پاره یی په قسطنطنیه کې  یو شرعي  عدالت هم پرانست ، او هلته د بایزید له اړخه یو ترکي قاضی و ټاکل شو . او دمشرق دکلیسا تر څنګ یی یو ډیر ستر او عالي شان جومات  هم جوړ کړ ، دقسطنطنیی دقیصر په مینول کې  یی  دښار  اوه سوه  ځآیونه  مسلمانانو ته ورحواله کړل تر څنګ یی دغلطې  نیمایی برخه هم بایزید ته ورکړه . هلته شپږزره  عثماني فوځونه  و ټاکل شول ، دهمغه وخته راهیسي  عثمانیانو قسطنطنیی ته د استنبول  نوم  ورکړ .
بیا والیشیا  فتحه شوه  اوبیا یوپه  بل پسې  نائیکوپولس  او بلغاریه  هم تر ولکې لاندې راغلې . اوس نو بایزید غوښتل  په  هنګري باندی  یرغل وکړي  خو یوناڅآپه د کوچنۍ  اسیا په لور متوجه شو ، په دې وخت کې د کرمانیا امیر یو ځل بیا بغاوت وکړ، بایزید یلدرم د  انکورې  او  بروصې  ترمنځ  دکرمانیا دامیر سره وجنګید خو په دې جنګ کې  د بایزید لښکر د ماتې سره مخ شو ، دماتې دخبر د اوریدو سره سم بایزید په خپله  په جنګ کې  شامل شو  او د کرمانیا امیر ته یی  سخته ماتې ورکړه ، په دې  جنګ کې  دکرمانیا دامیر  دوه زامن  ووژل شول .
دسلطان بایزید یلدرم نه مخته  ټولو عثماني امیرانو ځانوته د امیر  کلیمه استعمالوله . خو بایزید په لمړي ځل دمصر دعباسي خلیفه په اجازې سره  خپل ځانته دسلطان لقب  اختیار کړ .بایزید دنورو  حکمرانانو په نسبت  عیاش  طبعه انسان  و . هغه دخپلې ښځې (ډیسپینا)  په ترغیب سره  د شرابوڅښل هم پیل کړي و . په همدې وخت کې  یو ځل بیا  دهنګري دپادشاه سجسمنډ له خوا د عیسویانود اتحاد له پاره  هلي ځلې پیل شوي وې، هنګري د قسطنطنی دمرکزی  کلیسا په ځاې    دروم د کلیسا سره تړلې وه . پهمدې خاطر د روم پاپا دهغه سره مرسته وکړه ، د سجسمند د ځانګړو  هلو ځلو په اساس  فرانسه او برګنډی هم په دې اتحاد کې سره راټول شول ، دا ډیر ځواکمن او قوي لښکر و ،  د دانیال د دریاب  څخه د را تیریدو وروسته شام ته را ننوتل او مقدسه زمکه  یی ازاده کړه ، کله چې دا لښکر د جرمني څخه تیریده نو دجرمنیانو ځانګړی  فوځې ډلي  هم وروسره را یو ځاې شوې ، دا د ټولې عیسوي نړۍ  اتحاد و . هغه وخت چې د سجسمنډ  لښکر سربیا ته ورسید نو هغه د بایزید دوست او فاداره  ملګري  لارډسټیفن  باندې یرغل وکړ  اوپه دې توګه یی په سربیا کې  ډیره وحشیانه توګه  لوټ مار وکړ . دې لښکرپه پوره بریالیتوب سره د «سټوډا» ، « ویدین »  او « ارسودا»  سیمي تر ولکې  لاندې  راوړې او ځان یی  د نائیکوپولس »  سیمې ته ورساوه . او هغه ښار یی د کلابندۍ لاندې  راوست . د نائیکوپولس  قومندان   « یوغلان بي » د وسلې  د غورزولو څخه انکار وکړ  ، ځکه هغه  په دې ډاډمن و چې بایزید  به  هرو مرو دهغه د تعاون  له  پاره  رارسیږي، او بیا همداسې وشول  ، بایزید د برق په څیر  خپل  ځان  دکلابندۍ په  شپاړسمه ورځ  نائیکوپولس  ته ورساوه .  فرانسویانودا ګمان هم نه کاوه چې  بایزید به دومره  ژر  دلته رارسیږي  ، هغوې په دې  آند و چې بایزید به د  ابنای فاسفورس  څخه د تیریدو  جرءت و نه کړي ، بلاخره  د ۱۳۶۹ کال د د ستمبر په ۲۴مه  بایزید یلدریم د  «کانټ ډی نیورس ، سجسمنډ او فرنسوي » فوځونو پر خلاف  دجنګ  ډول  وواهه ، دا ډیر ستر اومشهور  صلیبي جنګ  دې ، سجسمنډ د ترکانو د ځواک او ارادو څخه پوره  خبرو  ، هغه په دې  هم پوهیده چې د ترکانو  نومیالۍ ډلې  په یوه غیر منظم او لږ روزل شوي  فوځ  سره یو ځاې کیږي  او بیا په ډیره ښه توګه  جنګیږی .  سجسمنډ  خپلو ملګرو ته دا سلا  ورکوله  چې د ترکانو د ظاهري  فوځ   په جنګ کولو  باندی وخت  ضایع  نه کړي  ، بلکه دهغوې په اصل  فوځ دې  حمله وکړل شی . خوپه صلیبی اتحاد کې ورګډو د نورو  هیوادونو سالارانو  دهغه دا  مشوره و نه منله ، دې جنګ ددرې  ساعتونه  زیات دوام و نه کړ ، په دې جنګ کې د سربیا پادشاه  د بایزید په ملاتړ و جنګید. عیسایی فوځونو ته ډیر زیات  زیان  ور وا وښت . اوبایزید دهغو  ځواکونو د انتقام د اخستو له پاره چې د جنګه  مخته دعیسایانو په  لاسو  شهیدان شوي و  په دې جنګ کې  لس زره عیسویان و نیول اود ټولو د وژلو  حکم یی ورکړ . په دې بندیانو کې   کاؤنټ ډي نیورس  ، او څلوریشت  نور  عیسایی امرین  هم  شامل  و و . خوبایزید هغوې پریښول ، خو د هغوې د تللو د مخه  یی دکاؤنټ ډی نیورس تر مخه  یوه وینا وکړه  ، داوینا  د ( کریسي   دلمړي ټوک    په ۶۸ م مخ کې  دا ډول  لیکل شوي ده ):
«ګرانه !  زه په دې  پوهیږم چې ته دخپل هیواد د یوه ستر سردار او ځواکمن  رئیس  زوې  یی . ته  نوې ځوان  یی او لا تراوسه ستا تر مخه  ډیرې هیلې   اود امیدونو ډک  کلونه  پراته دي . شوني ده چې د جنګ په میدان کې  ستا ددې لمړیو هڅو د ناکامیو نه وروسته  خلک په  تا الزامونه و لګوي ، او ته د هغې  الزامونه د رفع کولو  له پاره   او دخپل  شهرت او نیک نوم د بیرته تر لاسه کولو په خاطر یو بل  ځواکمن فوځ  را ټول کړې  اویو ځل بیا زما مقابلې ته راودانګې ، که زه  له تا ویریدې نوله تا او ستا له ملګرو  څخه  به مې   دهغوې په ایمان اوعزت  سوګند اخستې واې  چې په راتلونکې  کې به زما مقابلې ته نه راځئ . خو نه  !  زه د داسې سوګند غوښتونکې نه یم .ددې برعکس  ، زه به ډیر خوشحاله شم  چې که چیرې ته بیرته خپل هیواد ته ورسیږي  او بیا فوځ  راټول کړې اوبیا زما  مخې ته راشې . ته به ټول  وخت  ما  د جنګ  په ډګر  کې  په خپل مخکې  تیار و ویني . هغه خبره  چې زه یی درته  اوس  کوم  ، ته یی  چې د چاڅخه غواړی  نقل یی کړه .»
د نائیکوپولس د جنګ نه وروسته   په ولاچیا ، هنګري او  اسټائریا  باندي  هم یرغلونه وشول  او د پیټروارډین   ښارهم تر ولکې  لاندې  راوستل شو .
ددې نه وروسته بایزید  اورنه ته ورسید  اوپه ۱۳۵۷  کال یی په یونان باندې  حمله وکړه .، د تهسلي ، فوسین ، ډوریس  او لوکریس  په سیمو یی  ولکه وکړه .  او بیا یی دڅو ورځو وروسته د » موریا» ټوله سیمه  ولکه کړه ، د یونان د فتحې کولو وروسته بایزید  یو ځل  بیاقسطنېنه  کلابنده کړه . دا په داسې حال کې  چې د تړون  لس کاله لا نه و پوره  شوي . هغه دخپل ځانګړی  قاصد  په  خوله  پادشاه  « مینوئل » ته حکم و لیږه  چې سمدلاسه دې د تخت نه لاس واخلي او که نه داښار به  د توري په زور  ونیسی . خو مینوئل د بایزید  په خبره  غوږ هم ونه ګراوه . همغه و چې بایزید  هم د قسطنطنیی کلابندي نوره  هم کلکه کړه ،په داسې حال کې  چې هغه غوښتل  په قسطنطنیی باندي حمله وکړي ، چې  دهغه په اسیایی ملکیتونوکې یو انقلاب  راغې ، دهمدې  انقلاب  په اساس هغه مجبور شو  خپله کلابندي پاې ته ورسوي او هغه  لورې ته متوجه شی ،  دهمدې ورځې وروسته  د بایزید  یلدرم  بدقسمتي پیل شوه. اوپه راتلونکو دوو کلونوکې   چې د هغه دحکومت  اخري کلونه و سختې  ماتې وخوړې ، دهغه ټول فتوحات   په اوبو لاهو شول  او لږې مودې وروسته د عثماني سلطنت  حیثیت د  خاورو  سره خاورې شو . په خپله بایزید  بندی کړل شو  اودهغه دا ټوله تباهي  اوبربادي پخپله د « ګوډ تیمور  »  په لاسو پیل شوه .
 دګوډ تیمور سلطنت د « چین ددیوال » څخه تر کوچنۍ اسیا پورې  او د ارل دبحر څخه   د ګنګا ددریابه پورې   او ان    د فارس تر خلیجه غځیدلې و .   هغه په ۳۵ کلنۍ کې خپل ټول دښمنان  وځپول او سمرقند یی خپل  دارالسطلنت و ټاکه . ددې نه وروسته  هغه په لږه  موده کې   ۲۷  هیوادونه  فتحه کړل  او نهه  شاهي کورنۍ یی   له فنا سره مخ کړي . د ګوډ تیمور دسلطنت نه وروسته  د بایزید  سلطنت په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن سلطنت و . بایزید دخپلو پخوانیو فتوحاتو په اساس دومره  سرشاره و  چې  د ګوډ تیمور د فوځونو  سهي اندازه یی  و نه شوه لګولې . او داسې یو فاتح  یی  ځانته را پاروو  چې ددهشت اووحشت څخه یی  ستر ستر پادشاهان  لړزیدل . په لمړي ځل د داوړو تر منځ ډیر تریح  لیک لیږد  پیل  شو  اودهمدې په پایلو کې ددواړو  تر منځه  سخت  جنګونه  پیل شول .
په ۱۴۰۰ عیسوي کال  ګوډ تیمور د بایزید یو شار  سیواس   دشپږ لکه عسکرو په واسطه  کلابند کړ، هلته د سیواس  د ښار  د ساتنې  له پاره د بایزید ستر زوې  ارطغرال   مامور شوې و . ارطغرال  په  ډیره میړانه  د  ګوډ تیمور د فوځونو مقابله وکړه  او تر څو ورځو پورې یی دا شپږلکه  فوځونه پری  نه ښودل  چې په دې ښار باندې ولکه وکړي . بلاخره تیمور داسې یوه لاره  خپله کړه  چې  دکلا بندشوو  سره یی  هیڅ  ځواب نه و. هغه شپږ زره  مزدوران  مؤظف کړل تر څو ددیوالونو  بنسټونه و کنی ، بیا یی  هغوې  ته اړمونه  ورکړل تر څو دیوالونه د غورزیدو څخه  و ساتي . کله چې  ددیوالونو بنسټونه وکنل  شو نو هغه اړمونو ته یی اور  ورته کړ  ،  د سترګو په رپ کې  دیوالونه را و غورزیدل او په دې توګه یی  په ښار باندې ولکه وکړه . ګوډ تیمور  دخپل وحشت  څرګندونه دلته هم وکړه او د بایزید د زوې  ارطغرال  په ګډون  یی  څلور زره ترکان و نیول  او ټول یی د تیغه  تیر کړل ، په دې  وخت کې بایزد  د قسطنېنیی  په کلابندۍ  بوخت و . ددې  ناوړه خبر په اوریدو سره یی  کلابندي  پاې ته ورسوله او د توپان  اوسیلۍ په څیر  یی ځان  کوچنۍ  اسیا کې  د ګوډ تیمور مقابلې ته ورساوه . خو په دې وخت کې تیمور  د شام او مصر په لور  روان شوې و ، هغه دوه کاله وروسته بیرته راستون شو او د لمړي ځل  څخه  د زیاتو اختلافاتو سره ددواړو  تر منځ  دخط وکتابت  لړۍ پیل شوه . اوبلاخره  اسمان  ددواړو  اړخونو تر منځ دهغه دردونکي او غمناکه  جنګ ننداره  هم وکړه چې  ددواړو  اړخو  څخه  په کې مسلمانان  شریک وول ……
دا جنګ  د انګورې  د جنګ  په نامه مشهور شوې دې ، بایزید د یولک او شل زره  فوځونو سره  د سواس  په لور  روان  شو  خو ګوډ تیمور د اته  لکه فوځونو سره   د بایزید  ښار  « انګوره »  کلابنده کړه ، بایزید د انګورې  د کلابندۍ د ماتولو له پاره  هغه  لورې ته وګرزید، تیمور په خپله تاتاری و خو د بایزید په فوځ کې هم دتاتاریانو  ګڼ شمیر  عسکر موجود و . تیمور  هغو  تاتاریانو ته  خپل  جاسوسان ور ولیږل  او د هغوې سره  یی وعدې  وکړې  او ویی غلول ، هغوې هم دجنګ  په وخت کې د بایزید لښکر پریښود او د تیمور سره یو ځاې شول ، په دې وخت کې  بایزید تر ټولو  ستره بې عقلی دا وکړه  چې هغه یوه  ورځ  د خپل جرءت د ښوولو په خاطر  خپل ټول فوځ  له ځانه  سرو اخست او د ښکار  کولو له پاره  ووت.  هغه ځاې  چې د ښکار  له پاره ټاکل شوي و  هلته  اوبه ډیرې کمې وې ، نژدې  پنځه زره عثماني عسکر  د تندی  له لاسه  هملته  له منځه ولاړل . هغوې چې  ژوندی  پاته شوي و هغوې هم  د تندی او لوږې  له لاسه  بې هوشه  وو . کله چې بایزید  بیرته راستون  شو نو ویی کتل چې دهغه په لښکر ګاه  باندې  دګوډ تیمور  فوځونو  ولکه کړې ده ، دهغې چینې  څخه چې  عثماني فوځونو  اوبه  څښلې  د هغې مخه هم د ګوډ تیمور  فوځونو ګرزولې وه  ، اوس نو دبایزید  له پاره د سمدلاسه  جنګ کولو بله لاره نه وه  پاته . هماغه و چې د سې شنبي په ورځ  ، د جولاې په شلمه د ۱۴۰۲ عیسوي کال  ، د انګورې په سیمه کې  هغه  معرکه  را منځته شوه  چې ….
مشهور تاریخپوه  ( ګبن) لیکي چې  دې جنګ «دتیمور شهرت او عظمت ته  تلپاتې والې ورکړ . او د بایزید ذلت اوسپکوالي یی  د تل  له پاره یو یادګار پریښود ……»
د عثماني دولت  تاریخ  لیکي  چې : د جنګ په وخت کې ګڼ شمیر مسلمانو سردارانو  د بایزید ملګرتیا پریښوده ، په دې توګه  بایزید دګوډ تیمور د اته لکه  ځواکمنو فوځونو په مقابل کې   یواځې دلس زره  یني چري  فوځیانو سره  ځانته پاته شو .
دسربیا پادشاه  «لارډ سټیفن » هم تر اخره  پورې د بایزید سره و خو دماتې  خوړلو وروسته یی دهغه ځایه  تیښته وکړه ، بایزید د محمودخان چعتایی په لاسو و نیول شو، دهغه د پنځو زامنوڅخه چې  په جنګ  کې  شریک و  درې کسه  ژوندی پاته شوی و . دهغې  ډلې  څخه  شهزاده سلیمان د اروپا په لور  راوګرزید ، شهزاده محمد  (اماسیه )ته ورسید  او شهزاده عیسی دکرمیا په لور وتښتید . شهزاده موسې  ژوندي و نیول شو او د شهزاده مصطفې په اړه  هیڅوک  خبر نه شول  چې  څه پرې وشول . کیداې شي په جنګ کې وژل شوي وي ، د جنګ د پاې ته رسیدو وروسته بایزید و نیول شو او ګوډ تیمور  هغه  د اوسپنې په یوې پنجرې کې  بند کړ، او هر چیرې  به  چې  ته  ، د هغه  پنجره  به یی  له ځانه سره  وړله . بایزید د ا سپکاوی و نه  شو زغملې او نزدې اته میاشتې وروسته یی  په همغه  اوسپنیزه   پنجره کې ساه ورکړه . او دهغه  روح  د عنصری او فولادي دواړو  پنجرو څخه  په یوه  وخت کې  ازاد  شو .»
دانګورې د جنګ  نه وروسته  په   ډاګیزه توګه  عثماني سلطنت  له  منځه تللې  معلومیده ، ځکه د عثماني سلطنت  ټول  باج ورکونکي  ریاستونه  ازاد او خپلواکه شوي و . دبایزید دشپږو  څخه  پنځه  زامن یی دانګورې په جنګ  کې دهغه سره شریک وول ، هغه څلور  چې ژوندي پاته شوی و ، دبایزید د بندی کیدو وروسته  مختلفو کوچنیو کوچنیو ریاستونو ته ولاړل اوهملته  حکمرانان  و ګرزیدل ، هغوې بیا په خپلو منځو کې په جنګونو پیل وکړ . اخري  سوبه  شهزاده محمد ته  ترلاسه شوه، ځکه  شهزاده محمد داتو کالو په دوران کې  د عثماني سلطنت  د لاسه تللې وقار اوعزت  بیر ته  په ځاې کړ .
شهزاده محمد د یوڅلویښت کالو په عمر  په  ۱۴۲۱ کې  وفات  شو او  په بروصا کې  خاورو ته وسپارل شو ، سلطان مرادخان ثاني دهمغه   زوې  و . او په دې توګه د عثماني سلطنت د سلاطینو د نسب لړۍ  داسې  را جوړه  شوه : «عثمان » ددې کورنۍ  لمړنی  تاجدار و چې په ۱۲۸۸ کال کې را پیدا شو . دهغه زوې « اورخان » ۱۳۲۶ کې …. دهغه زوې « مرادخان اول »  په ۱۳۵۹  کال کې …..دهغه زوې « بایزید یلدرم »  په ۱۳۸۹ کال کې …. دهغه زوې « شهزاده محمد  اول »  په ۱۴۳۱ کال کې …دهغه زوې «  دویم مرادخان »  په ۱۴۲۱ کې …دهغه زوې  سلطان « محمد فاتح»  په ۱۴۵۱ کال کې  په تخت  کیناست .
د سلطان محمد فاتح د سلطنت  نه وروسته  عثماني سلطنت  تر سوونو کالو پورې  دوام  درلود . خو هغه عزت او شهرت   چې د سلطان محمد فاتح  په  برخه  شوې   هغه  بل چاته  تر اوسه  نه دې په برخه شوې ، په حقیت کې رسول الله صلی  الله علیه وسلم  وفرمایلي و چې ……
« د قسطنطنیی فاتح  به جنت  ته  داخلیږی ..»
دا مبارک  حدیث  ډیر مشهور  شوې و . اودهمدې حدیث   دعملی کولو  او ددې حدیث د تاج  دپه سرکولو له   پاره  اموي حکمرانانو د « لمړي یزید » څخه  نیولې  تر  بایزید یلدرم  پورې  او بیا تر سلطان مردا خان  ثاني  او…… ټولو په قسطنطنیی باندې  دحملې کولو او د دې  سیمی د ولکې کولو له پاره  یرغلونه  کړې و  ،خو هیڅ  یویی  په فتحه کولو بریالي شوې  نه و، دا سعادت د سلطان محمد فاتح  په برخه و . همغه و توانید  د ۱۴۵۳ کال د مئ په  ۲۹ مه  د ستر اهنګر اربان د ځواکمنو توپونو  په واسطه د قسطنطنیی دیوالونه را چپه کړي او په دې توګه دا ښار د تل له پاره  د مسلمانانو استنبول وګرځي…
***** 
دوام لري…..