کور / تازه خبرونه / په يو لړ عملياتو کي شپږ وسله وال وژل سوي

په يو لړ عملياتو کي شپږ وسله وال وژل سوي

د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د خوګياڼيو او سره رود تر منځ په اړونده سيمو کي يو شمېر پلټونکي عمليات سوي او په پايله يې شپږ وسله وال وژل سوي .
د ننګرهار د والي وياند د يادو کسانو وژنه تاييدوي او وايي چي په دې عملياتو کي بهرنيانو او افغان لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى .
وسله والو طالبانو په دې اړه ناخبري ښوولې.