د سمنګان ولايت په مرکز ايبک ښار کي په لسګونو کسانو د پوليسو پر ضد مظاهره وکړه.
مظاهره چيانو د دوو ځوانانو مړي له ځان سره لېږدول چي وايي پوليسو تيره شپه وژلي دي، خو د سمنګان امنيه قومندان جنرال خليل وايي ياد سوي کسان وسله وال غله وو چي له پوليسو سره په جګړه کي وژل سوي دي.