کور / تازه خبرونه / هلمند: په بمباريو کي د يوې کورنۍ نهه تنه وژل سوي دي

هلمند: په بمباريو کي د يوې کورنۍ نهه تنه وژل سوي دي

د هلمند اوسېدونکي وايي بهرنيو ځواکونو پرون په هوايي بمباريو کي يو کور په نښه کړى چي له امله يې د يوې کورنۍ نهه تنه وژل سوي دي.
د هلمند د نادعلي ولسوال حبيب الله سمالاني آزادۍ راډيو ته د دې پېښي پخلى کړى، خو د مړيو له شمېر څخه ناخبري ښيي.
نوموړي ويلي چي بهرنيانو وروسته له هغه بمباري وکړه چي له سيمي څخه د دوى پر ګزمه ډزي سوي وې.