د جاپان حکومت نن د اګست پر شپږمه د هيروشيما د قربانيانو ياد د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي لمانځي چي د دې هيواد صدراعظم تاوتوکان هم ګډون پکښي کړى دئ.
د ١٩٤٥ کال د اګست پر شپږمه د دوهم نړۍ وال جنګ پر مهال امريکا د بشر په تاريخ کي په لومړي ځل د بي ٢٩ الوتکي په په ذريعه اټومي حمله ترسره کړه، چي له امله يې شاوخوا ١٤٠٠٠٠ کسان ووژل سول.
راپورونه وايي تر دې حملې ٦٦ کاله وروسته لا اوس هم په دې ښار او شاوخوا سيمو کي د نويو زېږېدلو ماشومانو پر صحت د اټومي وړانګو ناوړه اثرونه په يوه او بله بڼه موجود دي.