کور / تازه خبرونه / د معمر القذافي يو بل زوى هم ووژل سو

د معمر القذافي يو بل زوى هم ووژل سو

د ليبيا حکومت ته ياغي ډلي اعلان کړى چي د ناټو په بمباريو کي د ولسمشر قذافي زوى خامس له ديرشو ملګرو سره يو ځاى وژل سوى دئ.
راپورونه وايي خامس د يوې نظامي قطعې قومندان وو چي د زيليتين په نوم سيمه کي يې د ياغيانو سره مقاومت کاوه او د پلازمېيني طرابلس پر خوا يې د حکومت ضد وسله والو مخنيوى کاوه.
د ليبيا حکومت لا تر اوسه د ولسمشر قذافي د زوى د مړيني پخلى نه دئ کړى، خو ناټو وايي دوى د خامس له مړيني خبر دي.