رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: کله چي د روژې مياشت را نوې شي د جنت ټولي دروازې خلاصې، د دوزخ دروازې بندې او شېطانان زندانيان شي. (بخاري او مسلم)
روژه د برکتونو، نعمتونو او د ثوابونو مياشت ده، دا مياشت خداى پاک په ټولو مسلمانانو فرض کړې ده چې دېرش ورځې روژې ونيسي او هوښيار سړى هغه دى چې په روژه کې عبادت وکړي او د خداى پاک د نعمتونو، برکتونو او ثوابونو څخه استفاده وکړي.
په پېښور کې نن سبا ډېره زياته ګرمي ده، حکومت ته خودمختاري ورکړل شوه خو د بجلۍ پټ پټونى لا هم زيات شو، حکومت وعده کړې وه چې په روژه کې به لوډ شېډنګ نۀ وي، خو دا خبره يې هله غلطه وخته چې د روژې داولې ورځې سره لوډ شېډنګ زيات شو، د پېښور په خوا شا ځنو علاقو کې خو د اته لسو ورځو نه بجلي داسې ورکه ده لکه چې څنګه د خر د سر نه ښکر ورک دي، همداسې په ځنو ځايونو کې نيم ساعت بجلي راځي او ساعت يا دوه ساعته نۀ وي، روژه ماتى، پېشمنى او تراويح په تورتم کې وي، له دې پرته نه د ورځې او نه د شپې ارام شته.
په روژه کې د ډېرې ګرمۍ دلاسه خلک په عذاب دي، يو خوا بجلي نشته، بل خوا روژه ده، د غرمې نه تر روژه ماتي پورې وخت تېرول ډېر ګران شوى دى، په هر جومات کې په دغه وخت کې د اودسونو او استنجاګانو ځايونو د خلکو نه ډک وي او لامبي، له دې علاوه چې په هر ځاى کې سرکاري ناوه ووينې نو لاندې او ګېر چاپېره به ترې اته لس کسان ناست وي او د کالو سره به لامبي، په ځنو ځايونو کې چې دا سهولت نشته نو هلته خلکو په بوتلو، لوټو او باټليو کې اوبۀ راپېدا کړي وي او په ځان باندې يې اړوي.
په اروپايي هېوادونو کې چې داسې کومه ورځ لکه کرسمس او نورې… چې لمانځل کېږي نو د حکومت له خوا د هر يو څيز لکه کالو، پېزار، د لوبو شيان، د خوړلو شيان او داسې نور… په نيمه بيه شي، تر څو هر سړى وکړاى شي چې دغه ورځ په ښه توګه ولمانځي، خو دلته په روژه کې دا خبره اپوټه کېږي، دلته چې کله هم روژه او يا اختر راشي نو د روژې نه يوه مياشت مخکې د سبزي، فروټو، کالو، پېزار او داسې نور… شيانو بيه نيم په نيمه او يا هم يو په دوه زياتې شي، نه حکومت ښکاري چې د دې شيانو کنټرول وکړي او نه بل څوک………. هر سړى په خپل سر باندې شيان په خپله بيه باندې خرڅوي، که د واورې خرڅونکي ته وګوري نو په هغې دومره ګڼه ګوڼه وي چې هر سړى پکې واوره نه شي ترلاسه کولاى، او چې څوک يې ترلاسه هم کړي نو د لسو روپو واوره په دېرش او څلوېښت روپو ورته ورکول کېږي، همداسې د لوبيا، چولو، کچالانو، فروټو، مُربا او نور … شيانو بيه هم لوړېږي، په روژه کې د يو څيز معيار ته نۀ کتل کېږي، که چا هر څنګه څه شى خرڅ کړو نو څوک يې د پوښتنې والا نشته.
له دې علاوه د برکتونو په دې مياشت کې چې د ذکر لپاره ده او خلک پکې بايد خداى پاک ياد کړي او ذکر وکړي، خو زياترو خلکو صرف تر خوراکه پورې محدوده کړې ده، جنګونه هم د روژې په مياشت کې زياتېږي، يو کس هم صبر نه شي کولاى او داسې داسې کنځلې يې له خولې څخه ووځي چې روژه خو لا پرېږده چې د روژې نه علاوه يې هم اورېدلو کې ګناه ده. نو په داسې وخت کې به څوک څه وکړي، دا مياشت د برکتونو، نعمتونو او ثوابونو شوه…………. که د جنګونو، دهوکو، دروغو او ګناهونو مياشت؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟.