سیلاب د مینی په ادب کې څومره ښکلی ښکاری
ادب د ژوند په ټولو برخو کې ښاغلی ښکاری
ادب ښايسته شی چې په مینه کې خپل ژوندپیدا کړی
کــه بــغـاوت د میـنی وکــړی بیا نیمګړی ښکاری
جـامـی چـې واغـونـدی ادب د پښتونوالی ځانته
د ننګ ډګر کې بیا ادب ،ښکلی پیاوړی ښکاری
سیاست ، ادب چې شی ملګری او روان شی په لار
سیاست بیا ګوره ، خپل هدف ته رسیدلی ښکاری
سـحـر نـسـیـم چې د داب پلـوشی ځـان سه راوړی
بیا ئې هر ځوان ته کړی ډالۍ ، ادب غښتلی ښکاری
د جـانـان لـټــون
ورک رانــه جــــانـــان د غـــــره پـــه ســـر شـــــولــــــو
څـــیـــــری مــــې ګــــریـــــوان رانــــه خــبــر شـــــولــــــو
اوښـــکـــو پـــښــتــــنـــو مـــې لــمـــــدو ګــــریــــــوان
زر مــې پـــه ګــریــوان بـــانـــدی نــــظـــر شـــــولــــــو
زه لا د جــــــانـــــان پـــــــدی لـــــــټــــــون کــــــې وم
خــوا کــې مــې جــانــان پــه خـــنــدا ســـر شـــولـــو
پــــورتـــــــه د، یــــــووالــــــی چــــــا نــــــــاره کـــــړلــــه
ټـــول پـــښـــتـــون اولـــس بــــانـــدی اختر شــــولـــو
مـــیــــنـــه هـــــم نــســـــیـــم ځــــان ســــه « ۱ » راوړی وه
ټـــــولـــــه مــیـــــنـــه مـــیــــنــه دا ســـحـــــر شـــــولــــــو
————————–
۱ ) سره
ډالــــۍ
د نــــوی کــال ، وږمــــه جــــانـــــان تــــه ډالــــۍ
دی ســـــــنـــدریـــــز دی ګــلـــســـــتــان تــــه ډالــــۍ
د پــیــــغــلـــــو هـیـــلـــــو لــــــوپــــټـــــو رنـــــګـــونـــــه
د پــیــغــلــو جـــنــو ، ســــور پــیـــزوان تـــه ډالـــۍ
تــل چـــې د نـــنـــــګ پــه ډګــر ټــیــنــګ ولاړ وی
شـــربــــت د شــــونـــډو، هــــغــه ځــــوان تـــه ډالـــۍ
چـــې شــــی راټــــول، تــارونـــه ټـــول د ګــــریـــــوان
بـیــا خـــوشــحــالــی بــه کــړم ګــریــوان تـــه ډالـــۍ
ارمـــان ارمــــان ، چـــې د ارمــــان پـــوره شـــی
ډیـــــوه پــــه لاس بـــــه کـــــړم ارمـــــان تــــه ډالــــۍ
تــرنــګ د ربــاب ، سیـتـــار ســه مـــل شــمــه زه
مـــســتـــه نــغــمــه شــم نســیـــم خـــان تــــه ډالـــــۍ
د ژوندښکلا
د ژونـد ټـولـه ښـکلا ده هـر مـورچـل د پـښـتـونـخـوا
کـونـړه ! راتـه ښــکارې تــاج مـحـل د پـښـتونـخوا
نـنــګـرهـار کـه کـنـدهـار دې خـړه خــاوره د خـیـبـر
یــو پـاڼــه بــل ډنـډر دی ټـولـه ګل د پــښـتونـخـوا
د خــوســت او د لـغمان ښــايـسـتـونـه د جــنـــت دی
یو ټیګ دی د ښايست او بل اوربل د پښتونخوا
د سوات ښایـست مـو اخـلـی ورانـوی هـم پېښور
ځـان مـرګـي دی بـریـدونـه پـه ګـوګل د پښتونخوا
عـزت د پـلار نـیـکـه ، د شمـلـې نـه چــې زاریــږی
راجمعه عـاشـقـان دې جـوړ محـفل د پـښتونـخـوا
نــغـمـه د ربــاب غــواړی د نسـیـم سـتـوري غـــزل
نسیم ستوری به جوړ کړې اوس غزل د پښتونخوا