د نورستان والي جمال الدين بدر وايي چي بهرنيانو د ملي پوليسو پر يوه پوسته د شپې له اړخه بمبار کړى، څلور پوليس يې وژلي، دوه يې ژوبل کړي او دوولس نور يې د ځان سره بېولي . بدر په ياد عمل خواشيني ښودلې او وايي چي دا کار يوه نه بخښوونکى کار دئ .
د نوموړي په وينا چي په کومه سيمه کي د بهرنيانو له لوري بمبار سوى هلته د وسله والو هيڅ څرک هم نه و او نوموړى وايي چي پوليسو د خپلي پوستې پر سر د افغانستان بېرغ او هم خپله يې رسمي جامې په تن وې .
افغان ولسمشر حامد کرزي بهرنيانو ته خبردارى ورکړى و چي دشپې له لوري دي عمليات بند سي او که بند نه سي نو بهرنيان به د اشغالګرو په نامه ونومول سي خو د نوموړي د دې ډول څرګندونو وروسته د افغانستان دننه او دباندي اړونده بهرنيانو دا يوه نه پرېښودونکى عمل وباله او وې ويل چي په دې کي ډېري لاسته راوړني لري.
د حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه بهرنيانو څه نه دي ويلي .