کور / تازه خبرونه / د حکومت سره د ٢٠ وسله والو د يوځاى کېدو خبر ورکړل سو

د حکومت سره د ٢٠ وسله والو د يوځاى کېدو خبر ورکړل سو

په ننګرهار ولايت کي شل تنه وسله وال د سولي د شورا په هلو ځلو د افغان حکومت سره يوځاى سول . د ننګرهار والي حنيف ګرديوال خبريالانو ته په دې اړه وويل چي ياد کسان د دې ولايت د شېرزادو اوسېدونکي دي او د سولي د شورا په هلو ځلو د پنځلسو ميلو وسلو سره د حکومت سره يوځاى سول. نوموړي د يادو کسانو دپاره په جوړو سوو مراسمو کي وويل چي يادو کسانو ته په د کار او ژوند زمينه برابره وي .
د حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .