د خدمتګار ورځپاڼي څخه په مننه
«ما ویل مه تاوانونه کوﺉ، مه زحمت وباسی. ورشی سترې محکمې ته ووايی چې یوه چاره وکړي.»
حاجي صاحب په شدّ او مدّ د موټرو د کاروباریانو د یوې غونډې کیسه کوله. سره راټول شوي وو چې د کابل د موټرو د تجارت پر عجیب بحران سره مشوره وکړي.
د ولسي جرګې، سترې محمکې او حکومت تر بحرانه یې لا دا بحران ډېر جدي دی. په کابل کې د موټرو پېر او پلور په ټپه درېدلي دي، هیڅوک د جواز اخیستلو له پاره د ترافیکو ریاست ته مراجعه نه کوي، وېرېږي چې کوم «۳۹» پلېټ یې په برخه نه شي.
«ابجد» د عربي ابېتې د ترتیب او تنظیم یوه لاره ده چې هماغه د عبري او ارامي ژبو ترتیب دی : ا، ب، ج، د، هـ، و، ز، ح، ط، ی، ک، ل، م، ن، س، ع، ف، ص، ق، ر، ش، ت، ث، خ، ذ، ض، ظ، غ.
هر توري ته یوه شمېره ورکړ شوې ده. زموږ په ادبیاتو کې د ابجد حساب د تاریخونو، معماګانو او بدیعي هنرونو له پاره کارول کېږي.
دا رنګ ګل چې سږ په کال د «غواص» واشول
د چا یاد نه شي پخوا هسې بسیار ګل
د ۱۰۷۷ ل. س. کال وبا ته اشاره ده (غ=۱۰۰۰، و=۶، ا=۱ او ص=۷۰)
همدا راز ابجد د تعویذ لیکلو او سحر او جادو په برخه کې هم استعمال لري. کله کله په رمز کې د خبرې رسول هم ترې مطلب وي: موږ چې د خپلو لیکونو په سر کې «۱۱» یا «۷۸۶» لیکو دا په حقیقت کې د «هو» او «بسم الله الرحمان الرحیم» ځای نیسي خو د تورو پر ځای د اعدادو کارول دا خطر له منځه وکړي چې که کاغذ چېرته بې ځایه ولوېږي نو پاک نومونه ترې اغیزمن نه شي.
په یهودي ټولنو کې هم د «قباله» په نامه د زاړه عهد (تورات) متن د اعدادو په بڼه کتل کېږي او پټې ماناوې ترې راایستل کېږي. «ګېماتریا» (جفر) هم د «غیبیه علومو» هغه برخه ده چې حروف په اعدادو بدلوي او نېک او بد یې معلوموي. د بېلګې په توګه په عبري ژبه کې «شِم» (نوم) او «سِفِر» (کتاب) دواړه ۳۴۰ کېږي او دا ښیي چې د خدای نوم او کتاب سره دواړه تړلي دي.
څو لسیزې پخوا د افغانستان د ښوونځیو د زده کوونکو په ځینو محافلو کې هم د ټوکو په بڼه ځینې کلمې د ابجدو په اعتبار په اعدادو اړول کېدلې او بیا کنایتاً همدغه اعداد د کلمې پر ځای کارول کېدل. نهه دېرش یوه له دغو اعدادو څخه و. که ۳۹ تجزیه شي نو په لسګونو کلمې او ترکیبونه ترې جوړېږي: «جاده های باز»، «یک جو»، «وبال»، «بلوا»، «حال»، «حاکی» یې یو څو بېلګې دي. له دغو کلمو څخه، یوه یې د ښکنځلو پر مهال هم کارېدای شي («دله») او طبعاً شوخو زده کوونکو له ۳۹ څخه په همدې یوه کلمه تعبیر کاوه. نور نو بیا دومره پسې چا سر نه ګرزاوه چې په خبره کې خبره راوباسي.
دا خو د افغانانو دویم طبیعت دی چې د هر څه پړه پر جنګ اچوي. هغه د پخوا ټوکې اوس د چا نه دي زده. نه پوهېږم چې له کومې لارې بیا دغه ټوکه د موټرو د کاروبار ساحې ته ننوتله، خو نتیجه یې دا شوه چې اوس له دې وېرې چې په لمبر پلېټ کې به «۳۹» عدد راشي، څوک د موټرو د اسنادو د قانوني کولو جرأت هم نه کوي. بیا هم د افغانانو د نوي طبیعت په اقتضا چې هر څه باید یوه دولتي مرجع یا کومه نړۍواله موسسه وکړي، زموږ حاجي صاحب (او د هغه په څېر په زرګونو نور) تمه لري چې دا ستونزه یې هم ستره محکمه ورحل کړي.
دا به نو څوک وي چې حاجي صاحب او د دموټرو کاروباریانو ته ووایي چې د دغې ستونزې حل ستاسې په خپل لاس کې دی. خلک و پوهوﺉ چې اعداد او ارقام هماغه مانا ښندي چې ته یې وغواړې. دا به یې اسانه لار نه وي چې همدغه د موټرو کاروباریان د هغو تاوانونو یوه ډېره کوچنۍ برخه چې له همدې درکه یې زغمي د اعلاناتو په یو پراخ کمپاین و لګوي چې همدغه د ۳۹ معضله په یوه ټوکه بدله کړي؟
خو دا کار به هم ولسمشر ته ورپرېږدو. کله یې چې د شورا د مشروعیت مسله حل کړه بیا به د «۳۹» غم و خوري خو په دې شرط چې «۱۰۰۲ » ورسره یاري وکړي او کوم «۲۲۳ » یې د «۵۰۶ » له خوا «۱۲۸۰ » ته و نه غوښتل شي.
۱ بخت
۲ وزیر
۳ شورا
۴استیضاح