دکندوزولایت خپلواکواوناخپلواکو ژورنالستانواوفرهنګیانو دیوې غونډی په ترڅ کې دشپږماده اییز پریکړه لیک په صادولوسره تیره اونۍ دارزګان په ځینودولتې ودانیود وسلوالوطالبانوډلیزبرید په پایله کې د بی بی سی
اوپژواک خبرې آژانس خبریال امید خپلواک وژل وغندل اودخبریالانو وژل ېې دبیان خپلواکۍ لپاره یوه ننګونه وبلله.
په انځورکې دامیدخپلواک په اړه نیول شوی غونډی یوه برخه لیدل کیږې.
دشمال ختیز زون خبریالانو وویل چې افغانستان په نړۍ کې یود هغوهیوادونوپه ډله کې شمیرل کیږې چې د خبریالانو دکار په وړاندی اوس هم په کې تاوتریخوالې اوننګونې پخپل ځای پاتې دی. په کندوزکې
دامریکاءغږخبریال ګل رحیم نیازمن وویل“په سرکې مونږټول دکندوزولایت خبریالان دامیدخپلواک روح ته دعاء اودهغې کورنۍ اوپاتې شونوته دجمیل صبرغوښتنه کوواو ترڅنګ ېې له افغان دولت اومخالفینونه غواړوچې دژورنالستانوژوندته دی پاملرنه وکړﺉ همدارنګه نیازمن زیاته کړه زمونږپه هیوادکې دڅوکلونودولسواکۍ په تیریدوسره لاهم د خبریالانودکارپه وړاندی ننګونې اوستونزې پرځای پاتې دی.”
همدارنگه په کندوزکې دمیدیوتیک مرکزمشرعبدالله رسولې په خپلوخبروکې زیاته کړه” په افغانستان کې خبریالان دهرچاد سترګوازغې دی زمونږخلک اوس هم دریښتونوحقایقواوریدلو توان په ځان کې نه وینې رسولې وویل امیدخپلواک یوله هغوتګړه خبریالانوله ډلې نه ووچې خپل ځان یې د ژورنالیزم سپیڅلې مسلک اوخپل ولس ته دخدمت په لاره کې قربان کړ روح دی ښادوی اویاد یی تل”
بل لورته په کندوزکې دپژواک خبریال عبدالمتین سرفرازهم دامید خپلواک وژنه دمطبوعاتوآزادی په لاره کې یوه ضایع وبلله اوزیاته ېې کړه په افغانستان کې هغه آزادی چې درسنیوپه ډګرکې منځ ته راغلې یوازې اویوازې دآزادوخبریالانودسرښندنې پایله ده”
Figure 1دکندوزولایت خبریالان دامیدخپلواک دوژنې غونډی دغندلوپرمهال لیدل کیږی.
دغوخبریالانوپه خپلوڅرګندونوکې وویل په تیرونږدی کلونوکې لږترلږه پنځه شپږکسه خبریالان دبیان دآزادی په لاره کې قربانی شوی تر۲۰زیات په زندانانوکې شپې ورځې سباکوی اوهمدارنګه یوشمیر نورېې ددبیلابیلوعناصروله لورې وهل ټکول شوی دی دکندوز خبریالانووویل چې درسنیودکاروان لارویان به دهیچا ګواښونوپروا ونکړﺉ بلکې خپلې سپیڅلې دندی ته به دوام ورکړﺉ ،خبریالانو له افغان چارواکوڅخه په کلکه غوښتنه وکړه ترڅود خپل کنټرول لاندی سیموکې دخبریالانو ژوند اوکارته کلکه پاملرنه وکړﺉ، همدارنګه په کندوزکې دبیلابیلوملې اوبین المللې رسینوخبریالانو په پای کې یوپریکړه لیک صادرکړ.
لومړې: په شمال خیتززون کې ټول ژورنالستان په ځانګړې ډول دکندوزولایت خپلواک اوناخپلواک ژورنالستان دامید خپلواک وژنه غندی.
دوهم: دخبریالانو فزیکې امنیت باید د دولت اووسلوالومخالفینوله لورې تامین شی.
دریم: درسنیوکارکوونکیوته دی پرته لدی چې ددواړو اړخونو ګټې په پام کې ونیسې دټولنې اوولس دګټو دخوندی توب په موخه دیوناپیلې کس په توګه درناوی وشي.
څلورم: دامیدخپلواک دشهادت قضیه اوهمدارنګه په تیرکې دنوروخبریالانو دوژلو اوتور قضیی دی وڅیړل شي.
پنځم: د دولت دسلطې لاندی سیموکې دی خبریالانوته کاری زمینه برابره شي.
شپږم: په جګړیزو حالتوکې ښکیلې غاړی باید دخبریالانوژوند ته په جدی توګه پاملرنه وکړﺉ.