د کندهار ولايت د امنيت آمر وايي چي په ښار او اړونده سيمو کي يې يو شمېر تارياک نيولي . نوموړي په دې اړه په يوه خبري غونډه کي وويل چي د يادو توکو څخه يې يو شمېر په يوه مازدا ډوله موټر کي چي د کابل څخه د کندهار ولايت بولدک ولسوالۍ ته روان و د يو شمېر کشفي معلوماتو پر بنسټ نيولي .
نوموړى وايي چي د دې توکو سره يې دوه کسان هم نيولي .