د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت د موسى کلا ولسوالۍ په خواجه داد کي يې درې تنه وسله وال وژلي . د خبرپاڼي په حواله چي ياد کسان د ملي اردو او ملي پوليسو په چاڼيزو عملياتو کي وژل سوي .
خبرپاڼه پاڼه وړاندي ليکي چي په دې عملياتو کي د ملي اردو او ملي پوليسو لاس ته يو پيکا هم ورغلى .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .