کور / سياسي / د افغان دولت د دریګونو ځواکونو ترمنځ ناندرۍ

د افغان دولت د دریګونو ځواکونو ترمنځ ناندرۍ

دا به  ډیره ستنونزمنه وي چې څوګ په دقییقه توګه قضاوت وکړي چې کوم ځواک په دې کړکیج کې ډیر پړ دی تر څو چې په هغه ځواک ځواک باندې ټول ملامتیا واچوي خو بیا هم ځینې ټګې شته چې تریوه بریده پورې عادلانه قضاوت ته نژدې کیږو.
لومړی د ښاغلې کرزي لویه تیروتنه دا وه چې ښاغلې کرزی د دې پر ځای چې د افغانستان د ولسې جرګې د ټول ټاکنې خپلواک کمسیون  د مشر په توګه یوې بې پرې یا ناپییلی څوک ټاکلی وی له بده مرغه د بې پرې څوک پر ځاي یی کرزی صاحب د پرې او جنبې والا سړی یعنې ښاغلې معنوی چې د نظار د شورا له پلویانو څخه دی د افغانستان د ټول ټاکنې د مشر په توګه وټاکه. بله لویه تیروتنه یی دا وه چې په قضایی چارو کې بې تجربې سړی یعنې ښاغلی رفعت د ټاکنې د شکایاتو د ارزونې د کمسیون د مشر په توګه و ټاکل. د ښاغلې کرزی بې غوری سبب شو چې نن یوه لویه ملی ستونزه رامنځته شي.
د ولسی جرګې کاندید وکیلان کله چې پوی شول چې د ټولټاکنې په بهیر کې عدالت نه پلې کیږي نوهر یو کاندید وکیل په دې لټه کې شوه چې په دغه بې عدالتې فضا کې باید د درغلی او چل ول څخه کار واخلي تر څو د ولسي جرګې وکالت وګټي ځکه چې په عادلانه توګه ګټل ناشونې ؤ. نو څرګند خبره ده چې هر یو ګاندید وکیل د ولسی جرګې د وکالت د ګټلو د پاره تر ممکنه بریده پورې په غیر قانونی لارو باندې لاس پورې ګړې او په پایله کې په یوه ورځ درې زره رسمې نیوکې د ټولټاکنې د شکایاتو د ارزونې ټولنې ورغللې یعنې ښاغلې رفعت صاحب ته او هغه د ارزونې پر ځای په بد ماشی او پټګه لاس پورې کړې او په یوه خپل سره او باغی سړی بدل شو او وې ویل چې په نړی داسې قدرت نشته چې د هغه د پریکړې په سر باندې بله فیصله وکړي. د شکایتونو د اوریدو کمیسون په پیل کې وویل چې تر دې دمه دوی ته ۳۶۰۰ شکایتونه رسیدلي دي چې د دې شکایتونو ۵۶ په سلو کې جدي دي چې و به کولای شي د ټاکنو پر پایلو اغیزه وکړي خو وروسته بیا انکار وکړ. که څه هم ستره محکمه او لوی څارنوالی د ټول ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته دا وخت ورکړو چې ددغو درغلیو په اړه څیړنې وکړي خو معنوی صاحب او رفعت هیڅ چا ته غوږ ونه نیوي. که چیرې د ټول ټاکنو خپلواکه کمیسیون کوټلي ګامونه اوچت کړی وای او هغه کسان چې په درغلیو تورن ول عدلي او قضايي څانګو ته وروپیژندلی وی نو هیڅوک د ځانګړې محکمې د جوړیدو غوښتنه نه وای کړی.
ښاغلې معنوی چې د ښاغلې رفعت سرزوری ته وکتل هغه هم په بد ماشی او سر زوری باندې لاس پورې کړ. د ښاغلو معنوی او رفعت اخستنه د افغانستان د ټولټاکنې خپلواک کمسیون څخه دا دی چې خپل سره غیر مسؤل د ټول ټاکنې خپلواک او مطلق العنان کمسیون چې په افغانستان او نړئ  کې هیڅ داسې ځواک نشته چې له دوی څخه پوښتنه وګړي حتی که د دوی په بې عدالتي باندې هم تورن شي یا کوم جرمی مسله د ټول ټاکنې په بهیر کې هم پیداشي.
د ولسي جرګې د ټاکنو په بهیر کې په زرهاو مستند نیوکې او شکایات د ولسي جرګې د ټاکنو د شکایاتو د ارزونې ریاست ته ورسید او د ارزونې په پای کې حتی یو کس هم مجرم و نه ختل که څه هم ښاغلې رفعت څلورسوه مستند شکایات لوی څارنوالی ته یی ولیږل خو شاغلې رفعت وروسته بیرته پښیمانه شوه خو لوی څارنوالی د همدغو شکایاتو پر بڼست د ښاغلی کرزی په غوښتنه د شکایاتو د ارزونې لپاره ځانګړی محکمه جوړ کړ چې دا محکمه د معنوی او رفعت له خو غیر قانونی اعلان شو چې دا مسله د روان کړکیج   بڼستیز ستنه جوړوي.
د کرزی لویه تیروتنه دا وه چې مخ کې له دی نه چې د ځانګړی محکمې کار بشپړ شي ولسی جرګه پرانست او پایلې دا شوه چې متخبه قانونی او په درغلیو تورن غیر قانونی وکیلان سره یو ځای شي او په اصطلاح ناوړه تلواله منځ ته راوړي او هیواد د لا بې ثباتی په لور ټیل ووهي. که څه هم ګڼ شمیر افغانان د ولسي جرګې په غړو باندې ټینګار وکړ چې که چیرې په ټول ټاکنو کې شوي درغلي ونه څیړل شي د ولسی جرګې مشروعیت له منځه یوسي خو داسې ښکاری چې د افغانستان ټول بدماشان په ولسی جرګې سره راټول شوي دي.
د ولسی جرګې د منتخب وکیلان لویه تیروتنه دا وه چې د هغو دوه شپیته وکیلانو چې په درغلیو او دوکه ماریو ولسی جرګې ته یی لار موندلې سره یو ځای شول.
 لوی څارنوالي تر څارنې ځانګړې محکمې د څلور میاشتنی څیړنو په پای کې وویل ولسي جرګې ته د ځانګړې محکمې له خوا بريالي کانديدان دوشپیته کسان دی  چې د افغانستان د ولسی جرکې مستقل  کمسیون باید ولسی جرګې ته یی وروپیژنی خو له بده مرغه د افغانستان د ولسی جرګې د ټاکنو مشر ښاغلې معنوی  د ځانګړې محکمې پریکړې غیر قانونی وبلل او په اصطلاح غم دپاسه غم جوړ کړ. خو لو څارنوالی وویل ؛ هغو کسانو چې په ټاکنو کې یې درغلي کړي دي ، بد ورکړی دی او خلک یې  رایه په ورکولو ګواښلي دي، سزا به ورکول شي . د لوی څارنوال مرستیال عنایت الله نظري وویل تر دې دمه ۲۴ تنه په دریو ولایتونو کې نیول شوي دي کومو چې درغلي کړې وې او جعلي کارتونه یې کارولي دي.لوی څارنوالی وايي چې تر دې دمه د ملي امنیت د څارنوالي لخوا د جعلي کارتونو د کارولو په تور او هم د ماشومانو هڅول رایه ورکولو ته تر دې دمه ۹ تنه کابل کې، لس تنه په لوګر کې او پنځه تنه یې په ننګرهار کې نیولي دي
یو ځا بیا هم د لوی څارنوال مرستیال عنایت الله نظري وویل:« په نورو ولایتونو کې هم امکان لري چې یو شمیر کسان په ټاکنو کې د درغلي په تور لویې څارنوالي ته ور وپيژندل شي چې د یو شمیر کسانو دوسیې د اړوندو کمیسونونو لخوا تر څیړنې لاندې دي او وروسته به لویې څارنوالي ته وسپارل شي( لویه څارنوالي وايي چې د جزا د قانون سره سم په چل او دوکه د خلکو رایې لاس ته راوړل، تهدید، بډې ورکول، د ټاکنیز د مدارکو غلاکول او د جعلي کارتونو کارول جرم دی سرغړونکو ته به سزا ورکول شي. ښاغلي نظري زیاته کړه:« دوکه، ګواښ، د رسمي اسنادو غلا او د جعلي کارتونو کارول جرم دی او که یې کړنې داسې وي د احکامو او قوانینو سره سم به ورته سزا ورکول شئ).
د ولسی جرګې د وکیلانو لویه تاریخی تیروتنه دا وه چې د دې پرځای چې د ځانګړې محکمې او لوی څارنوالی د پریکړو څخه ملاتړ وکړي د غیر قانونی وکیلانو په څنګ کې ودریدل او د افغانستان ولسي جرگې د هيواد لوی څارنوال محمد اسحق الکو د استیضاح لپاره و پارلمان ته غوښتی ؤ خو لوی څارنوال د  ولسی جرګې تالار ته د تلوډډه وکړه او په پای کې ولسی جرګه د لوی څارنوال مشروعیت بیرته واخست. د افغانستان د ولسی جرګې ، لوی څارنوال او حکومت تر منځ مقابلې د افغانستان سیاسی ټینګښت یی غټه ستونزي رامنځ ته کړي دي. مقننه ځواک په یو هیواد کې دنده لري ترڅو  قانون جوړ او اصلاح  کړی . مقننه ځواک دنده لري ترڅو داجرایوی ځواک له کړنو څارنه وکړي ترڅو قانون سره سم خپلې کړنی پرمخ بوزي خو له بده مرغه د افغان دولت ولسی جرګه اوس په بد ماشی لاس پورې کړی ځکه چې د ولسې جرګه يه قانون باندې نه پوهیږی او د اجرای قواو په شان لوی څارنوال او د سترمحکمې ریس له دندې څخه کوښه کړل بی له دې چې لوی څارنوال او د سترې محکمې مشر په کوم ملی خیانت باندې تورن شوي وي. ولسی جرګه لکه اجرائیوي ځواک په توګه عمل کوی د ولسی جرکې مشر وویل لوی څارنوال باید ولسي جرګې ته داستحضاح له پاره ور شي که نه نو له دندې ګوښه کیږی او دا کار هم وکړ.
ښایي دغه ستونزې هغه وخت چې نوی وکیلان اونوی وزیران د باور د رای اخستلو لپاره ولسی جرګی ته معرفی کیږي نوري هم زیاتي شي.
تیره اونۍ ولسی جرګې دلوی څارنوال محمداسحق الکو د استحضاح اعلان وکړ خو د لوی څارنوال مرستیال نظري په خبري کنفرانس کي د ولسي جرګې دغه احضارونه غیرقانوني وبلله چې موږ  هم دا کار تائیدو. لوی څارنوالۍ په ښکاره ټکوکي وویل چي لوی څارنوالي وال په هغه قضيه څیړي چي له مخي يې د ولسي جرګې ۶۲ غړو په ټاکنو کي درغلي کړېده. لوی څارنوال دغه ۶۲ کسان پدې تورنوي چي د زور په مټ و لسی جرګې ته راغلي دي.
د ولسي جرګې يوه غړې میرمن ارین یون بيا وايي چي د لوی څارنوال د استجواب لپاره هغو وکیلانو زیات ټینګار کړی دی چي په ټاکنو کي په درغليو تورن او د ځانګړې محکمې د پرېکړي نه په وېره کي دي.
د جمهوري ریاست حقوقي سلاکار نصرالله ستانکزی وايي چي د ولسي جرګې او لوی څارنوال تر منځ مسئله اساسي قانون حل کړې ده. د نوموړي په وينا په قانون کې د استجواب لپاره د وزیرانو یادونه شوې ده. ستانکزی وايي چي لوی څارنوال نه وزير دی نه هم د کابينې غړی چي ولسي جرگه يې د استجواب حق ولري او دا چي د لوی څارنوال څخه د استحضاح غوښتنه د ولسي جرگې يو غیر قانوني غوښتنه ده. په واقعیت کې هم نه لوی څارنوال غیر قانوی کار کړی او نه د ځانګړې محکمې ریس ښاغلی حقیق. خو د څانګړې محکمې د پرکړې په پای کې ښاغلې کرزی یو بل کمسیون جوړ کړ تر څو چې د ځانګړې محکمې پریکړې له سره وارزوي او دا د کرزی پخوانی تاکتیک دی چې د کمسیون د پاسه کمسیون جوړوي تر څو چې د ټولو خواوې څخه لاره ورکه کړي. دا د کرزی بله سیاسی تیروتنه وه چې د ځانګړې محکمې د پریکړې د پاسه بله کمسیون جوړ کړ.
د افغانستان د دولت لویه ستونزه دا ده چې افغان دولت د نظار شورا په غیږ کې پروت دولت دی دا شمالی تلواله هم دولت دی هم ضد دولت دی هم مطبوعات چلوی هم د ملی اردو او ملی پولیس او استخبارات بڼست جوړوی نو ځکه افغان دولت لکه یوه نشه سړی کږه وږه روان دی چئ نه خپله پوهیږی چې چیر ته درومی او نه ولس پوهیږی چې په دې خاوره څه چل روان دی او ولې د افغان دولت کارونه سؤر نه نیسی او د دولت دریګونې ځواکونه یو دبل سره جنګیږي. د حل لاره دا ده چې د شمالی تلوالې پربڼست د دغې مفسدې نظام ټغر له ټول افغانستان څخه راټول شي ترڅو چې د یوه ملی منتخب نظام د جوړیدو د پاره لاره هواره شي.
په درناوی