د انګلستان پلازمينه لندن کې
د پانيپت درېيمې لويې پرېکندې جګړې
د څېړنغونډې په اړه په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې پيغام
درنو هېوادوالو!
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غړي په دې وياړي، چې په لندن کې د افغاني فرهنګيانو په هڅو د افغانستان د تاريخ د غوره پېښو په اړه دغه پوهنيزه څېړنغونډه جوړه شوې ده او زموږ د هېواد د تاريخ په رڼا کې د پانيپت درېيمې پرېکندې جګړې پېښو ته يې ځانګړې کړې ده.
درنو پوهانو، فرهنګيانو او د دغه څېړنغونډې درنو ګډونکوونکو!
تاسو ته څرګنده ده، چې د بشري ټولنيز ژوند هېنداره د دغو ټولنو تاريخي پېښې دي، چې د وګړو ذهني شاليد جوړوي او د هويت په برخه کې يې غوره اغېز لري، نو د افغانستان د تاريخي پېښو په اړه علمي سيمينارونه افغاني ټولنه ژوندۍ ساتي، د نسلونو په منځ کې د پوهاوي رښکۍ غزوي او بېلابېل نسلونه سره نيژدې کوي.
د افغانستان په څو زره کلن تاريخ کې ډېرې د وياړه ډکې پېښې ثبت شوې دي، چې هره پېښه خپل ټولنيز، سياسي او بشري ارزښتونه لري، نو د ننني افغانستان په تاريخ کې د لوی احمد شاه بابا واکمني او د احمد شاهي افغاني امپراتوري جوړېدل په سيمه او نړۍ کې خپل غوره تاريخي ارزښت لري، چې هر افغان پرې وياړي او نور ورته د درنښت په سترګه ګوري.
په نړۍ کې ګڼشمېر امپراتوران تېر شوي دي، چې د خپلو هېوادونو او وګړو لپاره يې د هوسا ژوند امکانات را منځ ته کړي دي، خو د لوی احمد شاه بابا امپراتوري په سيمه کې سوله رامنځ ته کړه او د اسلام مبين دين يې د هند په وچه کې نور هم پسې خپور کړ او د عدالت واکمنۍ يې د اسيا په بېلابېلو سيمو کې رامنځ ته کړې.
د پانيپت د جګړې نه مخکې د ۱۸ پېړۍ په پيل کې د هند د مغولو واکمني کاوړې شوې وه او د سيمې د ټولنيز نا انډولتيا له وضيعته سره د ګڼشمېر سيميزو ټبرونو سرغړونې او په نورو ټبرونو يرغلونه پيل شوي ول. يو شمېر ټبرونو د خپل واک د خپرېدو هلې ځلې پيل کړې وې، چې واړه قومونه وځپي. هغه مهال په سيمه کې د مراتيانو ټبر تر نورو ډېر واکمن و او پياوړی وسلوال اغېز يې درلود، چې د مغولو له تضعيفېدو سره په سيمه کې د مراتيانو د کانفيدراسيون د پياوړې کېدلو ولولې هم رامنځ ته شوې، چې مراتيانو په سيمه کې د خپلې واکمني د پراخولو هڅې پيل کړې، نو د افغانستان لوري ته يې هم د خوځيدو خيال په سر کې ؤ، خو د افغان لوی امپراتور احمد شاه بابا د مراتيانو د پرمختګ مخه ونيوله.
د پانيپت درييمه پرېکنده جګړه د هارينا (Haryana) واکمني، چې د ډهلي په ۱۳۰ کيلومتري واټن کې موقعيت لري، نو د مراتيانو له ځواکونو سره د ۱۹۶۱ ميلادي کال د جنوري په ۱۴ نېټه د ۱۲۵۰۰۰ سرتېرو په ګډون پيل شوه، چې د افغان ځواکونو په ګټه پای ته ورسېدله او لږ تر لږه ۷۰۰۰۰ سرتېري د څو ورځنيو جګړو په ترڅ کې ووژل شول، چې د داسې جګړې ساری د بشر په معاصر تاريخ کې نه ؤ ليدل شوی.
درنو افغانانو!
انسانان د خپلو تېرو تاريخي ارزښتونو په رڼا کې دعبرت زده کړه تر سره کوي، نو د افغانستان د وروستيو څو لسيزو په بهير کې هم په سيمه کې د ټبرونو ناانډولتیا رامنځ ته شوې ده. افغانان لومړی د روسانو لخوا وځپل شول، چې پايله يې د شوروي اتحاد ټوتې کېدل، په سيمه کې د نويو ټبريزو واکمنيو رامنځ ته کېدل او په سيمه کې د پښتنو ټولنيز ضعيفېدل شول، چې په افغانستان کې د قومي جګړو اور بل ساتل شوی، چې وروستۍ لسيزه هم د لوېديزو ځبرځواکونو لخوا پښتانه ځپل کېږي او په افغانستان کې نننۍ ناخوالې ليا روانې دي، نو افغانان بايد د دغو پېښو په پام کې نيولو سره د يووالي استعداد په ځان کې وروزي او په سيمه کې بيا يوه پياوړې افغاني اداره رامنځ ته کړي.
درنو هېوادوالو!
افغاني کلتوري ټولنه په دې وياړي، چې زموږ هېوادوال او په لندن کې افغاني فرهنګيان وتوانېدل، چې د افغانستان د تاريخي وياړونو، ملي ارزښتونو او په سيمه کې د افغان امپراتوري په اړه يې دغه نننی پوهنيز سيمينار سمبال کړی. موږ په دې اند يو، چې د دا ډول سيمينارونو سمبالول د راتلونکي نسل لپاره روزنيز، مالوماتي او د پوهاوي مشال ګرځي او د افغانستان د تاريخ او ټولنيز ارزښتونو ډېوه بله ساتي.
اداري کميسيون