په داسي وخت کي چي د معلوماتو انتقال، د نورو انسانانو او ټولنو سره د اړیکو د نیولو امکانات او همداراز د ټولنو منځ کي اقتصادي اړیکي د بشري تاریخ له لیدلوري یوه بېساري عوج ته رسېدلي، فکر کوم عصري انسان په فوق العاده کچه د مسؤلیت احساس ته اړتیا لري. نړی څخه که غواړو نه غواړو ورو ورو یو نړیوال کلی جوړیږي او دغه کلی مسؤلیت احساسونکو وګړو ته ضرورت لري.
مسؤلیت احساسول معنی خپل هر عمل په داسي ډول ترسره کول چي څوک یې د اجراء کولو وروسته جواب ورکولای سي؛ که دا جواب یا حساب ورکول د خالق یا مخلوق مقابل کي وي. مسؤل انسان خپل اعمال، چلند او رفتار د حساب او جواب ورکولو د بیري له کبله د سوچ او تدبر پر بناء دروي. د مسایلو، حوادثو او یا خلګو په اړه که دریځ غوروي نو د عجلې او بېفکری څخه پرهېز کوي. مسؤلیت احساسول یعني مسؤلانه چلند لرل او کول او پوخ موقف خپلول.
کله چي د ټولني په غړو کي د مسؤلیت احساس او نوري ښېګڼي لکه ویښ ضمیر، خیرخواهي، عدالت خپل وزرونه وغوړوي نو ژر ده چي د الله په فضل سره دي ټولنه د کامیابی افق ته پرواز وکړي. د جامع او افرادو د سعادت د کِمیا د ترکیباتو څخه یو ترکیب د مسؤلیت احساس او مسؤلانه چلند لرل دی. څوک چي اګاهي ولري چي دې نړی او کون کي یوازي ندی او نه یوازي والي یا فردیت کي ژوند کوي او نور انسانان او مخلوقات هم شتون لري، هغه پوهیږي چي خپل اعمال باید په مسؤلانه ډول ترسره کړي.
د مسؤلیت احساسولو خصلت او صفت د هغو خصالو او اوصافو څخه دی چي ټول سالم الفطرت انسانان يې خوښوي او ورباندي راټولیږي. بلي، دغه صفت د انسان دوستی علامه ده.
مسلمانان بیا نه یوازي دا چي د انسانیت د ارزښتونو له کبله د مسؤلیت احساسولو صفت غوروي او محترم یې ګڼي، بلکه پدې خاطرهم ورته وفادار دي چي په دین کي ځلانده اصل لري. رسول الله صلی الله علیه و سلّم په څومره ښکلي انداز فرمایي:« کُلکم راع وکلکم مسئول عن رعيته…» (تاسو ټول مسئوول ياست او دخلګو په وړاندې مسئوليت لرئ…).
نو د مسلمان ضمیري او دیني وظیفه ده چي په مسؤلانه ډول عمل وکړي. چا چي د پورتني حدیث په رڼا کي عمل ترسره کړی د خالق تعالی بندګي یې وکړه.
البته دلته یوه خبره اړینه بریښي. هغه دا چي د مسؤلیت احساس درلودل د ډیرو او یو د بله متفواتو شیانو په وړاندي وي، لکه کورنۍ، وطن، ټولنه، والدین، دین، امت، ولس، د کار ځای، خپل ځان، مال او ډېر نور.
یقیناً هر چیرته او هر وخت مسؤلیت احساسول او مسؤلانه چلند لرل او کول یوه مجاهده ده. تدبیر او کلکه اراده غواړي. دا یوه سخته دایمي هلي ځله، یو تکلیفي کوښښ او ستړې کونکې سعي ده خو ثمره یې خوږه او رنګینه ده. انسان په دې مجاهده سنګین وي او سنګین په ښکاري. لا اُبالي انسان هم ځان ته هم بل ته زیان رسوي. مسؤل انسان د خپلو پرېکړو په انتخاب کي حتی الوسع ګوري چي ښه پرېکړه او فیصله انتخاب کړي؛ نو نتیجه کي هم د ځان او هم د بل د پرمختګ او سعادت سبب وګرځي.
د مسؤلیت احساس که سیاسي مشرانو کي پیدا سو نو عجایب او غرایب به وینې. بېمسؤلیته سیاسي مشر وبا او بلا وي. ایا څوک خوښوي چي له خلګو او ماله ډکه کښتۍ دي یو لا ابالي انسان وچلوي؟ بیا په خاصه یوه داسي کښتۍ چي نژدې ده طوفانونو او اوچتو څپو کي غرق آب سي؟
طبعاً، هر څوک داسي اضطراري وخت کي (او هم عادي وخت کي) داسي سیاسي مشر غواړي لکه امیر المومنین عمر ابن خطاب رضي الله عنه. عمر (رض) یو داسي پاچا تېر سوی چي د مسؤلیت احساس یې په ډېر نااشنا او ښکلي ډول ځان کي راوستلی و. دی قسم خوري او وایي چي ډاریږي چي که یو خر عراق کي ولویږي نو الله به له د څخه پوښتنه کوي چي عمره ولي دي سړک نه جوړاوه؟
محترم لوستونکې! یوځل ژور فکر وکه دې خبري باندي … عمر چي یو غټه امپراتوري یې درلوده آن د یوه باروړونکي حیوان په اړه ځان مسؤل ګڼي او څومره بېشماره واکمنان سته چي د زرهاو انسانانو خون ورته عادي بریښي.
ویل کیږي چي عمر (رض) به د یوې زړې، ړندې او بېوسي ښځي دهلیز ورجارو کاوه، کور به یې ور پاکاوه او کچره به یې لیري کول. دغه ښځه بالآخره مړه سوه خو خبره نه وه چي هغه سړی چي مرسته ورسره کوي عمر (رض) دی. واقعاً چي بیخي د تعجب وړ انسان و. له همدې کبله د فرانسې د انقلاب یو مشر چي لا فایت نومیږي د یوه بیان ترڅ کي وویل چي «یا عظیم پاچا د عربو عمر ابن الخطاب! په تحقیق سره چي تا اصلي عدالت راوستلی و!».
د سیاسي قیادي طبقې د مسؤلیت احساس چي داسي حد ته ورسیږي نو د سیاسي واک لرلو مستحق وي؛ ځکه واک امانات دی او بېمسؤلیته انسان سره امانات ساتل د خطرې ډک کار دی. خو د مسؤلیت احساس لرل صرف سیاسي مشرتابې باندي منحصره وظیفه نده. هر فرد باید پدې هکله کوښښ وکړي؛ په تېره بیا موږ افغانان چي بېړۍ مو د بېړني حالت څخه وژغورو او د الله په رضا وطن کي د درو لسیزو جنګ وروسته یوه پیاوړې او سمسوره ټولنه جوړه کړو. یقیناً چي ټول بریالیتوب د الله له طرفه دی.