کور / خبرتیا او پيغامونه / هغه چي لايې دمرګ وخت نه و هغه مړسو

هغه چي لايې دمرګ وخت نه و هغه مړسو

دکندهاردولایت دښوونې اوروزنې ،تر ټولوزیاته سابقه لرونکی(سر ښوونکې) ښاغلې جان محمد خان هم مړسو  !   
ښاغلې جان محمد خان دکندهار دولایت دمیوند دولسوالۍ  په سنګيحصار نومي کلي کي دحاجي محمد ابراهیم خان توخي په کلاه کي زېږېدلئ او دحاجي محمد ابراهیم خان توخي زوی وو.خپلي لومړنۍ زده کړي يې په سنګيحصار کي پای ته ورسولې،وروسته دکندهار ښار ته راغلئ او په احمد شاهي لېسه کي يې تردوولسم ټولګۍ پوري درس ولوستئ.بیا يې دکندهار په عالي دارامعلیمن کي دمسلکي معلمۍ زده کړي وکړي. تر زده کړو ورسته دمعلمۍ  په لومړي کال  دسرښونکې په دنده وګمارل سو.سر معلم صاحب جان محمد خان کله چي دئ لا دلېسی شاګرد وو،دلېسی دمدیر جاجي ګل محمد(حاجي ګلوجان) سره ښه مناسبات لرل.پدي وجهه دوخت به سیاسي حلقو کي جان محمد خان د(اخواني) جان محمد په نوم معرفي سو.جان محمدخان له هغه وخته دونه دسړې سینې خاوند انسان وو،چي دځان په دفاع يې هیڅ چاته څه نه ویل.زه هغه وخت له ده سره آشنا سوم چي دی به دیولسم یا ددولسم صنف شاګرد وو (۱۳۵۰)هجري کال کي. خداي بخښلئ سر معلم صاحب یوازادخیاله ،مجلسي ،مسلمان خونه اخوانی ،دهرچاه سره يې بیله کومي تمي اوتوقع یاري ساتل.دهیڅ چا دښمن نه وو،خپل جایئداد يې لاره ، په کلي او وطن کښي چا فکر نه کاوه چي دی مالک دي.دخپل توان برابرپرخپلوکلیوالو مهربان وو.دخپل مکتب اومعارف کاکونکي يې وخت ناوخت میلمانه کول،په کندهارکي به داسي دتعلم او تر بیي مدیر،ریس ،معاونین او مفتش نه وي چي دسرمعلم صاحب جان محمد خان پر سترخان دي  يې ډوډۍ نه وي خوړلې. په پښتون ولي اومړانه ترچا کم نه وو،مايې دمړاني کیسه په خپل اثر(استبداد) کښي چي دري کاله مخکي چاپ سویدي لیکلې ده.
دکندهار په معارف کښي دسردارداودخان دحکومت له شروع ۱۳۵۲هجري کال څخه بیا ۱۳۸۹هجري کال ترلمړیو پوري یعني تقریباً ۳۶یا ۳۷کاله ښاغلې جان محمد خان سرښونکي پاته سوي وو.یوازي په دامنځ کښي دڅه وخت لپاره دکابل په حبیبیي  لېسه کي ښونکی سو،بیا بیرته کندهار ته راغلي او په هغه ښونځۍ کښي دسرښونکي دندي ته ادامه ورکړل.مرګ ظالم دي،کاشکي يې یوڅه له انصاف څخه کار اخیستلاي،سرمعلم صاحب جان محمدخان دخپل عمر ۶۳کاله لا سم پوره کړي نه وه.ومعارف ته ډیرو خلګو خدمت کړیدي،خو دونه زیات وخت دسرښونکي پر دنده اوبیا تقربیاً  (۳۰) کاله په دووښوونځیو کښي (شاحسین هوتکي او زرغو ني آنا متوسط) چي دا دوي ښونځۍ په یو دیوال ایحاط سویدي، بل داسي مثال نسته.زه دځان او خپلې کورنۍ لخوا دسرمعلم صاحب جان محمد خان دنا څا پي مړیني له امله دده  وروڼو(حاجي لعل محمد خان،حاجي محمد عیسی خان)اودسر معلم صاحب کورنۍ  ته تسلیت او ځانونه له دوي سره پدي غم کي شریک بولو.خداي دي ددوي کورنۍ او ټول افغان ولس له غمه وساتي .امین یاربالعالمین .