کور / هراړخیز / افغانان له جنګ نه زیات د محیطي ککړتیاوو له امله مري

افغانان له جنګ نه زیات د محیطي ککړتیاوو له امله مري

که له یوې خوا د جنګونو له امله زموږ بې ګناه هېوادوال هره ورځ خپل ژوند له لاسه ورکوې خو له بلی خو د ناسم چاپېریال ( د هوا  ککړتیاوو) له امله هم خپل ژوند له لاسه ورکوې چې دناسم چاپېریال په رامنځ ته کیدو اویاد هوا په ککړتیا کې دخپله افغانانو ترڅنګ د نړیوالو ځواکونو فعالیتونه هم مستقیما  اغیزي لري.


د ترسره شوو څیړنیو او احصایو له مخي په دوه زره لسم کال کې د نړیوالو ځواکونو د بمباردونو، د شپنیو عملیاتو او مخاخ جګړو او د وسلوالو ‌طالبانو د ځانمرګو بریدونو،  بمي بریدونو  او وسلوالو بریدونو له امله شااوخوا دوه زره اوه سوه اوه اویا تنه  وژل شویدي.


خو د محیطي او چاپېریالی ککړتیاوو له امله یوازي په پلازمینی کابل کې د کال شااخوا دري زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي که دولایتونو د لویو ښارونو احصایي ورسره وشمیری نو کیدای شي دغه شمېره دوه برابره نوره هم لوړه شي چې دا ډیر لوړ رقم دی په نړۍ کې د محیطی ککړتیاوو له امله چې خپل ژوند له لاسه ورکوي.


په  نړۍ کې هم د هوا او محیطي ککړتیاوو له امله مخکی له وخت څخه د خلکو په  مړینه کې ډیر زیاتوالي راغلی دی د نړیوال روغتیایې سازمان د راپور له مخي  هر کال د څلورو میلونو په شااوخوا کې خلک مري.


ددغه راپور په اساس په دغه شمېره کې یو اشاریه پنځه میلونه خلک مستقیما او دوه اشاریه پنځه میلونه خلک په غیر مستقیم ډول د هوا او چاپېریالی ککړتیاوو څخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.


انسان په څلریشتو ساعتونو کې شل زره ځلی هوا تنفس کوې نو که هغه هوا له دوړو ،ګردونو او میکروبونو څخه ککړه وې نو حتما هغه د تنفس په واسطه د انسان بدن ته داخلېږی او په بیلابیلو روغتیایې ناروغیو باندی اخته کېږی چې بلاخیره ورڅخه خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.


اروپایې هېوادونه چې د چاپېریال له پلوه ښکلی هوا او په شنو ځنګلونو او شنو بوټو باندې پټ دي خو د سیانس او ټکنالوژی د زیات استعمال له امله چې دهوا ککړتیا سبب ګرځې په دوه زره پنځم کال د یوې احصایې له مخې په یاد کال کې دری سوه اولس زروکسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دی.


نوچاپېریالی پوهان اندیښنه څرګندوې چې دهرکال په تیریدو سره دنړۍ د ګرمیدو دحرارت درجه لوړیږی او کیدای شی په راتلوونکې  کې نورې ډیری ستونزی هم له ځان سره ولری.


خو بیرته راګرځو د خپل هېواد محیط او چاپېریال ته چې پدې وروستیو کې د هوا ککړتیا ډیره زیاته شوې چې لاملونه یې هم روښانه دی او بایدخلک ورته سر له اوس څخه ډیره پاملرنه وکړي ترڅو دخپلو او راتلوونکو نسلونو ژوند یو څه ډاډمن کړي ځکه که همدغه وضیعت دوام وکړي نو کیدای شی د پلازمینی کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د خلکو ژوند له ګڼو تهدیدنو او ستونزو سره مخ شي.


په ښارونو کې د هوا د ککړتیا لاملونه خورا ډیر دی خو موږ به یې له یو څو مهمو څخه یادونه وکړو چې د هوا او محیط په ککړتیا کې مستقیما تاثیر لري.


۱: د نړیوالو ځواکونو الوتني او موټریزی ګزمی :  په پلازمینی کابل او د هېواد په لویو ښارونو کې  الوتني او ګرځی چې د هوا په ککړتیا کې مهم رول لری ځکه یوه الوتکه د پرواز پرمهال ډیر زیات اکسیجن په مصرف رسوي او په هېواد کې هره ورځ دایساف او د امریکایې ځواکونو په سلګونو فوځی الوتکی الوتنی کوې چې د چاپېریال د ککړیدو باعث ګرځی.


دیوې احصایې له مخې یوه الوتکه چې کله له پلازمینی کابل څخه تر ډیلی پوری ځې نو د کابل د ټولو ښاریانو د یوې ورځی اکسیجن په مصرف رسوی نو که چیرته ډیرې الوتنی وشی نو تاسو څه فکر کوې  څومره اکسیجن به په مصرف ورسوی او نړیوال ځواکونه هره ورڅ څومره الوتنې کوی او د څومره اکسیجن مصرف لری او له بلی خوا د فوځی الوتکو اوازونه یوه بله ککړتیا ده چې دژوندیو موجوداتو باندې نیغ په نیغه تاثیر کوي.


فوځی موټریزی ګزمې چې په ښار او ولسوالیو کې پرته له کوم کار څخه  ګرځیږی نو په محیط باندی ناوړه اغیزه لری او د اکیسجن په مصرف کې زیاتولی راځی او بالمقابل ککړه هوا یا کاربن ډای اکساید هوا ته ورکوې چې د هوا ککړتیا رامنځ ته کوې اوبیاورڅخه خلک ژوند له لاسه ورکوي.


نو نړیوال ځواکونو د اکسیجن د مصرفولو په مقابل کې هیڅ د اکسیجن د تولید لپاره کار نکوی بلکی د همدوی د بمباردنو او بریدونو له امله د هېواد په کونړ، ننګرهار، نورستان، لغمان، پکتیا ،کندهار او نورو ولایتونو کې طبیعی او غیری طبیعی ځنګلونه هم له منځه وړل کېږی چې د اکیسجن د تولید لویی کارخاني دی.


نو نړیوال ځواکونه باید د افغانستان خلکو ته د چاپیریال تاوان ورکړی ترڅو خلک وکړي شی بیرته د خپلو شنو ځنګلونو او شنو پټیو څښتنان شی او له افغان حکومت له مسولینو څخه غوښتنه کوو چې دغه موضوع د چاپېریال له اداری سره وڅیړی او د یو منظم پلان  او په دلایلو ولاړ  راپور له مخې د دوه زره یولسم کال د ډیسمبر په میاشت کې په بڼ کې دجوړیدوکنفرانس پرمهال یاده اوله نړیوالي ټولنی دتاوان غوښتنه وکړي ترڅو په افغانستان په چاپیریالی کارونو باندی ولګول شی چې د خلکو ژوند ورسره په ښار اوولسوالیوکې مطمن شي.


۲: دولتی موټر:که څه هم د زیاترو دولتی چارواکو موتری که هغه په ټیټه کچه وې او یا که په لوړه کچه نوی، لوکسی او ښی موټرې رانیولی وی چې ډیر لوګی نکوی خو دوی پرته له ضرورت او له یو موټر سربیره دری څلور او حتی ځینی چارواکې خو تردی هم ډیر ځان په پسی ګرځوی چې دا هم د هوا د په ککړتیا باندې تاثیر کوی او د خلکو ژوند ګواښی او دوی بیا له عوامو څخه یو څه لوړ هم وې ځکه دوی ډیر تیز اوپه سرعت په ښار اوولسوالیو کې ګرځیږی چې له اواز اوهارنډونو له غږونو څخه یې هم خلک هیریږی.


۳:  شخصی موټری: په پلازمینی کابل او د هېواد په لویو ښارونو کې د موټرو ډیرښت چې هره ورځ له بهرنیو هېوادونو څخه را واردیږی او زیاتره  دویم لاس موټر دې او په کابل کې د ګرځیدو  پر مهال دومره ستونزی خلکو ته راپورته کړی که  له یوې خوا خپلو کارونه په منظمه  توګه رسیدګی نشی کولای او له بلی خوا دغه موټر زیات لوګی او ګردونه کوې چې د محیط په خرابولی کې مهمه  ونډه لري ځکه د افغان دولت لخوا ددغو موټرو په را واریدونو او په ښارونو کې د ګرځیدو پرمهال هیڅ ډول کنترول نشته دی.


۴: فابریکی او نور فعالیتونه: د موټرو ترڅنګ په پلازمینی کابل او لویو ښارونو کې د بریښنا او نورو کارونو د اجرا لپاره د شخصي جنراتورنو لګول او هم د فابریکو  شتوالی چې د خپلو تولیداتو او کار پرمهال زیات اکیسجن په مصرف رسوې او د هوا په ککړتیا کې مهمه ونډه لري .


نو د هوا د ککړتیا نور عوامل هم شته دی چې هوا خرابوې او د خلکو ژوند ګواښی نو درنو لوستونکو څرنګه چې مو مخکی وویل په جنګ کې د خلکو د وژنی څخه د هوا ککړتیا ډیر خلک وژنی نو ددواړو پدیدو هم د جنګ او هم د محیطی ککړتیا په مقابل کې مبارزه وکړې جنګونه ودروي او په ښار  او ولسوالیو کې د ځنګلونو او شنو بوټو په کینولو کې هڅه وکړی ترڅو داکیسجن د تولید کچه لوړه شی او چټله هوا چې ستاسو د فعالیتونو په نتیجه کې هوا ته افرازیږی جذب کړی.


په ښارونو کې د موټرو د ګرځیدو پرمهال احتیاط وکړۍ یانی له ضرورت پرته ډیر موټر مه استعمالوی او د خپل کور او ښار محیط ته پاملرنه وکړی ځکه که محیط مو جوړ او صفا وو نو له ګڼو ناروغیو څخه به خلاص او د خلکو ژوند به مو ژغورلي وي او که نه له یوې خلک به د جنګونو پواسطه وژل کېږو او له بلی خوا به د ککړې هوا له امله چې د همدغو جنګونو او زموږ د نورو فعالیتونو زیږنده ده اوخپل ژوند له لاسه ورکوو نو یو وخت به راشي چې افغانستان له اوسیدلو نه وي خو بیا به وخت له مونږه تیر وي خو نو پکار ده  همدا اوس لاس پکار شو ځان او راتلوونکی نسلونه له دغه حالته وژغورو .