کور / هراړخیز / افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې – دوهمه برخه

افغانستان دغازي امان الله خان په دوره كې – دوهمه برخه

غازي امان الله خان(د شاه امان الله خان د دورې مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
لومړى څپركى:
دويمه  برخه:
ليكواله/ (Drs, Senzil  Nawid) ژباړه: جاويد واك


ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی



په افغانستان كې د مشرۍ يا قدرت، جوړښت او مفهوم:
د افغانستان معاصره دوره په ۱۷۴۷ زېږديز كال د احمد شاه بابا له واك ته رسېدو ، چې د ابداليانو د سدوزيو له قبيلې سره يې تړاو درلود پيلېږي.
 د احمدشاه بابا له واك ته رسېدو سره سم په افغانستان كې څلور عمده قومونه(پښتون، تاجك، ازبك او هزاره ) د عمل ډګر ته را ووتل  او د هيواد ساتنې او ژغورنې مفكورې پكې پيدا شوې.ان دا چې افغانستان نن د هماغو قومونو او د هغوى د هڅو په نتيجه كې سره پييل شوى دى.
له احمد شا بابا څخه وړاندې: كندهار، هرات او سيستان د صفويانو تر ولكې لاندې وو، په كابلستان، ټول جنوب او جنوب لوېديځو سيمو كې مغلانو حكومت كاوه او بلخ، تخارستان، بدخشان او ميمنه د ازبكانو تر كنټرول لاندې وه.(چې كه احمدشابابا نه واى راغلى نو ننى افغانستان به اوس په څو برخو وېشل شوى واى).
په شپاړلسمو او اولسمو پېړيو كې پښتنو لومړى د مغولانو او بيا د صفويانو پر ضد قيام وكړ.
په ۱۵۷۹ كلونو كې د مغولانو پر و ړاندې د پښتنو د پاڅون رهبري د بايزيد انصاري په لاس كې وه، چې وروسته بيا په پير روښان مشهوره شو.
او همدا راز د دغو جګړو بل رهبر د پښتنو سياسي، ملي او مبتكر شاعر خوشال خان خټك و، چې د مغولانو پر وړاندې يې په كلكه ودرېد.
په ۱۷۰۷ ميلادي كال كې ميرويس نيكه، چې د غلجيانو له قبيلې سره يې تړاو درلود، په كندهار كې د صفويانو قدرت را وپرځوه  او همدا راز د مير ويس نيكه د مړينې په وخت كې پښتون جنګيالي اسدالله خان چې د درانيانو له سدوزيو سره يې تړاو درلود په هرات كې يې د صفوي دولت ستنې ماتې كړې اوياد حكومت يې ړنګ يې كړ. اسدالله خان بريالى شو چې د خپل واك نفوذ د ايران تر پولو وغځوي.
په ۱۷۲۲ زېږديز كال كې د ميرويس نيكه زوى شامحمود هوتك  صفويان تعقيب كړل او په لږه موده كې يې د هغوى مركز اصفهان هم تر خپل كنټرول لاندې راوست.
كه څه هم هوتكيان د نادر افشار لخوا بېرته را وپرځول شول، خو د دوى ياد واك او قدرت د دې سبب شو، چې په افغانستان كې يو پياوړى، تلپاتې او مركزي دولت را منځ ته شي.
همدا راز په ۱۷۴۷ كال كې د نادر افشار له مرګ وروسته په كندهار كې يوه بين الاقوامي جرګه د (لويه جرګه) په نوم جوړه شوه، چې ابداليانو او غلجيانو پكې لوى لاس درلود.
(د تكړه تاريخ ليكونكي، غبار په وينا په ياده جرګه كې تاجكان، ازبكان، هزارګان او بلوچان هم شامل وه).
په لويه جرګه كې احمدخان سدوزيي، چې وروسته بيا د بابا لقب وركړل شو د افغانستان د مشر په توګه وټاكل شو.
د قبايلو مشرانو خپل بيعت له احمدشابابا څخه اعلان كړ،په دې ډول (۱۷۴۷-۱۸۴۲) د ابداليانو حكومت تاسيس شو،چې ۲۵۰ كاله يې د پښتنو واك او قدرت تامين كړ.همدا راز د يو نوي افغانستان منځ ته راتګ د احمدشابابا لخوا د دې سبب شول چې په دغه هيوادكې ټول قومونه او سيمي سره نږدې شوې او دغه اړيكې داسې وپييل شوې چې په اسانۍ سره يې جلا كول هېڅ امكان نلري. (۲۰)


د اسلام تر سيوري لاندې د دولت او قبايلو ګډ ايتلاف:
په افغانستان كې د دولت نظامي قوت له پښتنو قبايلو څخه جوړ وو، نو له همدې امله هغوى د دولتي ځواك د بنسټ په نوم يادېدل.
كه څه هم احمدشابابا د خلكو لخوا وټاكل شو او خلكو د هغه بيعت وكړ، خو بيا هم پښتنو قبايلو هغه د يو قبيلوي مشر په توګه پېژانده. پادشاه مجبور وو، چې خپلې ټولې پرېكړې او كړه وړه د اسلامي قوانينو پر اساس طرح كړي او همدا راز دې داسې تصاميم غوره كړي چې په هغه كې د پښتونولى او عزت نښې نغښتې وي.
له همدې امله ټول كارونه د اسلامي قوانينو پر اساس پر مخ وړل كېدل، خوبيا هم پادشاه مجبور وه، چې له قبايلو سره مشورې وكړي.
له بلې خوا په هما غو وختونو كې د يو سم منشور د نشتوالي له امله هم كله كله د قدرت د مينه والو تر منځ ستونزې را ولاړېدې، يانې په دې مانا چې داسې يو قانون نه و موجود چې پادشاه دې د هغه پر اساس وټاكل شي بس هر چا به هڅۀ كوله، چې د ولس زړه لاسته راوړي.
نو له همدې امله د سياسي زعامت پالل او پر مخ وړل به كله كله د قومي او قبيلوي دودونو تر منځ راګېر شول او د دې پر ځاى چې د مركزي قدرت وفاداري وكړي، د شخصي  او فردي ګټو په لار به روان شول.         (۲۱)
د احمد شابابا په راتګ سره ډېرو كارونو تغير وموند. احمد شابابا د اسلامي سياسي مفكورې ملاتړ وكړ او هغه ته يې د خپل حكومت د يو مهم اړخ په سترګه وكتل. له همدې امله يې په ډېر لږ و خت كې د نظامي برياليتوبونو په وسيله د خپل نفوذ ساحه پراخه كړه. د احمد شابابا همدا هڅې د دې سبب شوې چې قدرت يې په يوې سترې امپراتورۍ واوښت. د هغه مقام يې د يو جهادي رهبر او اسلامي مدافع په توګه تثبيت كړ.     (۲۲)
په ۱۷۶۱ كال كې د پاني پت جګړه د احمد شابابا د فتوحاتو په منځ كې د هند په نيمه وچه كې له مهاراته وو سره ترسره شوه، دغې جګړې د هندوانو پر وړاندې د يوې اسلامي جګړې (جهاد) بڼه درلوده.
د احمد شابابا په موده كې د هندوستان شمالي سيمې، د ايران شرقي سيمي او ماورالنهر د افغان حكومت تر كنټرول لاندې راغلل. او له بلې خوا د پښتنو قبايلو جنګي حس له خپل منځي جګړو څخه د نړيوالو او نړۍ نيونې ولورته واوښت.
په هره جګړه كې د احمد شابابا برياليتوب بالاخره  هغه د نړيوال حيثيت له مخې  دنياوالو ته د يو اسلامي  مبارز، يومسلمان او افغان پادشاه په توګه ور و پېژندل شو.
ځكه چې احمد شابابا خپلې ټولې  فتحه كړې سيمي د سند تر دريا پورې مغول باچا ته وسپارلې، نو له دې څخه دا مالومېږي چې د هندوستان په طرف د ده د لښكر كشى يوا ځينى هدف د اسلامي مفكورې خورول و. او غوښتل يې چې د اسلام لمن و غځوي، چې په دې كار كې بريالى هم شو.


نور بيا…


ماخذ(اخځليكونه)


_ 20 د احمد شابابا تر كنټرول لاندې سيمي: قندهار، هرات او سيستان چې پخوا د صفويانو په لاس كې وې. كابل او همدا راز جنوب، او جنوب غربي سيمې چې  پخوا د مغولانو لخوا اداره كېدې. همدا ډول بلخ، تخارستان، بدخشان، ميمنه چې مخكې  د ازبكو لخوا اداره كېدې. احمد شا بابا وكولاى شول چې داسيمې د افغان حكومت تر كنټرول لاندې راولي.


21- Oleson, Islam and politics in Afghanistan , 63.


_ 22 فرېر په خپل كتاب كې د هغه وخت د افغان امپراتورۍ حدود داسې ياد كړي دي: په شمال كې د امو درېا او د كافرستان غرونه. په جنوب كې د عمان بحيره. په ختيځ كې د تبت غرونه، د اندس او ستلج سيندونه. او په لوېديز كې ټول فارس او كرمان.                 
   ( فرېر،د افغانانو تاريخ)