کور / سياسي / وطن لیلامیږي

وطن لیلامیږي

دراډیوګانو له قراره دا اوازه  رښتیا ده ، چې له امریکا سره ستراتیژیک تړون  امضاء کیږي  ، پرون  دکابل  دارګ او پارلمان  استازو ورځ  په دې چنو پوچه  کړه ، چې دوطن دلیلامۍ دا جمعه بازار به چیرته لګیږي  ، دکټواز نادر او دبازارک منوس خان ویل  چې بازار به که خیر وه ، دملت په هندوساخت کور !؟کې جوړوو  ، خو جرمني دادفر په خبرو خبرو کې  خپلې جرمنۍ کیږدۍ ته زور واهه  .
له دې خبرو دانتیجه بود کیږي ، چې نور نو ، خر ختلی په لکۍ بند دی ، دوطن دلیلام مقدمات پوره شوي دي، یوازې خبره دځای پاته ده ، چې په کوم بازار کې به بولۍ ته وړاندې شي .
ددنیا او افغانانو په کلتور کې وطن دمور مقام لري  ، او خرڅول یې تقریبا دمور  د ودولو مرادف بلل کیږي ، په کټواز او پنجشیر کې  چې دکوم کلیوال لور ودیږي ، نو پلار یې دصحنې لیدلو ته دټینګې نه وي ، نوځکه په هغه ورځ کوم زیارت یابل دلیدو وړ ځای په خوله ورکړي او دماښام په خړه کې بیرته کلي ته راستنیږي  ، خوراشه دکابل سیاسي پنډتانو ته چې هریویې هڅه کوي ، چې دوطن مور دده  دوکالت او ولایت  په سیوري کې  واده شي ، اوخپله یې له نندارې خوند واخلي  العیاذ بالله
دا خو دموضوع بګراونډ دی ، که راشو اصلي مسئلې ته  ، زما په نظر خو داګونګوسې ، غوږواندي ، پس پسکي او بالاخره ډانګ پېیلې خبرې باید ساده ونه بلل شي ، کرزی  وایي له امریکا سره ستراتیژیک تړون امضاء کوم ، ما چې د کرزي داخبره اوریدلې له هماغې ورځې مې دستراتیژیک تړون په معنی پسې تلاش پیل کړی ، له ګوګل نه ونیسه د داریوش آشوري ترسیاسي اصطلاحاتو پورې  مې په هیڅ ځای کې دستراتيژیک تړون هغه معنی نه ده موندلې ، دکومې لپاره چې کرزي او امریکا خپله  لوبه عملا پیل کړې ده .
ستراتيژیک تړون  که دلته دامریکایانو ددایمي حضور په معنی واخلو ، نوبیا خوامریکایان راته ساده ښکاري ، چې له کرزي نه داسې کوم سند ترلاسه کوي ، که امریکایان په خپل شړپیدلي اقتصاد کې په رښتیا هم  دومره متره ویني  ، چې دتل لپاره دافغانستان ماموریت پرې وپاللی شي ، نو بیا یې کاغذي تړون ته څه اړتیا ده ، لکه لس کاله  یې چې افغانستان  په وچ زور ترخیټي لاندې ساتلی  وه کولای شي همداسې ادامه  ورکړي ، په معاصره ځنګلي نړۍ  کې دګیدړې قبالې نه بلکې دپړانګ پنجې کارنده او معتبرې بلل کیږي   .
 نورې کیسې په خپل ځای ،خو ترټولو دافسوس وړ خبره داده ، چې ددې شومې لوبې په اړه دافغانستان لوستي قشر خصوصا مطبوعاتیانو هم خورا بل خېل دریځ نیولی دی ، ځینې  دې واده ته  چکچکې وهي ، ځیني هماغه دودیدونکي لور دپلارپه شان له درد او دوکه یوازې مخ پرته کوي ، او ځینې نور په ټیغو سترګو او منافقت یوازې دصحنې ننداره کوي ، چې په (هو) او ( نه ) یې څوک نه پوهیږي .
قلموالو !  چې دوه لسیزې مو دملت په بودیجه او دهمدې وطن په عوائدو باندې زده کړې کولې ، آیا اوس یې حق یوازې همدا دی ، چې دخرڅلاو په مسئله کې یې بې پلوه پاته شو، حتما موږ او تاسو  ددې درنې موضوع په ګټه او تاوان پوهیږو ، او خپل برداشت ترې لرو ، چې داسې ده نو ولې مو ګونګه روژه نیولې ، تیره ورځ  دادفر سپنتا ددې کرغیړنې معاملې نه پرده لرې کړه ، خو دافغان مطبوعاتو او مطبوعاتیانو غبرګون ورته هیڅ وه  .
دابیا بیله موضوع ده ، چې په افغانستان کې به دامریکا ددایمي حضور  لیدلی خوب درښتیا کیدلو مخ وویني او کنه ، زما خو که مني  نو امریکا ته ویلی شم چې ( مه یې کرئ نه به یې دروکړي ) دا وطن او اولس له دنیا څخه نوکی متمایز او متغایر دی ، څنګه چې دڅاه دسلواغې په رسۍ له ونې څخه سړۍ نه شو راکوزولای ، دغسې  په افغانستان دنورې نړۍ  فارمولې ازمایل هم په تاریخي لحاظ قیاس مع الفارق  بلل شوي دي .
وایي فرانسس ویندرل په افغانستان کې دماموریت په مهال له دې هیواد سره دنړۍ دجنجال  یوډیر مهم فکتور کشف کړی وه ، ده ویل چې افغانان یوشی لري چې نوره نړۍ یې نه لري ، چې همدا شی له نړۍ سره دافغانانو دجنجال بنسټ جوړوي ، دده په وینا داشی افغانان ( غیرت ) بولي ، چې په نوره نړۍ کې نه حس کیږي ، نو ددې لپاره چې جنجال ورک شوی وي ، افغانان باید یا داشی له ځانه لري کړي ، او یایي نړۍ ته وروپیژني  ، مګر تاریخ ښیي  چې افغانان دخپلې دې شي پریښودلو ته حاضر نه دي نوځکه په کار ده چې نړۍ داشی ورسره قبول کړي ، ترڅو جنجال یوطرفه شي  .
داچې اوس امریکایان ددایمي حضور له لارې لاهم افغانان ددې شي  ( غیرت ) په پریښودلو اړ کوي ، ماته خو دملایانو په اصطلاح  ساذج تکرار ښکاري ، چې نتیجه به یې هم تکراري وي . وماذالک علی الله بعزیز
 
زموږ دمکتب دکتاب په وروستي مخ لیکل شوي وه ، چې  (وطن دمور حیثیت لري ، او ځنګلونه زمونږ ددې مور ټیکری بلل کیږي ، راځئ دنیالګیو په کینولو سره دخپلې مور دپردې حق ادا کړو )