کور / سياسي / د پښتنو پر ضد د ناولو هڅو درنه او پراخه څپه !

د پښتنو پر ضد د ناولو هڅو درنه او پراخه څپه !

دا دې د اطلاعاتو او فرهنګ چارواكي نه لولي
په رسمي او نارسمي توګه د پښتنو پر ضد د ناولو هڅو درنه او پراخه څپه !


د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت يا په بله وينا د حامد كرزي د حكومت د چارو د سمون لپاره پراخو اداري اصلاحاتو ته اړتيا ده .سره له دې ،چې د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو خپلواكې ادارې له ډېرې مودې را په دې خوا كار پيل كړى او ګڼې حكومتي ادارې يې ريفورم كړې ،خو له لويه سره له دې ادارې نيولې بيا په مجموع كې د ټولو هغو ادارو چاڼول هم بيا بيا ضرور دي ،چې له وخته د دوستۍ او انډيوالۍ پاللو په ترڅ كې چاڼ يا ريفورم شوې دي ،ځكه په دغو اداروكې په ټوليزه توګه د وړتيا له مخې مامورين نه دي ټاكل شوي .له بلې خوا د دولت د دندو سيستم خورا پېچلى اداري پروسيجر دى ،چې په لړ كې يې اداري فساد پراخ شوى او شخصي ،قومي ،سمتي او ډله ييزې ناوړې موخې پكې پالل كېږي .
له بده مرغه په همداسې خپلسريو كې د ښو معاشونو دندې له وړاندې وېشل كېږي او تش په نامه داداري اصلاحاتو د خپلواكې ادارې له خوا د هسې تېرايستلو په موخه د رقابت يا ازموينې اخيستلو لپاره وړاندې كېږي .
په هر حال د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د نورو ادارو په څېر له دغه چاڼه تر ننه پاتې دى .دغه وزارت په اصل كې د افغانستان د ديني ،ملي او لوړو هېوادنيو ارزښتونو بيانونكى او ځلونكى دى ،چې بايد پر همدې بنسټ دولس د ګټو او د دغو ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره پكې ملي شخصيتونه پر دندو ګمارل شوي واى ،چې هم يې د پورته ياد شويو ارزښتونو ساتنه كړې واى او هم يې د پردي يرغل مخنيوى ،خو داسې ونه شول .نه دولت پكې سم اصلاحات راوستل او نه يې هم د خپلسريو او ناوړو موخو مخنيوى وشو .د همدې بې پوښتنې حالت په بهير كې ناوړو موخو پاللو زور واخيست او اوس وروستي حد ته رسېدلى دى .
په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت كې ډېر داسې رياستونه شته ،چې د ډله ييزو ،سمتي ،قومي او نورو موخو د پاللو له مخې وېشل شوي دي . دغه راز يې دندې په خپل سر داسې وېشل شوې ،چې پكې د يوې كورنۍ ګڼ نالوستي كاركونكي ګمارل شوي او د نورو پر په ځانګړې توګه دپښتنو پرضد يې پراخ كمپاين پيل كړى دى .كه د حامد كرزي يوازې د لس كلنې ادارې كړنو ته پام وكړو ،نو په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت كې ډېرې او په پراخه كچه د پښتنو پرضد تر سره شوې دي .له دې دورې وړاندې د رباني د واكمنۍ پرمهال پر پښتو ټولو كتابونو ته اور واچول شو ،له منځه يوړل شول او پكې يې د پښتنو اغېزه بيخي له منځه يوړه .
له دې پېښې راوروسته يو ځل بيا د پښتنو او په ټوله كې د ملي ارزښتونو پر خلاف هڅې پيل شوې ،چې رېښې يې له ايران او نورو مغرضو هېوادونو اوبه خوري . د عبدالكريم خرم د واكمنۍ په دوران كې خلكو د دغو ټولو هڅو او ناوړو ګامونو د غچ اخيستو تمه لرله ،خو د نوموړي په دوران كې نه يوازې له چا پوښتنه و نه شوه ،بلكې د پښتنو د له منځه تللې ونډې او پانګې جبران يې هم ونه كړ .منو ،چې يو شمېر لوړپوړي چارواكي پكې پر دندو وګمارل شول ،خو د ده ګرد چاپېره ټيم داسې بې تدبيره و ،چې په بنسټيزه توګه يې نه پكې پښتانه ځاى پر ځاى كړاى شواى او نه يې هم رهين مخدوم ته د واك سپارلو پر مهال ځانونه ټينګ كړل ،بلكې ټول ټيم يې آن يوه مياشت وړاندې ډګر خوشى كړ او د مخدوم رهين له بيا راتګ سره يو ځل بيا د پښتنو پرضد كمپاين زور واخيست .اوس دغه لړۍ ډېره پراخه شوې او په لړ كې يې د غټو غټو ادارو پښتانه مشران له دندو لرې كړل ،چې د نمونې په توګه يې په دې لنډه ليكنه كې يوازې د يوڅو كسانو ګوښه كول د بېلګې په توګه يادوو : د باختر اطلاعاتي اژانس رييس ضيا بوميا له دندې ګوښه كړاى شو،هغه پر ژورنالېستيكو معيارونو پوه او د خبر او ګزارش د جوړولو په برخه كې ماهر شخصيت و ،چې ګڼو خبريالانو ته يې دغه مهارتونه هم ورزده كړل .بوميا هڅه كوله ،چې د پښتو او دري ژبې تله يا مېزان سم مساوي وساتي .د پلان پخوانى رييس زردشت شمس له دندې ګوښه او په اسلام اباد كې د افغانستان د سفارت د فرهنګي اتشې په توګه وټاكل شو .د ده له ګروته د ګڼو پښتنو د ماسټرۍ ،ډوكتورا او لېسانس بورسونه ووتل او په دې توګه پښتانه ترې بې برخې شول .د هېواد ورځپاڼې مسوول مدير او رييس نجيب الله شينوارى له دندې بدل او په مسكو كې فرهنګي اتشه وټاكل شو .نجيب الله پياوړى ژورنالېست ،ښه ليكوال او لايق ساسيتوال و ،چې په ګڼو مسئلو كې به يې په ټلوېزيونونو كې بحث كاوه او د وروسته پاتې او په جګړو كې د راګيرو هېوادوالو غږ يې چارواكو او نړيوالې ټولنې ته رساوه .د خدماتو آمر غلام فاروق د ګرځندى رياست ته تبديل شو ، د ځوانانو معيينيت اداري رييس افغان اعلاناتو ته تبديل شو ،د پلان رياست كاركوونكي هدايت الله ، مدير حميد الله احدزى وحيدالله شريفي عبدالمالك حاتم ،شمروزخان او سيف الرحمان له دغه رياسته منفك شول،د رسنيو د نړيوال مركز اداري مدير عبدلصبور منفك ،د تهيې او تداركاتو مدير هارون د ځوانانو معيينيت ته وشړل شو او د اصلاح ورځپاڼې مسوول مدير او رييس توريالى ځاځى د باختر اژانس ته د بې اغېزې مامور په توګه تبديل شو ،چې له خواشينۍ څخه يې له سره نوې دنده پرېښې ده دغه راز نور هم شته ،چې يادول يې ليكنه اوږدوي .په ظاهره زردشت شمس او نجيب الله شينوارى په اسلام اباد او مسكو كې د فرهنګي اتشې په توګه پر ښو ښو دندو ګمارل شوي ،خو په اصل كې يې دواړه په افغانستان كې د پښتو او پښتنو له چوپړه لرې كړل او ګڼ پښتانه يې د هغوى له ګټې بې برخې كړل .كه اوس د پلان رياست په واك كې د لېسانس ،ماسټرۍ او ډوكتورا لپاره بهرني بورسونه وركول كېږي ،خو پښتانه به په لومړي سر كې ترې بې برخې وي ،دغه راز كه دورځپاڼې رول ته پام وكړو ،نو خورا اغېزمن دى او د ولسونو د راويښولو لپاره اغېزمنه وسيله ده .هېواد او اصلاح دوې دولتي ورځپاڼې هم د پياوړو پښتنو له ګوتو ووتې .په دغو ورځپاڼو كې نجيب الله شينوارى او توريالى ځاځى د پښتنو اغېزمنې سټې وې ،چې يو يې بيخې بې سرنوشته كړ او بل يې له هېواده لرې ولېږه .په اوسني حالت كې د هغوى تبديلول د پښتنو لپاره لوى او نه جبرانېدونكي ګامونه دي .دغه ناوړه ګامونه په لنډ وخت كې پورته شول او پر نورو پسې يې هم خلي را اخيستي او له ګوښو يې راوباسي .
د حكومت په ګڼو ادارو كې دغه راز حالت روان دى ،ګيله ځكه كېږي ،چې هم په كليو او بانډو كې د پښتنو د بربادۍ لپاره د بهرنيو هېوادونو په لمسون اور بل دى او هم په دولت كې ټكول كېږي.
د سر سړي ،مخور ،ديني عالمان،ښوونكي ،انجنيران ،ډاكټران او په مجموع كې د پښتنو د ټولګټو پروژو كاركونكي او فعالين وژل كېږي ،ښوونځي يې د ځوانانو او نجونو پر مخ تړل كېږي او زده كوونكي يې د بغاوت په ليكو كې جزبېږي .دلته په څه ناڅه باامنه پلازمېنه كابل كې هم د پښتنو له ګوتو دولتي واك او ونډه اخيستل كېږي او اغېزه يې له منځه ځي .د پښتنو پر تنكي ځوان پورې بم تړل كېږي او ځانمرګو بريد ته هڅول كېږي ،خو د نورو ځوانانو ته د لوړو زده كړو لپاره په بهر كې زمينې برابرېږي . په ډېرې خواشينۍ سره ،چې له كلي راغلي يوه دوست راته كيسه كوله ،چې نن مې پر لار روان د لېسې يو زده كوونكى وليد ، دغه تنكى ځوان هم شاګرد و او هم د دولت پرضد په بغاوت كې ولاړ و ، هغه پيكا پر اوږه اړولې وه ،د هغه د ازموينو وخت و ،پر لارو تګ يې هم غنيمت ګاڼه كتاب يې مخ ته نيولى و او د مرميو ځنځيرونه ورپسې زنګېدل.
بل لورى د پښتنو ميندې ،خويندې او تورسرې يې په سرو ګرميو كې د غنمو او وربشو لوونه كوي ،پرې له غرو د درندو لرګيو بارونه راښكته كېږي ،خو د نورو د تورسرو او ښځو بيا ټول مدني حقونه خوندي دي .د پښتنو تورسرې بې لوسته پاتې كېږي ،په زور ودونو ته اړايستل كېږي ،خو د نورو قومونو نجونې او تورسرې بيا په خپله خوښه د ژوند ملګري ټاكي او په ټول وس د خپلو اولادونو د ښې راتلونكې لپاره زده كړې كوي او پر لوړو معاشونو دندې تر سره كوي .موږ د هغوى لپاره هم د پښتنو دمېرمنو او تور سريو په څېر ستونزې او كړاوونه نه غواړو ،خو بايد دغه انډول سم شي او په مخ كې يې پرتې ستونزې راوسپړل شي او د پښتنې هم ترې برخمنې شي .
اوس هر څوك پوهېږي ،چې د پښتنو پرضد لوى كمپاين روان دى كه په مجموع كې د دغو هڅو مخنيوى ونه شي ،نو د پښتنو تباهي ده تباهي !
له همدې امله پر ټولو پښتنو ، د ملي شورا پر دواړو مجلسونو( مشرانو او ولسي جرګه ) او په ځانګړې توګه پر ولسمشر او نورو فعالينو غږ كوو ،چې هم په كور كلي كې د پښتنو پرضد د لوى پلان مخنيوى وكړي ،هم په دولتي ادارو كې د هغوى ونډه ځانګړې او د وړتيا له مخې يې په واك كې وركړل شي او دغه راز د پښتنو پخوانى دريځ يوځل بيا راژوندى شي ،چې په لړ كې يې هم هېواد امن شي او هم د دغو ټولو ملي ګټو پر خلاف د ناوړو هڅو مخنيوى وشي .