د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي يې د يو شمېر هغو عملياتو په ترڅ کي چي د وسله والو او قاچاقوړونکو پر ډلو يې ترسره کړي شپاړس وسله وال وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي دي .
د مسئولينو په وينا چي په دې عملياتو کي د مخالف لوري سره سخته جګړه هم سوې .
د مسئولينو په وينا چي ياد عمليات يې د دې ولايت د باغران ولسوالۍ په مرکزي سيمه کي کړي .