کور / کتاب / مومند خپرندویه ټولنی تازه خپاره کړي!

مومند خپرندویه ټولنی تازه خپاره کړي!

په جلال اباد کی  دمومند خپرندویه ټولنی په دی اونۍ کی دغه ګټور او دپام وړبښتو کتابونه تازه چاپ او خپاره کړیدی.


۱- توره بوړه په لمبو کی: دا دمترنم شاعر شاعر عصمت الله بشری لومړۍ شعری ټولګه ده چی تر ډیره پکی حماسی شعرونه راغلی دی پر دی شعری ټولګه داستاد صمیم تر څنګ یوشمیر نورو لیکوالو هم سریزی کښلی دی.


۲- لا یی دسپین مخ خالونه شمارم وزګار نه یم: دعطاالله حیران په زیار دپښتو غزل  بابا امیر حمزه شینواری دشاعرۍ او ادبی هڅو غورچاڼ دی چی پیل یی د حمزه بابا پر پیژندګلوۍ شویدی.


۳- دوه پیغلی: دلیکوال طالب شاه منګل  په لاس لیکل شوی ناول دی چی پکی له یوی انجلۍ سره دیو واده شوی ځوان کیسه بیان شویده.


۴- دافغانستان پیژندنی لنډه لار: دلیکوال پوهاند جنرال سید نورالله ځل په لاس لیکل شوی اثر دی چی بکی دافغانستان پیژندنی په اړه په زړه بوری خولنډ مالومات لیکل شویدی پر کتاب د ښاغلی عبدالصمد مومند تر څنګ یو شمیر نورو لیکوالو هم لیکنی کړیدی.


۵- په کشمالو کی می حلال کړه: دځوان شاعر بختیار ساحل له لوری په نوی بڼه لیکل شوی په زړه پوری ټپیزی دی چی ښایی ډیرو او په څانګړی توګه ځوانو سندرغاړو ته ډیری په زړه پوری وی.


۶- سکون: داهم داحمد بختیار ساحل دشعرونو ټولګه ده چی غزلو تر څنګ بکی ازاد شعرونه هم ویل شویدی ډیر په زړه پوری اثر دی ځوانو شاعرانو ته یی لوستل بی ګټی نه دی.


۷- دبغداد ناوی: دا تاریخی ناول چی لیکوال یی طارق حسین صدیقی دی پښتو ته واحد الله مزل ژباړلی دی په دی ناول کی تر ډیره  دعباسی سلطنت وروستۍ شیبی او دمغلو ظلم او ماتی پکی په ښه بڼه انځور شوی.


۸- په غم کی تانه کمه نه یم:دا دمبارز ځیرمن په لاس لیکل شوی ناول دی چی که ویی لولۍ نو د دوه مینو له لوری به دمینی په لار کی له لوړو ژورو نه خبر شئ.


۹- دپیغمبر خوږی خاطری: دمسلمانانو لپاره دسیرت دا بی ساری بیلګه منصور احمد لیکلی او نجیب الله جالب پښتو کړی چی لوستل یی دهر مسلمان لپاره ګټور دی.


۱۰- دژوند لار: دسلام دستر پیغمبر پنځوس ویناوی(حدیثونه) دی چی کامران ملک په پښتو ژبه وړاندی کړیدی.


۱۱- دنړۍ زړه راښکونکی معلومات: دنجیب الله جالب په لاس دنړۍ له ګوټ کوټ نه راټول شوی په زړه پوری معلومات دی چی په لوستو سره یی ستاسو معلومات هم زیاتیږی.


۱۲- دښکلا پر لور: دځوان ژورنالیست محبوب شاه محبوب په زیار دپښتو ژبی دوتلو شاعرانو دشعرونو راټولی شوی شعرونه دی چی په کتابی بڼه تر چاپ وړاندی په ننګرهار کی دیوی سیمه ییزی راډیو له لاری په ادبی خپرونه کی وړاندی شویدی.


۱۳- پایښت: دعبدالوهاب باور شعری ټولګه ده چی استاد اصف صمیم هم پری لیکل کړی په دی ټولګه کی په زړه پوری شعرونه راټول شویدی.


۱۴- دتړمو اوښکو ساحل: د دادمحمد دلګیر شعری ټولګه ده چی شعرونه یی تر ډیره ولسی رنګ لری  داستاد ناګار تر څنګ ګڼو نورو لیکوالو هم پری لیکل کړی زما په ګومان ښاغلی دلګیر تر دی وړاندی نوری شعری ټولګی هم لری.


۱۵- پوره انسان: دمنصور احمد لیکلی اثر دی چی نجیب الله جالب پښتو کړی او لوستل یی دهر هغه چا لپاره چی غواړی خپل صورت او سیرت برابر کړی  بی ګټی نه دی.


۱۶-  تاته دی درپاتی وی: دځوان او انقلابی شاعر سمیع الله تړون شعری ټولګه ده چی استاد اصف صمیم او لال پاچا ازمون پری سریزی کښلی او دا دی دشپږم وار لپاره چاپ شوه په تولګه کی دتړون دشاعری ښه شاهکارونه موندلای شۍ.


۱۷- جانانه سمه امریکا یی: جانانه سمه امریکایی   هم ملامت یی هم زارۍ درته کومه دښاغلی حیران په زیار راټولی شوی دپښتو ژبی نوی ټپی دی چی دټپو مینه والو ته یی لوستل په زړه پوری دی.


۱۸- دپیغمبر خوږی پریکړی:دا هم دمنصور احمد لیکل شوی اثر دی چی نجیب الله جالب پښتو کړی او دهغه چا لپاره چی په عدل او انصاف ایمان لری لوستل بی ګټی نه دی.


۱۹- محمد(ص) دجهادپه ډګر کی: داردو ژبی  لیکوال احسان بی ای اثر دی چی شاهد عمران پښتو کړی او دجهاد دسنګر مینانو ته پکی دپیغبر ص دجهاد کارنامو زکر شویدی.


۲۰- رفیع الله ستانکزی لیکلی دا دی په دویم وار چاپ شو په دی کتاب کی ژباړوونکو ته په زړه پوری او ضروری لارښوونی شویدی.


۲۱- وینځلی لار: دا هم دمحبوب شاه محبوب په زیاز راتولی شوی په زړه پوری لنډی کیسی دی چی په لومړی ځل دیوی سیمه ییزی راډیو له لاری دخپرونی په ډول وړاندی شوی.


۲۲- روحی ناروغ: دپښتو ژبی دوتلی طنز لیکونکی امرالله امید  دویمه طنزی تولګه ده چی په زړه پوری طنزونه پکی  خای کړل شویدی.


۲۳- په اسلام کی خپلواکی :داسلامی نړۍ دستر لیکوال ابوالکلام ازاد اثر دی چی فرید احمد هلال پښتو کړی دی.


۲۴- دشخصیت وده :د ډاکتر سیجامین سپارک لیکل شوی اثر دی چی وحیدالله سالارزی پښتو کړی او له زانګو څخه تر ګوره پکی دشخصیت د ودی په اړه لارښوونی شته دی.


۲۵- راځۍ کیسه ولیکو: دا دوتلی کیسه لیکوال نصیر احمد احمدی لیکل شوی اثر دی چی دکیسه لیکنی په اړه پکی په زړه پوری لارښوونی شته ښاغلی احمد خورا ښه کیسی لیکلی دی.


۲۶- دحضرت محمد(ص) پر سنتو ساینسی څیړنی: داسلامي نړۍدنابغه ډاکتر ذاکر نایک لیکل شوی اثر دی چی نصیر مومند پښتو کړی او دا دی په دریم وار چاپ شو.


۲۷- دسقراط ژوند،اند او فلسفه: دملک اشفاق په لاس لیکل شوی اثر دی چی عطال الله حیران پښتو کړی فلسفیانواو دفلسفی مینه والو ته یی لوستل ګټور دی.


۲۸- قران کریم دالله (ج) کلام دی: دډاکتر ذاکر نایک اثر دی چی فرید احمد هلال پښتو ته ژباړلی او دادی په دویم وار هم چاپ شو.


۲۹- انګلیسی ژبه او دهغی لغاتونه : په انګلیسی ژبه دسردار محمد ساروان لیکل شوی اثر دی چی پکی دانګلسی ژبی په اړه تازه معلومات ځای کړل شویدی ددی ژبی مینه والو او ویونکو ته یی لوستل ګټور دی.


۳۰ – چی دا ژاړی زه ژاړم:دا دمحبوب شاه محبوب دفکر محصول لنډی کیسی دی چی په لومړی وار چاپ شو دکیسی مینه والو ته یی لوستل کټور دی.


۳۱- درحمن بابا غورچاڼ: د صوفی شاعر عبدالرحمن بابا دشاعرۍ غورچاڼ دی چی عمران خزان راټول کړی.


مومند خپرندونی ټولنی پښتو ژبی ته دچوپړ کولو په لار کی تر دی وړاندی هم پر دغه بی کسه ژبه ګڼ ارزښتمن اثر لورولی او دادی اوس یی هم دا چوړ په زبات ورساوه ددی ټولی دلاچوپړ په هیله