په وروستیووختونوکې دایران دمذهبي مشرآیات الله خامنه ای اوولسمشراحمد نژاد ترمینځ اختلافات ډیرژورشوی دي . مذهبي مشراړشوچې دولسمشراحمد نژاد ملاتړي زندان ته واچوي. دایران چارواکې دافغانستان په روانه کشاله کې ډیره لاس وهنه کوي چې په باورسره ویلای شم ، ددوی لاس وهنه ترپاکستان لږنه ده اومنفي اغیزې یې زموږپه هیوادکې پر اقتصادي ، فوځي اوپه ځانګړې ډول دسولې په راوستلوکې ډیرې ښکاري. په دغه دلیل غواړم دډنمارکي Politiken d.5.7 og 6.7. 2011 ورځپاڼودددومسلسلوګڼوڅخه ستاسود معلومات لپاره ګټه واخلم .
دپورته ورځپاڼې دپنځمې نیټې په ګڼه کې تر ( افراطي اوورانونکې عقیده اوجاسوسي دایران دواکمنانوترمنځ په مبارزه کې ) سرلیک لاندې اوږده لیکنه شوی ده . دلیکنې زیاته برخه د ولسمشراحمد نژادهغه زړوعقیدوته اشاره شوی ده چې دآیات الله خامنه ای اودولسمشرترمنځ یې اوسني جنجالونه رامنځته کړی دی . « آیات الله خامنه ای اودهغه ملاتړي په ښکاره دایران پرولسمشر احمد نژادبرید کوي . دلیل یې دادی چې احمدنژادپر(۱۲) دولسم امام داسې عقیده لری چې ژر راتلونکی دی یانې دقیامت ورځ رانژی کیدونکې ده . » دلیکنې ژباړنه ولولئ :
« آیات الله خامنه ای دمخکې نه داحمدنژاداودهغه دملاتړوددغه عقیدې څخه خبرو، ولې کوم غبرګون یې نه ښودی اوپه یوه کچه یې ترهغه وخت پوری چې دخامنه ای واک ومني ، ملاتړ هم ورڅخه کاوه . ولې دغه ملاتړدروان کال داپریل په میاشت کې بله بڼه ونیوله ځکه احمد نژاد دآیات الله خامنه ای دغوښتنې په خلاف دایران دڅارګرې ادارې وزیرددندې نه ګوښه کړ. آیات الله خامنه ای ولسمشراړایستی چې خپله پریکړه بدله کړي . ولې ولسمشرپه غوصه شو. (۱۱) ورځي دندې ته نه ولاړ. په اوس وخت کې احمد نژاد سخت مقاومت ښیي . دایران د خبري سرچینوپربنسټ احمد نژاد تراوسه هم دخامنه ای کاندیدوزیرپه کابینه کې منلی نه دی ، ځکه احمد نژاد دخامنه ای ښی لاس چې نوموړی ته ستونزې رامنځته کوي ، منلی نه شي .
وروستې پرمختګونه ښیي چې دواک پرسرجګړه په ښکاره داحمد نژاد اوآیات الله خامنه ای تر مینځ پیل شوی ده . دخامنه ای ملاتړودایران دولسمشرخیالې نړۍ چې قیامت به ژروي ، عامه وګړي یې ورباندې خبرکړی دي . داحمد نژاد ډیرملاتړي یي زندانوته اچولي دي . داحمد نژاد ملاتړي تورن دي چې داسلامي قوانیوپه خلاف کړنې کوې اوفسادباندي هم تورن ګڼل کیږي . دایران داوسنې مذهبي واکداری لپاره داحمد نژاد نظریات ترهرډول نورومخالفینو خطرناک ګڼل شوی دي ، ځکه احمد نژاد باورلری چې په ایران کې لوړمذهبي شخصیت ته چې دولتي واک ولری ، اړتیانه شته . دآیات الله خامنه ای اواحمد نژاد ترمینځ اختلافات داسې کچې ته رسیدلي دي چې احمد نژادهم غواړی دګارډ ځانګړې فوځې ځواکونه (دخامنه ای ملاتړي) تهدیدکړی . »
پام وکړئ په دی اړوند دپورته ورځپانې دشپږمې نیټې دګڼې یوې برخې ته چې په (ولسمشر ځانګړې فوځیان تهدیدوی) سرلیک پیل کیږي :
« احمد نژادغواړی چې دانقلابې ګارداقتصادي ککړوالي بربنډکړي . احمدنژادبه ژردغه ککړتیا دایران ولس ته رسواکړی که بیا هم داحمد نژاد دملاتړوزنداني کیدل دوام ومومي . احمدنژاد دایران پرډیرودولتي موسساتوچې نومونه یې نه یادوی ، تورلګوي چې مواددبهرڅخه بیله دی چې مالیه اودګمرګ لګښت ورکړی ، هیوادته راوړي . احمد نژادپه لوړه کچه دسګرټو دقاچاق نوم یادوي . دټایم دورځپاڼې په حواله دغه بازاردومره پراخه دی چې نه یوازې یې نړیوالان قاچاقبران هڅولي دي بلکې زموږدایراني وړونوپه منځ کې یې هم ملاتړي پیداکړی دی. سرچینه علاوه کوی چې دایران داقتصادلویه برخه دانقلابي ګارپواسطه کنترولیږي اوتور بازار جوړول ددوی دنده ده . تبلیغات دومره ډیرشول چې دځانګړوځواکونومشرمحمدعلي جعفري اړایستل شوچې دغه تورونه رد اودعواموپه اطلاع یې ورسوي . دایران دمذهبي کړیو لخواد آیات الله خامنه ای په مشری په ولسمشرپسې ډول ډول تبلیغات کیږي ، په اداري فساد ، مذهبي او سیاسي ښویدونوباندې یې تورن کوي . دولسمشرپرضددامنیتې چارواکو، پارلمان او مذهبي ډلوله لوروڅخه په پراخه کچه تبلیغات کیږي . دولسمشرنژدي همکاران یازندان ته اچول کیږي اویاد دندوڅخه ګوښه کیدوته اړایستل کیږي . دتورې تیره څوکه داحمد نژاد زوم اودولسمشردامنیتي چارومسول اسفندیاررحیم مشحي ته متوجه ده .
داحمد نژاد لیدلوري دادی چې اسفندیارخپل زوم په (۲۰۱۳زکال) کې دولسمشري مقام ته ورسوي . داوسني رژیم سخت دریځه حالت به اسفندیاروهڅوي چې اسلامي حکومت کمزوري کړي ځکه داسفندیاردملي ګرایې عقایدترمذهبي عقایدوډیرقوی دي . نوموړی غواړی د امریکا اواسراییلوسره حالات نرم کړي . اسفندیارځان لیبرالي عقیدې ته ژمن ګڼي . تیره اونۍ په یو خبري کنفرانس کې د احمد نژادڅخه دده دنژدی همکارانودزنداني کیدوپه اړوندپوښتنه وشوه. که څه هم احمد نژاددچوپتیالارغوره کړه ولې علاوه یې کړه چې دده دنده اومکلفیت دی چې د خپلوهمکارانوڅخه دفاع وکړي . دغه خبری کنفرانس ددولتي تلویزیونې شبکې څخه دورستیو جملاتوپه حذفولوخپورشو . ولې دولسمشرملاتړودخبري کنفرانس ټولې برخې دولسمشرپه ویبپاڼه کې خپرې کړي . ولسمشراحمد نژاد په دی فکردی چې آیات الله خامنه ای به نوموړی د دندې څخه ځکه ګوښه نه کړي ځکه چې د(۲۰۰۹زکال) دولسمشري په ټاکنوکې یې داحمدنژاد دټاکل کیدوپه خاطرډیره انرژي مصرف کړل . که بیاهم داکاروکړي نواحمق ګڼل کیږي .»
دژباړن یادونه :
په ایران کې د (۲۰۰۹ زکال) دولسمشري ترټاکنووروسته ژوربدلونونه ترسره کیږي . له یوي خواولس په تنګ شوی دي اوچوپه خوله پاته کیدل ورته لویه ستونزه ده . دبل لورې څخه د احمد نژادبهرنۍ سیاست دایران ملت دسوپرطاقتونوسره په غیږ ورولي . ډیروسیاستوالومخکې داسې اټکل کاوه چې داحمدنژادداډول سیاست دنوموړې دبنسټپالوعقایدوڅخه الهام اخلي . کله چې ماپه یادشوې ورځپاڼه کې دمضمون ټولې برخې وویلې ، نوراته ښکارشوه چې احمد نژاد د خرافاتوپه سمندرکې دډوبیدوپه حال کې دي . داحمد نژاد دخرافاتې عقیدي په اړوند د پنځمې نیټې دورځپاڼې په یوه برخه کې ولولئ :
« داردن پاچا دوهم عبداله دملا په یوه برخه کې (تورذاتې نښان لری) . احمدنژادپه په دی اړوند وایې :
احمد نژاداودنوموړی ملاتړی عقیده لری چې دولسم امام ( ال – مهدي 1 ) چې زرکاله پخوا ورک شوی دي اوهغه امام یویابل ځای پټ دی نوپه یوټاکلي وخت کې به دوباره مځکې ته راستون شي . نړۍ به دفسادڅخه پاکه کړی . دده په اندداشخص به شنې سترګې ، نصواري ویښتان اوذاتي نښان به دشاه په یوه برخه کې ولری . په دغه خاطر احمد نژاد دیوپټ پلان له مخې غوښتل خپل دغه پوښتنې ته ځواب پیداکړی . احمد نژاد پلان جوړکړچې داردن پاچا د مارچ په میاشت کې ایران ته راوبولي . دنوموړې پربدن ذاتې نښان دحمام کولوپه وخت کې وویني . داحمد نژاد په اند دنړۍ ټولې ستونزې به دولسم امام حل کړي . دآیت الله خامنه ای ټینګ ملاتړی ، مجتبی زولنورچې په انقلابي ګارډکې لوړپوړی چارواکی و ، دغه سیاسي راز بربنډکړ. دغه سیاسي رسوایې دآیت الله خامنه ای اواحمد نژاد ترمنځ حالات ډیرخړپړکړل . احمد نژاد هیڅکله خپل دانظرچې قیامت به ژروی ، نه پټوي . نوموړی همیشه خپل وینا امام مهدی ته په دوعایه پیلوی چې دده حکومت دامام مهدی دراتلولپاره لارهواروي . داکاریې دملل متحدپه عمومي غونډه کي دخپل ویناپه پیل کې هم وکړ .
داحمد نژادملاتړوڅه موده مخکې یوکارتون فلم خپورکړچې دشیعه مسلمانانودنجات فرشته (امام مهدي) به ژرمځکي ته راشي . په فلم کې داردن پاچادآیات الله خامنه ای اواحمد نژادسره اوږه پراوږه دکفاروپه مقابل کې جګړه کوي …»
که په ټولیزډول وڅیړل شي د(۲۰۰۹زکال) ترټاکنووروسته اختلافات په لوړه کچه دایران په مذهبي کړیوکې راښکاره شوی. کیدلای شی لیبرال اویاډیموکراټ قوتونه په ایران کې دیوسالم رژیم درامنځته کیدولپاره هڅې وکړي ولې دایران په اوسنۍ واکمنۍ کې داختلاف کچه دمذهبې واکمنانوپه مینځ کې ډیره پراخه شوی ده . دااختلافات دایران داخندی رژیم دنابودی علامې ګڼل کیږي .
اوس نوقضاوت کولای شوچې دایران حکومت په څه حال کې دی چې دافغانستان بې وزلي انسانان په مختلفوپلموددارکړیوته ټیل وهي . عقیده لری چې دنړۍ دفرشتوپه لیکه کې دي .