د ګڼو او سترو خونړیو پېښو په منځ کې افغان ځواکونو ته د بامیان د امنیت لېږد نالیدلی غوندې تېر شو.
کورني او سیاسي مبصرین چې همدا څو میاشتې وړاندې یې احمد ولي کرزی د حامد کرزي او اوباما تر منځ د اړیکو د خرابېدلو ستر علت ګاڼه، نن وایي چې د ده مړینه به په کندهار کې د امریکا سیاستونو ته سخت زیان ورسوي. هماغه د نظر خاوندان چې پروسږکال یې د یو بې نومه امریکایي افسر له خولې ویل چې که امریکا بل هېڅ و نه کړي نو احمدولي کرزی باید له مخالفینو سره د نېږدې اړیکو په تور ونیسي او بیا یې خپل «د وژنو او نیونو» لېست کې شامل کړي، نن لګیا دي وایي چې همدغه کس د طالبانو له خوا ځکه ووژل شو چې د سولې د بهیر خورا اغیزمن کرکټر و. د هېواد ټول سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایل په همدغه تله تلل کېږي.
د لېږد د بهیر په اړه هم که مبصرینو ته غوږ شو نو خبره لا له پیله ورانه ده. د مخالفینو فعالیتونه، د ملي امنیتي ځواکونو نه تیاري، د امریکا په سیاستونو کې د ریښتینولۍ نشتوالی، په روسیې او منځنۍ اسیا کې د امریکا اوږدمهالې ستراتیژیکې ګټې دا ټول د لېږد د پروسې د ناکامۍ نخښې دي.
عامه افکار هم چې له همدې خړې چینې خړوبېږي دومره روڼ لید نه شي درلودای چې په دې ګډوډۍ کې خپله لار ومومي.
«بحران» د ژبې هغه ټکی دی چې زموږ په اوسنیو سیاسي تبصرو کې تر بلې هرې مقولې ډېر کارول کېږي. افغانستان د «بحران» په لور روان دی، سیمه د «بحران» په لور روانه ده، شورا د «بحران» په لور روانه ده، حکومت د «بحران» په لور روان دی، ټولنه د «بحران» په لور روانه ده…
له یوې خوا ناکامي او له بلې خوا بحران. که د افغانستان په معاصر تاریخ کې چا، کله د رڼا څرک هم لیدلی و، اوس باید ډاډمن و اوسو چې راتلونکې مو په تیارو کې ورکه ده. و به بې منو. اوس نو چې ماضي تللې، سبا مو په تیاره کې دی، لږ به خپل اوس ته ځیر شو.
که امریکایان ریښتیني وي که منافق، که پاکستان زموږ دوست وي او که دوه مخی سیاست راسره لوبوي، که ایران مو په درد دردمن وي او یا مو کندې ته غورځوي، هر څه چې وي، خو یوه خبره پوره ښکاره ده، او هغه دا ده چې، نن وي که سبا، پر افغانستان د مرستو نل لیکه په بندېدو ده. افغانان تیاري ولري که نه، سبا به د خپل هېواد او د خپل ورځني امنیت د ساتلو درنده وظیفه ور ترغاړې وي، خپل ماشومان به ښوونځیو ته لېږي، خپلو ناروغانو ته به درمل پیدا کوي، خپل نظام به پرپښو ولاړ ساتي.
دا نه د بل چا ستونزه ده، او نه په بل چا پورې اړه لري. دا د افغانستان او د افغانانو د ژوند خبره ده چې حکومت، پارلمان او ولس باید ورته ځان اماده کړي. د بهرنیو سرتېرو وتل، سږ کال وي، که دوه کاله وروسته او که لس کاله وروسته، یو حتمي کار دی او طبعاً به د افغانستان پر اقتصاد منفي اغیز لري. که پلانی د پارلمان غړی شي او بیستانی له پارلمان څخه و ایستل شي، که یو وزیر شي او بل له وزارته وشړل شي، که د حامد ورور زندان ته شي یا د قسیم د تره زوی له زندانه بهر پاتې شي،. دا د لنډمهاله سیاستونو ډېرې فرعي پېښې دي، خو په کلیو او بانډو کې د بېکارۍ ستونزې ته اوږه ورکول، د ځوانانو له پاره د تعلیم زمینه برابرول، د ترانسپورت مشکل حل کول او داسې نور د ټولو افغانانو ضرورتونه دي.
سیاستوال او مبصرین دې لګیا وي خپلې معاملې او خپلې تبصرې دې کوي، خو ولس ته هم باید څوک ووایي چې سختې شپې مو په مخکې دي او که نه غواړو چې سبا مو تر پرون بتره وي، باید همدا اوس، هر څوک، پرته له دې چې د سیاست ډنډې ته کاني ورواچوي، د خپل نن او سبا غم وخوري. پر ځان بسیا کېدل هغه څه دي چې د ملت بقا ورپورې تړلې ده، د پردي خیرات تر غوښو او ډوډیو به مو خپله وربشینه ستغه وي، خو په پردي خیرات کې د بې برخې پاتې کېدو احتمال ډېر دی، او په غلمینې د خپلې اوربشینې بدلول زموږ په واک کې کار دی.
د خدمتګار ورځپاڼي څخه په مننه