په دې اړه په جوړو سوو مراسمو کي په هېواد کي د امنيت د سپارلو مسئول اشرف غني احمدزي د خپلو خبرو په درشل کي وويل چي يو باثباته افغانستان هم زموږ او هم د نړيوالو په ګټه دئ . نوموړي وويل چي څه موده وړاندي هيچا هم دا خبره نه سواى منلاى چي يو وخت به هلمند لايت دې ته چمتو کېږي چي امنيتي چاري يې خپله افغان اردو په غاړه واخلي خو د نوموړي په وينا چي نن هماغه ورځ را رسېدلې ده او تاسو يې په خپلو سترګو وينى . د هلمد ولايت منيت په دي وروستيو کي مضوط سوی دئ که څه هم د دې ولايت دڅوارلس ولسواليو څخه لا دوې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په لاس کي دي.
دهلمند والي محمد ګلاب منګل دافغان ځواکونو ته دامنيت دانتقال په خاطر جوړه سوي غونډه کي وويل
تر ډېرو ستونزو او کړاونو وروسته اماده يوو چي دلښکرګاه ښار دامنيت چاري دبهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته واخلو.
نوموړي په خپلو خبرو کي وويل چي که چيري سرحدونه ونه تړل سي په هلمند کي پوره انتقال امکان نه لري.
په افغانستان کي دټولو بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال الن وويل
دااوني دافغانستان ديوشمير ولايتونو لپاره حياتي ارزښت لري. او افغان ځواکونه ددي وس لري چي دکورنو امنيت ټنګ کړي او خپل هيواد وساتي.
ده وويل
موږ نن دهلمند دمرکز لښکرګاه امنيت د انتقال چاری پيل کړی او تر دوه زره څوارلسم ميلادي پوري به د ټول هلمند دامنيت چاری افغان ځواکونو ته وسپارل سي.
دلښکرګاه دامنيت چاری په داسی حال کی افغان ځواکونو ته وسپارل سوی چی دلښکرګاه مربوط دباباجی پراخه سيمه او دښار اته حوزه افغان ځواکونو ته نه سپارل کيږی
او په لښکرګاه کی دبرتانوی ځواکونو پی ار ټی يا دولايتی بيارغونی ډله هم نه وځي ځکه چارواکی وايي دا يوه ملکی اداره ده .