کور / تازه خبرونه / آی. اېس. آی وژل کوي او ولسمشر يې مذاکره

آی. اېس. آی وژل کوي او ولسمشر يې مذاکره

په کابل کې خپریدونکو اکثره ورځپاڼو نن تر ډیره کابل ته د پاکستان د ولسمشر په پروني سفر او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په برخه کې په شتو ستونزو بحثونه کړي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې خپله تبصره کابل ته د پاکستان د ولسمشر سفر ته ځانګړې کړې او په دې ترڅ کې د افغانستان په وړاندې د دغه هیواد سیاستونه څیړلي دي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم د پاکستان ولسمشر له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د پراخو همکاریو خبر کوي، خو د ورځپاڼې په وینا په عمل کې د پاکستان چلند دښمنانه دی.

ورځپانه لیکي، په داسې حال کې، چې پاکستاني مشر له خپل افغان سیال سره په خبرو کې د وسله والو په خلاف په مبارزې ټینګار کاوه، خو په ولسي جرګه کې د کورنیو چارو وزیر ویل، چې د ولسمشر کرزي په سلاکار حمله کوونکو وروستی ټلیفوني تماس له پاکستان سره نیولی و.

ورځپاڼه دې او ځینو نورو شواهدو ته په اشارې لیکي، چې د افغانستان روانه جګړه لا هم په پاکستان کې رهبري کیږي.

ورځپاڼې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په برخه کې د شته ستونزې د هواري لپاره افغان دولت ته سپارښتنه کړې، چې په دې اړه سپینې خبرې وکړي او پاکستان ریښتینې همکارۍ ته اړ کړي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان د همکاریو په اړه د خپل بحث په پیل کې لیکلي، چې آی. اېس. آی وژل کوي او ولسمشر یی مزاکره کوي.

دې ورځپاڼې هم د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاستونه دوه مخې بللی او لیکلي، چې اوس دغه هیواد د هغو فشارونو د له منځه وړلو هڅې پیل کړي، چې د اسامه بن لادن تر وژلو وروسته په دغه هیواد موجود دي.

ورځپاڼه لیکي، چې پاکستان د دغو هڅو په لړ کې هڅه کوي له هغو هیوادونو سره ځآن نږدې کړي، چې له امریکا سره په مخالفت کې واقع دي.

ورځپاڼه لیکي، چې پاکستاني مشران د افغان ولسمشر او امریکا ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا هم ګټه پورته کول غواړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم دا شک څرګند کړې، چې ایا پاکستان به دا ځلې خپلې ژمنې عملي کړي او که څنګه؟

ورځپاڼه په کابل کې د افغان او پاکستاني مشرانو پرونۍ لیدنې ته په اشارې لیکي، چې په دې لیدنه کې پاکستاني مشر یو ځلې بیا د ترورزم په خلاف د سختې مبارزې او په افغانستان کې د سولې د هڅو د ملاتړ ډاډ ورکړ.

خو د ورځپاڼې په وینا دا ډول ژمنې ډیر تکرار شوي او دا ځلې افغانان غواړي، چې پاکستان باید خپلې ژمنې عملي هم کړي.

د ورځپاڼې په وینا د پاکستان د دا ډول ژمنو سره سره وسله وال لا هم په دغه هیواد کې روزل کیږي او اوس اوس د هیواد ختیځې سرحدي سیمې د پاکستاني پوځيانو د درنو وسلو د حملو شاهدې وې، چې په لسهاو عام خلک یې ووژل.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان او د ملا عمر د رول په اړه بحث کړی او د ځینو پخوانیو طالب چارواکو نظرونه یې راخستي دي.

ورځپاڼه په سعودي عربستان کې د طالبانو د پخواني سفیر حبیب اله فوزي په حواله لیکي، چې د دغو هڅو لپاره د پاکستان همکاري ځکه ضروري ده، چې دغه هیواد له طالبانو سره ښې اړیکې لري.