پاکستان ملامت ندی. پاکستان ته دا یرغلګره سیاست د دوی د انګریز نیکونونه په میراث پاتی دی. که افغانان د ددی اوسني حملو په عمق پوه نشی نو افغانان به همیش د افغانستان اوسنی حکومت پدی ملامتوی چی ملي اردو ولې عکس العمل ونښود، کرزي ولی د غچ اخیستو امر ونکړ!. پنجابیان ښه پوهیږی چی مونږ څومره د خپلی خاوری سره مینه لرو او د همدې مینی په وجهه پدی خاوره وینه ورکوو. مګر پنجاب لکه د وږي سپی چی په خپل او پردي خولي لګوي. اودی دیته مو هڅوي چی تاریخ ته مراجعه وکړو.
د کال ۱۸۸۷ وروسته چی افغانستان د روسی سره د سرحد په ټاکلو موافق شو نو انګریزانو کوټه، اټک او راولپنډی د جنګی استحکاماتو له پلوه ددرنو اډو په شکل عیار کړل او دوخت جنرال رابرټس د دیرش زرو عسکرو په زور یوسفزو نه نیولي تر چتراله خپل تابع کړل.
په کال ۱۸۹۳ کی انګریز د خپل نظامې ټول قوت سره د افغانستان په لور حرکت او امیر ته یی یاداښت ولیږه چی جنرال رابرټس د یوی وړی فرقی سره جلال اباد کی قبول کړي. امیر ته هم خبر ورغلی وو چی انګریز د وړی فرقی سره نه بلکه د خپل ټول قوت سره د جلال اباد په لور نیت کړۍ. عبدالرحمن خان چی دا حالت ولیده د مشرقی خلکو ته یی د انګریز په ضد د جهاد او تیارسۍ اعلان وکړ. انګریز چی د افغانستان او د مشرقی خلکو تیارسۍ ولیده نو خپلی پښۍ یی زر ترزره راټولي کړی او مور ټیمور ډیورنډ د ۱۵ کسانو سره کابل ته راورسیده.
انګریز پدی وخت کی امیر عبدالرحمان خان تر وهلو په ځغلولو ستړی کړی وو اوښه یی و دې ته اماده کړ چی د افغانستان د بدن ټوټې ور څخه په سیاسي توګه غوڅی کړي او په عین حال کی امیر یی دومره بی هوشه کړیوو چی د غوڅلو په آن امیر سترګی هم ونه شوی رپلوی نو د ډیورند معاهده چی د بین الدول حقوقو له نظره معاهده هم ورته ویلی نشي دده په نماینده عبداللطیف قادیاني په وسیله لاسلیک شوه. او انګریز پدی کامیاب شو چی یو ډبل بفر د روسي مقابل کی مینځ ته راولي. مګر سره ددی چی عبدالرحمن خان خپلي غوښي له ځانه جدا کړی، بیا هم انګریز لندن کی د افغانستان سفارت ته د پرانستلو اجازه ورنکړه.
رابه شو دپنجاب راوني پالیسي ته. دوی غواړی افغانان تروهلو په ځغلولو ستړی کړي. اوددی عقیدی په اساس فکر کوي چی د اشخاصو په ترور یا خاوره کی دننه د اورپکو روزنه او نوری سیاسې او اقتصادي مداخلي او مکرونه به د افغانستان خلک او د افغانستان حکومت ستړی اودی ته چمتو کړی چی یو ځل بیا ددوی د ډیورند خیالي کرښۍ ته د رسميت رنګ ورکړی.
د تاند د خبر مطابق پاکستاني ځواکونو د دوشنبې په ورځ چی د جولای د ۱۸ سره سمون خوري کابل ته د ولسمشر زرداري د سفر په درشل کې د کونړ ولایت پر شلطن درې د درنو وسلو بریدونه کړي دي او عادي بی ګناه خلک یی وژلي. لکه څرنګه چی پوهیږی دا حملي دڅو میاشتو راپديخوا تر اوسه دوام لري. تر څو ددواړو پولو آخوا او دیخوا لر اوبر پښتانه په یوبل را جګ کړی اویوه اتوماتیکه کرښه مینځ ته راولي. د مشرف په دوران کی مشرف افغانستان په کرښه د سیمی خاردار لګولو غوښتنه وکړه. خو پاکستان د افغانستان د پارلمان او د افغانانو په وسیله بی آبه شو.
نو اوس آی اس آي د هغه اشخاصو ترور ته مخه کړی چی افغان حکومت ورباندی زوریږی. مثال یی د ولسي جرگې غړو د سلاکار جان محمد خان او هاشم وطن وال وژل یو ښه مثال کڼل کیږي. د پنجاب دا پالیسي د پاکستان د جوړښته راپدیخوا تر اوسه پیاده کیږی. په پښتونستان هغه کسانو چی د پښتون د یووالي غږونه کول یو یو په مختلفو طریقو ترور او په زرهاو قومی مشران یی په ښکاره ووژل.
حتی د طالبانو په وخت کی ملابورجان چی په طالبانو کی په اصطلاح یو پوه پښتون ګڼل کیده او د ډیورند مسلی ته یی نه ویلی وو، داسی ترور شو چی تراوسه طالبان فکر کوی هغه ګنۍ په خط اول شهید شوي.
د اوسنیو تعرضونه مقابل کی پنجاب کلکه عقیده درلوده چی د افغانستان ملي اردو به ددوی حملو ته د امریکایی وسلو په ذریعه ځواب ورکړی او په نتیجه کی به یی د پختونخوا پختانه ژوبل، در په در او بالاخره په یوبل به یی راپاڅوي او دیوبل وینو ته به یی کینوی. او په اوتوماتیګه توګه به یوه کرښه ژوندي کړي. مګر د افغانستان چارواکي هوښیار دي. او د پاکستان په مکرونو ښه پوهیږی. د پنجاب د حملو ځواب کی باید په پنجاب حمله وشي نه په پختونخوا. حال داچۍ پاکستان په رسمي توګه د حملو څخه بی خبري ښایی. دوی د افغانانو احساساتو سره همیش لوبي کړی.
د افغانستان حکومت هم ښه پوهیږی چی د پاکیانو ځوابی حملی باید د دوی نظامی هډی او پنجاب ژوبل کړي نه پختونخوا. لکه څرنګه چی دا کار ملي اردو یا د افغانستان حکومت ته پدی وخت کی نامناسبه او نا ممکنه ښکاري، نو نه غواړي د پختونخوا پښتانه لکه څرنګه چی د پنجاب ستراتیژستان غواړی چی د جوابي حملو په زریعه، لر اوبر په یو بل راوپاوري. اوبلاخره د کرښی د راژوندی کولو خوبونه یی تعبیر شي . کرزي حکومت ته ددی مسلی په اړ او ددوی عکس العمل اود پاکستان په مقابل کی اوسني سیاسي ستراتیژی د ستایني وړاو ورته کریډت ورکړو.
او پدي اخیری لسیزه کی افغانانو پاکستانیانو ته خپل پرتوګونه په سر ورتړلي او په جهان ته یی دا سرګنډه کړه چی پاکستان څه غواړي. پاکستان خپل نوم دومره بدنام کړ چی اوس عادي پاکستانیان په خارج کی ځانونو ته هندیان وایی.
مګر قرآن وایی ومکروا ومکر الله والله خیرالماکرین (الایه). دوی هم پلان جوړوي او خدای جل جلاله هم. مګر بهترین او عاليترین پلانګزار الله ج دی او ددوی په هر مکر او پلان ښه اګاه دۍ. پښتانه همیش وایی چی هوښیاره مرغي ددواړو پښو راګیریږي. او ګوږ بار تر منزله نه رسیږي. رحمان بابا وایی،
ته چی بل په غشو ولې هسۍ پوه شه – چۍ همدا غشي به ستا په لور ګزار شي. پښتنو بیدار اوسي او د افغان ضده پنجابي دسیسو کی ځانونه مه شریکوۍ.