د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي يې پنځه تنه پوليس د وسلو سره يوځاى نيولي . د چارواکو په وينا چي ياد کسان د بټي کوټ ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه کي د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له لوري د چاودېدونکو توکو د يوه ډک کرولا ډوله موټر سره يوځاى نيول سوي .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .