کور / تازه خبرونه / کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو ملک وواژه

کندهار : ناپېژاندو وسله والو يو ملک وواژه

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د ارغنداو ولسوالۍ د چهار باغ په سيمه کي ناپېژاندو وسله والو يو تن ملک وواژه .
د چارواکو په وينا چي وژل سوى کس د خپلو ملګرو سره تېره شپه ماښام ناست و چي ياده پېښه رامنځ ته سوې .
د کندهار د امنيت آمر ياده پېښه تائيدوي او وايي چي په دې اړه يې تر اوسه څوک نه دي نيولي .
د دې پېښي مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى