په کندهار کي تېره شپه ترسهاره د څلورو خصوصي مخابراتي شبکو فعاليت په ټپه ولاړوو چي له همدې خاطره نن له غرمې مخکي کندهاروالي د همدې څلورو شبکو استازي او د مخابراتو له رئېس سره د خپل کار په دفتر کي وکتل او په دې اړه يې ورسره هر اړخيزي خبري وکړې.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د مخابراتي شبکو د استازو سره د ليدني پرمهال هغوى ته ډاډ ورکړ چي د کندهار امنيتي مسؤلين چمتو دي څو د کندهار ولايت په ټولو ولسواليو او ښار کي د ټولو مخابراتي شبکو د ټولو انتنونو ساتنه وکړي او د ساتني زمه يې پر خپله غاړه واخلي.
د کندهار د مخابراتو رئېس او د څلورو مخابراتي شبکو استازو له والي سره تر ليدني وروسته د کندهار د اړيکو او رسنيو په مرکز کي يوې خبري غونډي ته د پورته ذکر سوي ستونزي په اړه خبري وکړې چي ټکي په ټکي يې تاسو ته لېږو.
د مخابراتو رئېس انجينير شاه محمد: لومړى تاسو ټولو او ستاسو له لاري ستاسو ليدونکو او اورېدونکو ته سلامونه وايم، لکه څنګه چي تاسو هم خبرسوي ياست تېره شپه په کندهار کي د ټولو شخصي مخابراتي شرکتونو فعاليت درېدلى وو او په دې اړه موږ هم تېره ورځ ناوخته ماځيګر مهال خبر ترلاسه کړه او له دې وروسته مو راساً له وزارت سره په تماس کي سوم خو دا چي ډېر ناوخته وو نو ځواب مو تر لاسه نه کړى، د مخابراتي شبکو استازو راته وويل چي ددوى د شبکو مسؤلينو په کابل کي د مخابراتو له وزارت سره په تفاهم د شپې له ٧ د سهار تر ٦ بجو د ٣ ورځو لپاره خپل فعاليتونه يې سقوط کړي دي.
په سهيلي حوزه کي د روشن د مخابراتي شرکت مشر:
په افغانستان کي ٤ خصوصي مخابراتي شرکتونه سته او هر شرکت خپله امنيتي څانګه لري چي د همدې امنيتي څانګو د مسؤلينو لخوا تېره ورځ د هيواد پلازمينه کابل کي د شپې لخوا د فعاليتونو د درېدو فيصله سوې ده چي پکښي د مخابراتو د وزارت شامل وو او د هغوى سره په ګډه دغه فيصله سوې ده.
د شبکو د خلاصېدا او بنديدو ټول واک په کابل کي دى او له هماغه ځايه کنټروليږي، موږ ټولي مخابراتي شبکې هڅي او کوښښونه کوو تر څو دغه ستونزه هرڅومره ژر چي شونې وي حل کړو او خلکو ته د پخوا په شان خدمات برابر کړو.
پوښتني: بي بي سي راډيو: تاسو ته د کومي کړۍ يا ادارې لخوا ويل سوي چي فعاليت ودروئ او درته د چا لخوا ګواښونه سوي دي؟ کله به شبکې بيرته فعاليت پيل کړي؟
د مخابراتو رئېس: تر اوسه پوري نه ده روښانه سوې چي د چا لخوا مخابراتي شرکتونو ته اخطارونه ورکړل سوي دي او ښايې دې پوښتني ته د مخابراتي شبکو استازي ښه ځواب وويلى سي.
لکه وړاندي مي چي وويل د اوس لپاره ددغه بنديز موده يوازي د درې ورځو لپاره وي خو وروسته به روښانه سي چي دوام پيدا کوي او که څنګه.
اشنا راډيو: د خصوصي شرکتونو او د مخابراتو د وزارت ياهم رياست ترمنځ څه ډول تړون سوى دى په خاص ډول ددې ډول حالاتو لپاره؟؟
او بله پوښتنه داده چي روشن شبکه تېره شپه له نورو هغو وړاندي غير فعاله سوې وه علت يې څه وو؟؟
د ټولو مخابراتي شرکتونو سره د وزارت لخوا قراردادونه سوي او لايحه هم د هغوى سره موجوده ده او په دې اړه د تاترا په نوم يوه کمېټه هم کار کوي چي په راس کي يې د مخابراتو محترم وزير قرار لري.
د روشن استازى انوارالدين نور: د شپې لخوا د مخابراتي خدماتو د دروني پرېکړه د مخابراتو وزارت او د ګډي کمېټې سره په تفاهم سوې ده او داچي روشن مخابراتي شرکت له نورو وړاندي خدمات درولي وه هغه د مرکز لخوا سوي دي د ټاکي وخت يعني ٧ بجو سره سم درول سوي دي