د هلمند ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر څخه يوې رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي په دې ولايت کي د سرې مياشتي ودانۍ چي پر يوه جريب مځکه د شپږو مياشتو په موده کي د سرې مياشتې د پرمختيايي بوديجې څخه د شپږنيم مليونه افغانيو په لگښت جوړه سوه تېره ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کي د هلمند والي محمد گلاب منگل لخوا د پټى په پرېکولو سره گټي اخيستني ته وسپارل سوه.
د هلمند والي محمد ګلاب منگل ددې مراسمو پرمهال وويل چي ياده ودانۍ په دوه پوړه کي نهه اداري خوني، دوه دهلېزونه د غونډوتالار لري ، ټول ملحقات يې په پام کي نيول سوي اوځاى پرځاى سوي دي.