کور / سياسي / تاسي جان محمدخان وواژه؟ اوس به يې سره ګورو!

تاسي جان محمدخان وواژه؟ اوس به يې سره ګورو!

سلاکار وزير جان محمد خان په کابل کي په خپل کور کي ووژل سو، خدای دي يې وبخښي، کله چي له دې پېښي خبر سوم نو يوه پخوانۍ کيسه مي را په ياد سول.وايي يو سړی په دښت کي روان و چي يو غل ورباندي پېښ سو، غل تش لاس و خو له سړي سره يوه کافره چاړه ورسره وه.


غله پر سړي په لوړ اواز غږ کړه، ويل که غواړې چي مور درباندي بوره نه سي نو ودرېږه او لاسونه پورته کړه! سړی هم سمدلاسه ودرېد او لاسونه يې پورته ونيول. غله چي يې يو جېب وکوت نو پيسې يې پيدا کړې، کله چي يې پيسې ځني واخيستې نو سړي پر بل جېب لاس ټينګ ونيو، ويل پيسې خو دي واخيستې دا چاړه نو ولاکه درکړم، غله ويل ښه رزيله چاړه هم درسره ده، اوس به يې درسره ګورم. سړی يې پر مخ يوه کلک چپلاخه ( څپېړه ) وواهه او چاړه يې هم ځني واخيسته. غله چي به هر شی ځني اخيسته نو سړي به پر بل شي لاس ونيو ويل دا نو ولاکه درکړم. لنډه دا چي غله له سړي څخه هر څه لوټ کړل، کله چي يې کميس ځني وکيښ نو ګوري چي سړي په ګنډه ( بډه) يو شی وهلی دی، ويل دا څه شی دی؟ سړي ويل دا نسوار دي. غله ويل راکه نسوار هم راکه!


سړی يو وار ببر سو، د غيرت وينه يې پر جوش راغله، ويل ګوره هر شی خپل حد لري، پيسې دي راڅخه واخيستې ما ويل پروا نه لري، چاړه دي راڅخه واخيسته څه مي و نه ويل، کميس دي را څخه وکيښ ما ويل خير دی، ته دومره سپين سترګې يې چي اوس نسوار هم راڅخه اخلې! قسم په خدای چي مړ مي نه کړې که نسوار راڅخه يوسې، زه به يې اوس ستا سره ګورم. سړي پر مټانو چو( چوف) کړه او غله ته يې ور حمله کړه، غل يې پر ځمکه را چو کړ ( را څملاوه) او داسي يې وډباوه لکه د فقر ډول، خپل ټول شيان يې بيرته ځني واخيسته او پر خپله لاره ولاړ.


زه چي اوس د افغانستان امنيتي حالت وينم نو هره ورځ بې ګناه افغانان وژل کېږي، نه يې ژوند او نه يې مرګ د انسان په ډول دی، خو حکومت څه نه کوي، ولس څه کوې وروسته ټيټ رتبه دولتي مامورينو ته هم مرګ راغی، په هغوی بېچاره ګانو هم چا خوا بده نه کړل، له څه مودې راهيسي څو لوړ پوړو دولتي چارواکو ته هم د مرګي توره تبه راغله، خو نور لوړ پوړي دولتي چارواکي بيا هم د کانکرېټي دېوالونو تر شا ناست دي او خپل نخود خوري، دوی وايي خير د فلاني به اجل راغلی و، زه خو په خپل کور کي ارام ناست يم. ياره د مرګ هم عجيبه کار دی، کله چي په چا يو وار روږد سي نو بيا سړی تر کيندلي ګوره هم نه پسي پرېږدي، دا دی اوس مرګي د سلاکار وزير جان محمد خان د کور ور وټکاوه او هغه يې هم له ځان سره بوت. دا وروستی مرګ ياني د جان محمد خان وژنه بيخي لويه ضايعه ده، کټ مټ هغه د نسوارو خبره ده، زه باور لرم چي دولت به اوس خامخا غبرګون ښيي او له وسله والو مخالفينو څخه به کسات اخلي، دا خو لا څه کوې چي د نورو وژل سويو افغانانو حساب و کتاب به هم ورسره کوي، ځکه چي نور نه کېږي، د دولت د زغم پياله ډکه سوې ده، وسله والو مخالفينو دولت بيخي تر ستوني ونيو، ياني سلاکار وزير جان محمدخان يې وواژه ، نن يې يو سلاکار وزير وواژه سبا به بل وژني، دا چي سلاکار وزيران په ارګ کي اوسېږي نو دا په دې مانا چي مرګ د ارګ لاره هم پيدا کړه. تر اوسه پوري د امنيې قوماندانان، واليان، د ولايتي شوراګانو مشران او داسي نور وژل سوي وه خو دا لومړی مشاور وزير دی چي وژل کېږي.


ياره زه خو وايم چي په دې اړه د دولت اندېښنه پر ځای ده، که د ورځي په زرګونو ولسي خلک ووژل سي نو حکومت بيا هم چلېږي، خو که ددغسي پاکو، علمي، کارپوهو او هيوادپالو شخصيتونو مشورې نه وي نو دا نظام به څنګه وچلېږي؟ دا خو تر اوسه د دوی برکت و چي افغانستان داسي ودان او هر څه سم وه، که داسي مشاورين نه وي نو ولسمشر بېچاره به په يوازي سر څه وکړي؟