کور / تازه خبرونه / قومي مشر او د ولسمشر سلاکار جان محمدخان ووژل سو

قومي مشر او د ولسمشر سلاکار جان محمدخان ووژل سو

تازه خبرونه وايي چي د روزګان ولايت پخوانى والي جان محمدخان د هغه په کور کي ديوه وسله وال بريد له امله وژل سوى دئ. ويل کېږي چي د جان محمدخان سره يو ځاى په ولسي جرګه کي د روزګان استازى هاشم وطنوال هم وژل سوى دئ، خو د نوموړي د مړيني پخلى لا تر اوسه نه دئ سوى.
د رويټرز آژانس وايي وسله وال نن ماښام اته بجې په کابل کي د جان محمدخان کور ته ننوتل هغه يې وواژه او تر اوسه يې په کور کي ډزي رواني دي.
جان محمدخان په روزګان کي د پوپلزيو د قوم مشر او د طالبانو ټينګ مخالف وو چي د هغوى په ټوله واکمني کي د کندهار په محبس کي بندي وو.
نوموړى په ٢٠٠١ کال د کرزي د حکومت تر راتګ وروسته له زندان څخه آزاد سو او د روزګان د والي په حيث يې دنده اجرا کوله. په ٢٠٠٦ کال له روزګان څخه کابل ته وغوښتل سو او هلته يې د ولسمشر کرزي د مشاور وزير په نامه دنده ترسره کوله.
جان محمد خان په جنوب کي د حامد کرزي ټينګ ملاتړى وو.