ای د ټوپک ږغه ته خور مور لري
ای دراکټ درزه ته پلار ورور لری
نه یې لرې پوهیږم بې پدریې ته
ماشه دی بل په لاس کې فرمان بریې ته
سترگی دې ړندې خاصه نوکریې ته
زمونږ غوندې ته چیر ته کور او اورلرې
خبر نه له اولاده نه له مینې
لاهو دمور زړگی په رود وینې
سیلاب چې غوټی غو څې کله یې وینی
کری شپه ورځ غمونه څونه نور لرې
پټې چې کې سترگې یوزخمي ماشوم
درد نه چې آرام سي بیده سوی شوم
لړزوي مریض ستا ږغ بدمرغه شوم
بوډا دې لیونی کی څه زړه تور لری
اورونه او بریښنا وې گرده ستادي
د ښاره دې لوټ کړي ټول په غلادي
یخنی او تاریکی په برخه زما دي
ډک ای بې انصافه ته شاجور لري
سپرلیه سږ نسیم دې جوړ تو پان که
ږغونه دتوپو ورک له جهان که
درزا او لړزا چخ په گورستان که
بیا جوړ یو گلستان که ته خو زور لرې
یادښت : د جمیلی شهیدې په فرمایش چې ویل یې:
بابکه ! ډیر عمر کیږي شعردې نه دی راته ویلی. نو لاندې څوبیته ولیکل چې لو مړی بیت به یې څو وخته ددی پر سرو شونډو جاري و.
ډاکتر صالح محمد( زیری )
دریم مکروریان – بلاک 104 کابل
19 حوت- 1371
غرقیږوکه یونه شو!
دا یو وطن پرست وایی هیواد شمع زه پتنګ
دابل پردین مین وایی ملحدانویم په تنګ
یوواییٔ پلار نیکه مې پر پونګ کړی جولان
سود خوره رشوت خوره نه پر یږدم فیودالان
کارګراوبزګران هم کا سبان انډیوالان
څو ورک استثمار نه کړم له فلکه یم په جنګ
ریښې دګرد جهان خودی ایستلی استعمار
خورۑ غوښۑ یو انسان دبل انسان په استثمار
چاره یې سو سیا لیزم دې کې څه کی ا ستفار
جګړه طبقا تی ده شوروۑمی دی تر څنګ
بل وایی سوره کافر ه نوم دی بد کی د افغان
بد وایی پرخانانو‘ پر ملا او مسلمان
غندی اهل کتابه هم مسلم همسایه ګان
پلورلی دې وطن دی خودبه یې دافغان ننګ
بیدارشی چا په لاس کې مو درکړ ې ده وسله
هدف دهغوی بل ؤخوله تا جوړه پلمه
مرام چې یې تر سره ستاپر غم ددوی میله
کچکول به دی په غاړه وطنو کی به ملنګ
که بد وایم یارانونن داجنګ څوک لمسوۑ
اوس روس او کار نشته مؤمن ولې قتلوې
سرقت دبیت المال ‘ بې ناموسۑ چورڅوک کوۑ
وایم ځای یې دوزخ شو لا جهاد کې پر اورنګ
پښون تاجک ‘ اوزبک او هزاره مسلمانان
تاریخ شریک وطن کې دیوۑ ځالې بچیان
هدف خو سعادت او ترقۑ وه دافغان
غرقیږوکه یو نه شو دښمنان مو ډیرزرنګ
داکتر صالح محمد (زیری)
ذریم مکروریان 104 بلاک کابل
16 عقرب 1373