پاکستان او هندوســتان دواړه د افغانستان دلاسته راوړلو له پاره په خپل مینځی مبارزه بوخت دي :
دلیکونکی په هکله : سا فچینکا داریا ولادیمروونا دننی افغانستان دڅیړنو دمرکز شننونکی :
پورتنی مطلب په افغانستان کی دهند(نوی دهلی) او پاکستان(اسلام اباد) ترمینځ دخپل مینځی مبارزی په برخه ګی څیړنیز رپوټ د «افغانستان . رو » په ویب پاڼه کی د روان ۲۰۱۱ کال دمارچ دمیاشتی په ۱۷ نیټه خپور شوی دی ، سره له دی چی د پورتنی رپوټ دخبریدو څخه ډیر وخت تیر شوی دی ، خو زما په اند او لکه چی په مطلب کی هم د سیمی اوپه خاص ډول دهند او پاکستان هیوادونو دافغانستان د کشالی دحل په برخه کی یادونه شوی خپل رول لوبولی شی ښه به وی چی زمونږ هیوادوال ځینی خبر شی. ما غوښتل چی مطلب په خپل وخت وژباړم خو دځینو کورنیو ستونزو له امله می ونشو کولای چی ددی رپوټ ژباړه سرته ورسوم . هیله ده چی لوستونکی په دی برخه کی زما معذرت ومنی . ژباړه په لاندی ډول ده :
ژباړونکی : کوهاټ ( بدرخیل ) جلال اباد
ننی افغانستان « دجیوپولیتیکی موقعیت له مخی . ژ» داسی خاوره ده ، چیری چی دنړی او سیمی د زبرځواکوو هیوادونو ګټی سره مخامخ کیږی اود ټولو دمخه هندوستان او پاکستان په دی لړکی یود بل په وړاندی ولاړ دی. نوی دهلی او اسلام اباد خپل مینځی د ډیرو کلونو دښمنی د نوی افغانستان خاوری (قلمرو) ته را انتقال کړي او اوس غواړي چی دافغانستان په نوي جوړښت کی فعال ګډون وکړي. هندوستانیان او پاکستانیان دافغانستان د راتلونکی له پاره خپلی طرحی او پلانونه لري.
پاکستان په افغانستان کی :
اړینه ده چی د اسلام اباد دموضعګیری په هکله وویل شي :
لومړی : پاکستان دافغانستان دلانجی دحل کلید (کلی) بلل کیږی ، یانی هغه داچی د تندروانو او بنیادګرانواساسی ځالی دپاکستان په سرحدی سیمو کی پټنځایونه لری اوهغه یواځی دپاکستان پوځ کولای شی له مینځه یووسي. نو په همدی خاطر پاکستان دافغانستان دکشالی دحل اساسی محور ګڼل کیږی. له بله پلوه پاکستان کوښښ کوی چی دافغانستان د راتلونکی په برخه کی دهر ډول خبرو اترو دمینځګړیتوب اساسی رول ترلاسه کړی ، اوپه دی برخه کی په تمامه مانا ددی توان لری چی د حامد کرزی دحکومت، دناټو پوځونو اود دولت دمخالفینو (طالبانو) ترمینځ دسولۍ د خبرو اترو پروسی او لړی ته خنډونه پیدا کړی . په دی برخه کی باید په ګوته شی چی دپاکستان د موضعګیری او پالیسی پراساس دافغانستان دحکومت له خوا په خپلواک ډول د طالبانو سره دسولۍ خبری او هلی ځلی پرته له پرمختګه دتل له پاره د ستونزو سره مخامخ او ناکامه شوي دي. دبیلګی په توګه کله چی د افغانستان دحکومت اود طالبانو د ډلی یوتن مشر ملاعبدالغنی (برادر) لخوا دسولۍ خبرو ته دپاکستان د خبرتیا اومینځګړیتوب پرته تیاری وښود ،نوپه سملاسی توګه د پاکستان د استخباراتی((I.S.I اداری له خوا ونیول شو. نو معلومه خبره ده چی تر څو د سولۍ په دی خبرو اترو کی اسلام اباد خپل مرکزی رول نه وی ترلاسه کړی ، پاکستان به هیڅ یو اړخ ته ددی مجال ورنکړی چی دطالبانو سره د روغی جوړی خبری پرمخ یوسي .
دوهم : افغانستان د پاکستانی پوځیانو اوپه (ځانګړی ډول د «ای،اس،ای» ژ.) په اند او نظر دخپل اغیز سیمه بولي. د اسلام اباد په انګیرنه افغانستان دخپل هیواد پاکستان له پاره(دپوځی ترمینالوژی له مخی دجبهي وروستۍ یا د« عقبی» دروازی (کرښی ) په توګه شمیری او پاکستان به ترپایه دا کوښښ وکړی چی د افغانستان په برخه کی دا موضعګیری تلپاتی وساتي. دپاکستان پوځی کړې او مشرتابه افغانستان دخپلو ستراتیژیکی ګټو سیمه بولی ، داسی سیمه چیری چی غیری یا نادولتی وسله والی ډلی ، ټپلی او تروریستی ګروپونه چی د پاکستان د ګټو سره اړیکی لری او عمل کوی دهند سره دمقابلی په وړاندی ددی ډلو څخه دافغانستان په خاوره کی دتمرکز په توګه ګټه پورته کړی.بله داچی افغانستان د پاکستان له پاره دستراتیژیکی ګټو دساتنی ژور ډګر دی . کیدای شی چی په افغانستان کی د پاکستان دګټوساتونکی رژیم د هند سره دجګړی په وخت کی دنظامی قواوو د تنظیم پخاطر دخپل هیواد خاوره هغوی ته په واک کی ورکړی . دپاکستان دحکومت له پاره دهند سره دپوځی سیالیو یامخامخ کیدو په صورت کی افغانستان ستراتیژیکی ارزښت لری.
دریم : پاکستان به هیڅکله ددی اجازه چاته ورنکړی چی په افغانستان کی د هندوستان ګټو ته وفادار رژیم رامینځ ته شی ، پداسی حالاتو کی چی په افغانستان کی دهندوستان طرفدار رژیم رامینځ ته شی ،پاکستان خپل ځان د دښمن په مینځ کی کلابند (محاصره) بولي، او پاکستان د وروستي پوری تلاښ کوي چی په افغانستان کی دهندوستان اغیز کمزوری اوپه عملی ډول به ددی کار مخنیوی وکړی .
له دی سره سم په خپله په پاکستان کی ضد – نقیص او خطرناک نظرونه رشد او پراختیا مومی . په دغه هیواد کی د سیاسی اسلامیزم کړیو د ټینګښت اود واکمني دکمزورتیا اوبحران سره ګډوډي(انارشیزم) او زور زیاتې مخ پر پراخوالي دی اوپه دغه هیواد کی د طالبیزم پروسه پیاوړی کیږی . په پاکستانی ټولنه او هغه قشرکی چی ټولیزی چاری رهبری کوی ،دهغوی په مینځ کی په غښتلي توګه اسلامی ګرا یی او مذهبی روحیه حاکمیت لری . په دی برخه کی کفایت کوی چی د پنجاب د والی سلمان «تاثیر» د وژنی(قتل) څخه یادونه وشی ، دده وژونکی (قاتل) ته په ټول پاکستان کی د قهرمان په سترګو کتل کیږی .
سره له دی چی پاکستان د امریکا متحده ایالاتونو سره د طالبانو او القاعده په وړاندی مبارزه کی فعال ګډون کونکی او ملګری دی ، یا په بل عبارت لکه څرنګه چی اسلام اباد په رسمی توګه د ایتلاف څخه ملاتړ کوي. دپاکستان ملکی حکومت او وسله وال پوځ ددی سیاسی موضعګیری په لرلو سره دخپلی ټولنی په مینځ کی په ستونزمن حالت کی موقعیت یا قرار لری.
له یو طرفه د پاکستان وسله وال پوځ د طالبانو او القاعدی دسازمان په وړاندی مبارزه کی دامریکا اوناټو متحد اوملګری دی ، ددی ملګرتوب او اتحاد په چوکاټ کی دپاکستان پوځ د دغه هیواد په شمال – لودیځ سیمو کی د تروریستانو په ضد خپل عملیات ترسره کوی. له بله پلوه د امریکایانو پوځی هوایی عملیات او کارونه د پاکستان په ټولنه منفی اغیزه کوی، دافغانستان سره په سرحدی سیمو کی د افغانستان دخاوری څخه دامریکایانو لخوا د دبی پیلوټه الوتکو د بمباریو او راکټی ګوزارونو دعملیاتو په پایلو کی دسیمو اوسیدونکو ته ډیری مرګ – ژوبله او زیانونه رسیدلی او رسیږی. په دی لړ کی ډیرو خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړی، ډیری مهاجر اوپه جبری ډول دخپلو کورونو او استوګن ځایونو خوشی کولو ته اړ شوی دی . د سویلی(جنوبی) او شمالی وزیرستان په زرګونو اوسیدونکي دناټود هوایی بمباریو اود طالبانو دهغو سیمو څخه چی ددوی دکنترول او حاکمیت لاندی دی په وحشی اوغیری انسانی کړنو سره د شریعت د نورمونو دپلی کولو له وجی دخپل ژوند دساتني پخاطرد هیوادو نورو ولایتونو او سیمو ته دخپلو کورونو خوشی کولو ته مجبور شوی دي .
پداسی حالاتو کی د امریکا دمتحده ایالتونو غوښتنی چی باید دپاکستان دپوځ څخه یی لری دپلی کولو په نتیجه کی یی دپاکستان په ټولنه کی دمخالفتونو نوی څپي راپورته اوپه ټولنیزه توګه د بنیادګرانو او مخالفینو ملاتړ پراخوالي مومي .
دپاکستان حکومت نه پوهیږی چی ددی نازک او حساسو شرایطو او حالت څخه څنګه ووزی ، دپاکستان طالبان چی د سوات دری ته ننوزی نه یواځی پښتنی سیمو بلکی د پاکستان نور سیمو ته هم ګواښ رامینځ ته کوی اود خپل ځان په وړاندی لوبه له لاسه ورکوی اود پاکستان حکومت ته دبحران څخه د وتلو لاره هواره کړی. دسوات په دره کی د پاکستان اردو په لومړی ځل سپین سترګو طالبانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوی ، خو شمالی وزیرستان ته دهغو طالبانو په وړاندی چی دسوات له دری څخه دی سیمی ته په شاه تللی دپوځی عملیاتو څخه ډډه کوی ، ممکن دا په پاکستان کی دتیر اوړی د سیلابونو او بارانونو پایلی وی او یاهم دا دپاکستان دا دوه مخی سیاست او لوبه وی چی پاکستان یی دتل له پاره پرمخ وړی .
ډیری شنونکی او څیړونکی په دی باور دی چی دپاکستان حکومت د دوه مخی سیاست لوبه پرمخ وړی او دوروستی سیاست څخه یی یاودونه کوی .له يو طرفه بی له شکه پاکستانی ترهګر او ترورسیتان باید دافغانستان سرحدی پولی په شاوخوا کی ځای پرځای اوپه ښکاره ډول په سرحدی سیمو کی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی. ددی امکان هم شته چی په دی برخه کی په رسمی توګه د پښتنو سیمو مذهبی وسله والو ډلو او پاکستان ( اسلام اباد) ترمینځ د پردی ترشاه قرارداد یا تړون لاسلیک شوی وی ، له بله پلوه پاکستان به دافغانی طالبانو څخه ملاتړ ته دوام ورکوی ، اوپه همدی خاطر دپاکستان پوځیان په شمالی وزیرستان کی چی دطالبانو اساسی مرکز او پناه ځای دی دهغوی په وړاندی د عملیاتو څخه ډډه کوی . پاکستان به هیڅکله هم دامریکا متحده ایالتونو ته ددی اجازه ورنکړی چی د « سپین سترګو مولایانو» په وړاندی مبارزه او جګړه کی بریالیتوب ترلاسه کړی، ځکه چی دابریالیتوب به نه یوازی د حامدکرزی د حکومت دپیاوړی توب وی بلکی په افغانستان کی د هندوستان د اغیزمنتوب په مانا به هم وی چی ددی بریالیتوبونو په پایلو کی پاکستان په افغانستان کی خپل اغیز منتوب له لاسه ورکوی .
هندوستان په افغانستان کی :
هند دافغانستان دبیا رغاونی په لړ کی یود سترو تمویل کونکی(دونرو) هیوادونو په شمیر کی راځی او کوښښ کوی چی د خپلی سرمایه ګذاری په اندازه په کابل کی ځای او موقعیت ولری. دا چی افغانستان د مرکزی اسیا هیوادونو د انرژی ( سوخت ) توکو بډایی سیمو ته دلاس رسی له پاره د«دروازی» حیثیت لری ، نو په همدی خاطر هند په افغانستان کی دسولي او ثبات دټینګښت سره علاقمند دی اوپه همدی لړ کی کوښښ کوی چی د افغانستان په پیښو او حالاتو کی د پاکستان اغیز کمزوری شی .
په نن وخت کی هند دافغانستان داقتصاد په بیارغاونه کی تر اوسه ( ۲،۱ ) یا دوه زره او سل میلونه امریکایی ډالره سرمایه ګذاری کړی ده چی دا دافغانستان سره دمرسته کونکو هیوادونو په قطار کی شپږم ځای لری او همدا اوس د افغانستان دبیارغاونی په مختلفو برخو کی د ۴۰۰۰ تنو په شاوخوا کی هندوستانی وګړی (اتباع) لکه : هغه متخصصین اود هغوی ساتونکی چی د ملی پولیسو په روزنه، د ښوونی او روزنی ، عامی روغتیا ، انرژی ، مخابراتو او پرمخ تللی تکنالوژی په برخو کی په کار بوخت دی. دهندوستان دسفارت سره په څنګ کی دافغانستان په څلور لویو ولایتونو هریو هرات، ننګرهار، مزارشریف او قندهار کی قونسلګری خلاصی اوپه بریالیتوب سره خپلی ورځني چاری پرمخ وړی .
هندوستان هیواد د هرات ولایت د(سلما) بند په بیارغاونه کی په کار بوخت اوپه پلان کی لری چی د ۲۰۱۱ کال تر پایه دافغانستان دپارلمان (ملی شورا ) د نوی ماڼی (تعمیر)د جوړولو کار سر ته ورسوی .
د هندوستان هیواد په مجموع کی په افغانستان کی دپخلاینی د (نرمی قوی) لاره غوره کړی او ددی حق لری چی په بریالیتوب یی فکر او اتکاء وکړی . په افغانستان کی دخلکو عمومی نظر دهندوستان په ګټه ، په هندوستان کی تولید او جوړشوی توکی دافغانستان سیمه ایز بازارونه خپلوی او د هندی تلویزون کانالونه او هندی فلمونه خورا په افغانستان کی ډیر شهرت لری او خلک یی ډیرخوښوی.
د هند حکومت په ایران کی د «چباهار» بحری بندر ترمینال په پراختیا کی سرمایه ګذاری وکوله اوپه ۲۰۰۸ کال کی یی د ایران سره په سرحدی سیمه کی د (دل ارام – زرنج ) لویه لاره چی دافغانستان له پاره سمندر ته دایران له لاری دوتلو په برخه کی د سوداګری حیاتی ارزښت لری ورغوله ، چی افغانستان ته یی د پاکستان څخه پرته د مالونو د وړو – راوړو لاره هواره کړی .
هندوستان په افغانستان کی په ستراتیژیکی لحاظ دثبات اود پیاوړی مرکزی حاکمیت طرفدار دی چی همدا ثبات اومرکزی غښتلی حکومت کولای شی چی په سیمه کی د تروریستی او وران کارو فعالیتونو مخنیوی وکړی . لکه څرنګه چی ټولو ته روښانه ده دطالبانو دواکمنی په دوره کی افغانستان د تروریستی ډلو-ټپلو لپاره ښه پناه ګاه اود دوی ډیر تربیوی مرکزونه فعالیت درلود او اوس په افغانستان کی دپاکستان د مدرسو څخه فارغ شوی طالبان د ناټو پوځونو په وړاندی جنګیږی اود «فراغت ازموینه » ورکوی.
هندوستان (نوی دهلی) په دی ښه پوهیږی او خپله محاسبه لری چی په افغانستان (کابل)کی یو بل بنیادګر حکومت کولای خپل بنیادګره ایډیالوژی بهر ته صادر او له دی سره ټوله سیمه د مرکزی اسیا دهیوادونو په ګډون دګواښ سره مخامخ او ددی سیمی ثبات ګډوډ کړی او دا کار به دپاکستان دهغه پلان سره مرسته وکړی چی غواړی په کشمیر ګوزار وکړی.
اسلامی ډلی – ټپلی کوښښ کوی چی په افغانستان کی د هندوستان د دیپلوماتیکو بریالیتوبونو د ټینګښت او هلوځلو مخنیوی وکړی . په افغانستان کی دهند دیپلوماتیکی څانګی په دایمی توګه د طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو او سازمانونو له خوا چی په افغانستان کی میشتی او فعالی دی ګواښونه ترلاسه کوی
د ۲۰۰۸ کال دجولای په میاشت کی په کابل (افغانستان) کی دهندوستان په سفارت ځان وژونکی برید ترسره شو چی ددی برید په نتیجه کی ۴۰ تنه ووژل شوو او ډیری ټپیان شو اود ۲۰۰۸ کال په پای کی دهندوستان د ممبی په ښار کی بل تروریستی عمل تر سره شو چی ددی تروریستی عمل په نتیجه کی هندوستان او پاکستان په عملی ډول د نوی جګړی په درشل کی یو دبل په وړاندی ودریدل . د ۲۰۰۸ کال دنومبر دمیاشتی ترورسیتی عمل د ۲۰۰۱ کال د هندوستان نوی دهلی په ښار کی د پارلمان دماڼی د برید څخه وروسته ستر برید بلل کیږی. داګوزار دهندوستان په لوی، بډايی اود اوسیدونکو د استوګنی په پرنفوسه ښار تر سره شو. په پاکستان کی اسلامی او تروریستی ډلو او سازمانونو ولیدل او چانس یی ترلاسه کړ چی د ( دواړو سترو) هیوادونو ترمینځ اړیکی خړی- پړی کړی اویا ممکن داعمل په قصدی ډول سازمان او تر سره شوی وی چی د هند او پاکستان ترمینځ دجګړی د پیل شرایط رامینځ ته کړی .
ټول اسناد او شواهد وښایی چی په پاکستان کی فعالی د ( لشکر طایبه ) بنیادګری ډلی د هند دممبی ښار تروریستی عمل تر سره کړی دی چی هند او پاکستان په عملی ډول یودبل په وړاندی د جګړی په حال کی ودریږی. دا تروریستی عمل دطالبانو اود «القاعدی سازمان» په ګټه تمام شو، هغه په دی خاطر چی په یوناڅا پی ډول حالات کړکیچن اود پاکستان وسله وال پوځ دی ته اړ کړی چی خپل ټول ځواک د شما ل – لویدیځ دهغو برخو څخه چی «طالبان »په کی په پراخه پیمانه فعالیت کوی اود هغوی په وړاندی په پوځی عملیاتو بوختي وی، دهند سره سرحدی پولو ته متمرکز ، ترڅو هغه تروریستی ډلو – ټپلو چی غوښتل یی د هند دممبی ښار د تروریستی عمل په ترسره کولو سره خپل ټاکلی موخي په لاس راوړی .
مګرد اسلامی ګرانو ډلو هغه پلان او محاسبه چی له دی تروریستی عمل څخه یی غوښتل په لاس یی راوړی غلط څرګند شول دهند او پاکستان ترمینځ جګړه په نوی دهلی او اسلام اباد د امریکا متحده ایالاتو د جدی فشار سره د دواړو هیوادو ترمینځ دجګړی د راتلونکو ګواښونو او ورانیو ته دمتوجه کولو په نتیجه کی دجګړی مخنیوی وشو. باید له یاده ونه باسو چی هند او پاکستان په لسګونه کلونه د« مخامخ جګړی » په درشل کی قرار لری ، د ترهګرو او تروریستی ډلو هرتروریستی عمل او تحریک به د نوی جګړی دپیل اساسی عامل وی،چی بیلګه یی د ممبی په ښار کی د تروریستانو وروستی عمل دی .
***
د ۲۰۱۱ کال په نیمایی کی نړیوالی قواوی دافغانستان وسله وال پوځ ته ګام په ګام د امنیتی چارو مسولیت دسپارلو پروسه پیل کوی ، چی دا پروسه په خپل ذات کی د سیمی هیوادونو له پاره یو ډول دکاغذی لوبی په شان د پیښو د پرمختګ او پراختیا د وسیلی په توګه ارزښت لری . ددی له پاره چی د مسولیت سپارلو پروسه په بریالیتوب سرته رسیدلی وی ، هغه هیوادونه چی په راتلونکی کی د افغانستان د ثبات غوښتونکی دی ، په خاص ډول هندوستان او پاکستان باید په خپلو کی یو له بل سره توافق ته ورسیږی ، چی ددی کار سرته رسولو اساسی رول د امریکا دمتحده ایالاتو په غاړه دی.
اساسی پوښتنه دلته راپورته کیږی چی د امریکا دولسمشر باراک اوباما حکومت او اداره به وکولای شی داسی کړنلاره او شرایط برابر کړی چی دافغانستان دکشالی د حل ګډون کوونکی هیوادونو ته د منلو وړ وي ؟
کیدای شی چی د شنونکی نظر اود ویب پاڼی نظر سره یو شان نه وی .
سرچینه : « افغانستان . رو » ویب پاڼه