دآلمان دحکومت ونډه دافغانستان دبیا ودانولو په هکله معلوماتی سیمیناردمونشن په ښار کی
دنوروسیمینارونو اوکلتوری پروګرامونو په سلسله اودوام ،ټاکل شوی ده چه د ښاغلی ډاکټر اسلام شاه دکراچۍدپوهنتون داروپایی څیړنودمرکز( European study) تکړه غړی په ویاړ معلوماتی سیمینار په ۷ بجودجمعی په ورځ دجولای میاشتی ۱۵ نیټی ۲۰۱۱ کال د صدیق الله فدایی ادبی اوکلتوری ټولنی دکنفرانسونو په تالار کی ترتیب ، او په دی سیمینار کی به ښاغلی ډاکټر اسلام شاه دخپلی ډاکترۍدموضوع په هکله چی ( دآلمان دحکومت ونډه دافغانستان دبیا ودانولو په هکله ده ) وینا وکړی اوورسته له هغه څخه دمونشن ښار دافغانانو له خوا به ادبی مشاعره هم تر سره شی .
له ټولو مینه والو اوګډون کونکو څخه په ډیره درناوی هیله کوو چه دی معلوماتی سیمینار او ادبی مشاعری ته په راتګ سره دپروګرام ښکلا اوخوند نور هم زیات کړی . په درنښت .
وخت : دمازدیګر ۷بجی دجمعی ورځ دجولای میاشتی ۱۵ نیټه کال ۲۰۱۱
پته : د صدیق الله فدایی ادبی اوکلتوری ټولنی دکنفرانسونوتالار /مونشن- آلمان
Machtlfinger Str. 10, 81379 München
U 3- Bahn Haltestelle : Machtlfinger Straße
Tel: 015150413594, 089- 281724,